ټولنیز ژوند

هغوی ته چي طلاق اخلي یا يې ورکوي!

ژباړه: نوراحمد فضلي

آیا احساسوئ چي ستاسي د ګډ ژوند اړیکه له ستونزو سره مخ سوې ده او د جلا کېدو (طلاق) تصمیم مو نیولی دی؟
شونې ده له خپل ملګري/ملګرې څخه د جلا کېدو له پاره به یو لړ توجیهي دلایل ولرئ خو لاندي پوښتنپاڼه ستاسي سره مرسته کوي څو پوه سئ چي تاسو سم که ناسم تصمیم نیولی دئ. له لاندینیو هر یوه سوال ته په (سم) او (ناسم) ځواب ورکړئ او په پای کي هغه سم ځواب چي پوهانو یادو سوالونو ته ورکړی دی له خپلو ځوابونو سره پرتله کړئ:

۱: ستاسي او ملګري ترمنځ مو همېشنی جنګ و جدل ددې څرګندويي کوي چي له یو وبله جلا سئ.

۲. نور ستاسي او ستاسي د ملګري ترمنځ مو په نظریاتو او عقایدو کي داسي مشترکه وجه پاته نه ده او دا ستاسي د جلاوالي له پاره یو ښه دلیل دی.

۳. په یوې ښې اړیکي کي، ډېری د نظر اختلافات او د ګډ ژوند ستونزي د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي او حلېږي.

۴. د واده یوه ښه اړیکه په دې معنا ده چي مېړه او ماینه یعنې میرمنه له میني او عشقه یو ګډ او یو شان تعریف ولري.

۵. مېړه او ماینه له یو بله جلا کېږي ولي چي نور یو د بل عاشقان نه دي.

۶. خیانت د ګډ ژوند د اړیکي له منځه تلو سبب نه کېږي.

۷. ډېری کسان په دوهم واده کي بریالي دي ولي چي له لومړني هغه څخه یې ښې تجربې لیدلي دي.

د مشاجرې او شخړي په باره کي د مشاورینو نظر:
دا ډېره عجیبه ده چي ډېری مېړونه یا ډېري ښځي فکر کوي چي د نظر یا سلیقې اختلاف او کله هم شخړه یا جنګ د یو ګډه ژوند د نابریالیتوب نښه ده خو د ارواپوهانو په باور په کومه اړیکه کي چي هیڅ د نظر اختلاف شتون ونلري ډېره د هغي اړیکي په پرتله چي اکثره وخت پکښي جنګ و جدل او یا شخړي وي؛ د طلاق د خطر سره مخ ده. دا ځکه چي تاسي هم انسانان یاست او ستاسي د کورنیو او فرهنګي ژوند د تفاوت په وجه له یو وبله بېل او جلا خصوصیات او عادات لرئ او ستاسي په اړیکه کښي جروبحث او اختلاف یوه ډېره طبیعي او عادی خبره ده.

نور ستاسي او ستاسي د ملګري ترمنځ په نظریاتو او باورونو کي داسي هیڅ مشترکه وجه پاته نه ده او دا ستاسي د جلا کېدو له پاره ښه دلیل دی.
ددې حقیقت ویل تاسي بې خبره کوي خو دا بده نه ده چي پوه سئ د کارپوهانو څېړني ښيي هغه جوړې چي یو کامیاب او بریالی ګډ ژوند لري په هیڅ وجه له یو وبل سره در ګرده ګډي ځانګړتیاوي نلري او حتا نظریات او باورونه یې له یو وبل سره په ټکر کي دي خو کوم څه چي بریالۍ اړیکي له ناکامو هغو څخه جلا کوي د مېړونو/ماینو ګانو د برخورد او چلند ډول دی چي د یوه وبل په وړاندي یې ښکاره کوي. بریالۍ جوړې په خورا ښه طریقه پوهېږي چي د هغوی د ګډ ژوند ملګري د دوی کاپي نه دي او نه باید د دوی له پاره د هنداري په شان وي، بلخوا د یوه دوامداره واده له پاره د طرفینو توپيرونو ته درنښت کول او د دې دوو متفاوتو جهانونو په منځ کي رشد کول لازمي دي.

په یوې ښې اړیکي کي ډېری د نظر اختلافات او د ګډ ژوند ستونزي د وخت په تېرېدو سره حلېږي.
ممکن تر دې دمه مو نه وي اورېدلي خو ارواپوهان په خپلو تحقیقاتو کي دې یو په زړه پوري او جالبي نتیجې ته رسېدلي دي چي تاسي به هک پک کړي، آیا پوهېدلاست چي ۶۰ په سلو کي د نظر اختلافات چي جوړې ئې یو له بل سره په ګډ ژوند کي لري د حل کېدو وړ نه دي؟
که یې نه منئ یو کاغذ او قلم راواخلئ او ټول هغه بحثونه چي د ژوند په جریان کي مو د ګډ ژوند له ملګري سره درلودلي وي ولیکئ او په پای کي متوجه کېږئ چي ډېری یاد مشکلات مو تکراري دي او ستاسي له اړیکي د کلونو په تېرېدو سره اوس هم له خپل ملګري سره پر تکراري موضوعاتو یحث کوئ خو په دې مابین کي چي څشي تغیر کوي د هغه موضوع په اړه دواړو طرفو د عکس العمل او غبرګون ډول دئ. نو که فکر کوئ چي ستاسي او ستاسي د ملګري ستونزه به د وخت په تېرېدو سره حل سي د نورو جوړو د رایجي تېروتني ښکار سوي یاست. ددې له پاره چي د ستونزي د حل کېدو په موخه د وخت په انتظار پاته سئ، د ځان او ستاسي د ملګري ترمنځ د نظر اختلاف په اړه مو غبرګون او عکس العمل تغیر کړئ.

یوه ښه اړیکه په دې معنا نه ده چي مېړه او ماینه دې دواړه د میني او عشق له پاره ورته تعریف ولري.
مه هېروئ چي تاسي او ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې په دوو جلا جلا محیطونو کي را لوی سوي یاست او د میني او عشق له پاره چي کوم تعریف لرئ کاملاً له یو وبل سره متفاوت دئ. شوني دي ستاسي مېړه د میني او محبت په خاطر ستاسي له پاره یو کار ترسره کړي او له دې لاري ستاسي سره خپله مینه او علاقمندي ښکاره کړي خو تاسي غواړئ چي ستاسي مېړه/ماینه ستاسي دي ستاسي د علاقې او خوښي سره سم خپله مینه ښکاره کړي. مه هېروئ چي د میني او محبت څرګندولو ډول د هر انسان هغه له نورو سره توپير کوي او هیڅکله له خپل ملګري مه غواړئ چي کټ مټ دي ستاسي په شان د میني څرګندولو طریقه ولري.

مېړه او ماینه له یو وبله جلا کېږي ولي چي نور د دوی ترمنځ مینه ختمه سوې ده.
متاسفانه چي یو شمېر کسان فکر کوي چي مینه او عشق د واده کولو او په یوه اړیکه کي د پاته کېدو له پاره یوازیني دلایل دي. دا شمېر کسان واده کوي ولي چي عاشقان سوي دي او وروسته په آسانۍ سره له خپل ملګري جلا کېږي ولي چي نور دوئ یو دبل عاشقان یا مئینان نه دي. دا چي نور د هماغو لومړیو ورځو په شان چي د خپل مېړه/خپلي ماینې د میني او محبت سره د آشنا کېدو په شان نه یاست او په همدې خاطر غواړئ له هغه/هغې جلا سئ، دا نو تر ټولو احمقانه فرضیه ده چي تاسي انتخاب کړې ده. صبر وکړئ ولي چي مینه او عشق بیاځلي په وجود راځي او بیا به تاسي بې خبره کړي.

خیانت د ګډ ژوند د له منځه تلو سبب نه کېږي.
هو، دا جمله صحیح ده او که یوه ښځه یاست او یوازي غواړئ د خپل مېړه د خیانت په خاطر هغه پرېږدئ، هیله ده یو څه عمیق فکر وکړئ. سمه ده چي د خیانت سره مخامخ کېدل او تر هغه وروسته د اړیکي اصلاح، آسانه او ساده کار نه دی خو که رښتیا هم خپلي اړیکي ته ژمنه او علاقمندي یاست نو بیا ستاسي اړیکه ارزي په دې مبارزه او ښه خبر خو دا دئ چي اکثره هغه اړیکي چي تر خیانت وروسته بیاځلي جوړي سوي دي- بریالي سوي دي او هغو مېړونو چي تر خیانت وروسته ئې خپلي اړیکي اصلاح کړي دي او په خپلو منځو کي ئې نوی باور رامنځ ته کړی دئ، دوامداره ګډ ژوند ئې لرلی دئ.

ډېری کسان په دوهم واده کي بریالي وي ولي چي له لومړي هغه څخه ئې ډېري ښې تجربې لیدلي دي.
ددې له پاره نه سو کولای چي کوم قانون په نظر کي ونیسو خو دا سمه ده چي ډېری کسان په دوهم واده کي بریالي وي ولي چي هغه تېروتني چي په لومړي واده کي ئې کړي دي- هغوی په دوهم واده کي نه تکراروي خو دا درسره یاداښت کړئ چي: عشق او مینه یوازي پر کیک باندي سربېره هغه ملايي (Cream) دي خپله کېک نه او ترهغو چي نه پوهېږئ چي خپله خوشحالي او نېکمرغي باید په بل کس پوري ونه تړئ په واده کي د بریالیتوب هیله او اُمید ستاسو له پاره نسته چي خودخواهانه د داسي کس په پیداکولو پسې یاست چي تاسي نېکمرغه او خوشحاله کړي او که داسي ونه سي هغوی پرېږدئ، دا اصلاً سمه لاره نه ده. نېکمرغي او خوشحالي خپله په خپلو ځانو کي پیداکړئ او په خودخواهانه ډول ئې له نورو مه غواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي