کلتور او هنر

هند او د مسلمانانو د طلاق لانجه؛ حکومت په ۳ کاڼو طلاق ورکونکي په زنداني کولو ګواښلي

د هند دولت د یوه نوي فرمان له وضع کولو سره پرمسلمانانو د مېرمنو د طلاق په اړه قوانین جدي کړل .

مخکې دولت هڅه کوله، چې په دې اړه د پارلمان په تصویب یو نوی قانون وضع کړي، خو بریالی نه شو .

د نوي فرمان له مخې مسلمانان یوازې د درېیو کاڼو په اچولو سره خپلې مېرمنې نه شي طلاقولی؛ بلکې دوی به په قانوني ډول دا مسئله تعقیبوي.

د مجازاتو خبرداری
په نوي فرمان کې هغو مسلمانانو ته د مجازاتو خبرداری ورکړل شوی، چې له دې وروسته د اسلامي تګلارې ( درې کاڼو اچولو) په وسیله خپلې مېرمنې طلاقوي.

په دې اړه وار د مخه د هند سترې محکمې له خپل دولت سره همغږي ښودلې وه. محکمې په تېرمیلادي کال کې له هغې وروسته د طلاق له دغې بڼې سره مخالفت وکړ،چې یو شمېر مسلمانو ښځو مسلسلې مظاهرې وکړې.

دغو مظاهره چیانو له نارینه مسلمانانو څخه د طلاق د دا ډول یو اړخیز صلاحیت د اخیستو غوښتونکي ول.

د هند د عدلیې وزیر راوی شانکار ویلي، چې نوی فرمان یې د سترې محکمې د مخکیني دریځ پربنسټ صادر کړی.

د هغه په وینا هغه نارینه، چې له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، لږ ترلږه ۳ کاله به په بند محکوم شي.

د مودي ژمنه
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د مسلمانو ښځو له استازو سره په لیدنه کې وار د مخه ژمنه کړې وه، چې په دې اړه به یې غوښتنې عملي کوي.

مودي تېره میاشت یو ځل بیا پر خپلې دې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د عدالت تر بشپړ تامین او په دې برخه کې د پارلمان په تایید تر قانون تصویبیدو پورې به د ځانګړي فرمان په وسیله د مسلمانو ښځو د حقونو ننګه کوي.

د هندي مسلمانانو غبرګون
هند د ۱۸۰ میلیونه مسلمانانو هېواد هم دی، هلته دومره میلیونه مسلمانان د ټول یو میلیاردي نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي.

د هند یو شمېر سخت دریځو مسلمانانو د دغې پریکړې مخالفت کړی او ویلي، چې د هند صدراعظم او حکومت د مسلمانانو بدنامول غواړي.

دوی په پارلمان کې د خپلو استازو له لارې په دې اړه د جوړیدونکي قانون د مخالفت خبرداری ورکړی.

خو د هند حکومت ویلي، چې په دې اړه يې پریکړه یوازې له مسلمانو ښځو سره د خواخوږۍ پربنسټ کړې ده.

دوی دغه راز د طلاق ورکولو په اړه د مسلمانانو درې لفظي ټکي ظالمانه ګڼلي او ویلي، چې دا کار یې د اساسي قانون خلاف هم دی.

د نړۍ لویه دیموکراسي
هندوستان د نړۍ په لویې دیموکراسۍ مشهور هېواد دی . هلته د هندو مذهبو، سکانو، بودایانو، مسلمانانو ترڅنګ د ګڼو مذهبونو، ژبو، قومونو او توکمونو اړوند خلک اوسیږي.

هندوستان د ډېرې تنوع باوجود له دې كبله د نړۍ لویه دیموکراسي ګڼل کیږي، چې ټول قومونه او مذهبونه پکې یو بل زغمي او د اختلاف ټکي په قانوني لارو حل و فصل کوي.

له دې سره د هرمذهب او قوم په منځ کې سخت دریځه او اورپکي هم شته، چې وخت په وخت د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د تشدد لاره نیسي.

د هندوستان حکومت په دې وجه اندیښنه لري، چې ممکن سخت دریځه مسلمانان یې د وروستۍ پریکړې پرضد متشدد ګامونه واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند