د مولانا سمیع الحق زوی: افغان طالب مشرانو د مشورتي ناستې بلنه راکړې

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د وژل شوي شوي مشر مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق وایي، د افغان طالب مشرانو په بلنه قطر ته ځي څو د سولې پر روانو مذاکراتو مشورې ورکړي.

حامد الحق په ملتان ښار کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه سفر بلنه د طالبانو د قطر دفتر مشرانو ورکړې ده.

د عافیې پر خلاصون ټینګار
د سمیع الحق زوی دا هم ویلي، چې طالب مشرانو وار د مخه هم له امریکا سره په مذاکراتو کې د عافیه صدیقي پر خوشې کیدو د ټینګار ډاډ ورکړی.

عافیه صدیقي یوه پاکستانۍ ډاکټره وه، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له وژلو سره په مرستې تورنه او زنداني کړه.

هغه د پاکستان حکومت امریکا ته وسپارله، چې هلته محکمې په ۸۴ کاله بند محکومه کړه.

د وسله والو طالبانو مذاکراتي پلاوي له امریکایي لوري سره پخپلو ناستو کې د نوموړې خوشې کیدل خپل یو اساسي شرط یاد کړی.

امریکا په ذلت وځي!
د مولانا سمیع الحق زوی پخپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه په ذلت او رسوایۍ د وتو په حال کې ده.

هغه افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه ګڼلې او پر راتګ یې ټینګار کړی.

حامد الحق قطر ته له طالب پلاوي سره د دغې کیدونکې لیدنې دقیق وخت نه دی ښودلی، خو ویلي په نیږدې وخت کې به ورشي.

حمید الحق او پلار یې سمیع الحق

سترګو ته د خاورې شیندلو هڅه
د حامد الحق د څرګندونو او سفر په اړه د طالبانو مطبوعاتي سرچینو تراوسه څه نه دي ویلي، خو دا خبرې د افغانانو او نړیوالو سترګو ته د خاورې شیندلو یوه مشترکه هڅه ده، چې طالبان او د سمیع الحق زوی یا پاکستان یې کوي.

طالبان په دې ډول غواړي وښيي، چې پاکستان او ترهګرۍ ته هڅونکو مذهبي ډلو سره یې نیږدې اړیکې نه لري.
خو واقعیت دا دی، چې خلک پر دې هڅو نه غولیږي.

د معنوي پلار په اړه
مولانا سمیع الحق د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د حقاني په نوم د یوې لویې او ګڼو څانګو لرونکې مدرسې موسس او مشر و.

دا مدرسه د روس پر وړاندې د افغان جهاد له وخته فعاله شوې او د طالبانو ګڼو مشرانو پکې د سرسخته افراطیت زده کړې کړي.
له همدې امله مولانه سمیع الحق د طالبانو معنوي پلار ګڼل کیده.

سمیع الحق د طالب واکمنۍ له سقوط څخه وروسته جګړې ته د دې ډلې په بیا منظمولو او د جنګیالیو په روزلو کې هم مهمه ونډه لرله.

هغه ترمرګه د طالبانو جګړه جهاد ګڼله او ملاتړ یې کاوه.

سیمع الحق بالاخره سږکال په مرموز ډول پخپل کور کې په چاقو ګانو ووژل شو.

د هغه مخالفینو ادعا وکړه، چې د هغه وژنه د کومې بدفعلې ښځې لخوا په داسې حال کې شوې، چې سمیع الحق بدکارۍ ته ورغوښتې او په کور کې یې نور څوک نه و موجود.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي