بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

که د تخیل و ابتکار قوه نه لرئ؛ وې لولئ!

ژباړه: نوراحمد فضلي
حتمن به ځیني وخت داسي سوي وي چي په کارځای یا د تحصیل په جریان کي مو یو کار پر خپله غاړه اخیستی وي او بیا ئې د اجراء څخه ناهیلي سوي یاست. طبعاً طرحه جوړول سخت او ستونزمن کار دئ په ځانګړي ډول بیا هغه وخت چي بحث د بامفهومه طرحو وي چي باید په حقیقت بدل سي. خو ضرور نه ده چي ډېر هم اندېښمن اوسئ، ولي چي ډېر خلاق ترین کسان هم کله کله د ناهیلۍ سره مخامخ کېږي او نژدې وي چي له ورسپارل سوي کاره لاس په سر سي. په هر حال، داسي لاري چاري و روشونه سته چي په کارولو سره ئې کولای سئ خپل ذهن بیاځلي ژوندی او د تخیل قوه مو فعاله کړئ چي په بهترینو لارو چارو سره د هري ننګوني و ستونزي مخه ونیسئ او ورباندي غالب سئ. لاندي درته د تخیل و ابتکار د قوې زیاتېدو هغه ۱۰ لاري چاري ښییو چي ډېري آسانه و ساده دي:
استراحت وکړئ
هرکله چي پر کومه پروژه باندي زیات تمرکز لرئ، ستاسي ذهن دا فشار حسوي او په پای کي خورا بېلو و متفاوتو فکرونو ته رسېږي چي ستاسي سره د هدف په لاسته راوړلو کي هیڅ مرسته نه کوي. هرکله چي ځان د یوه کار په کولو باندي اړباسئ تر سټریس و فشار لاندي راځئ او سټریس هغه حالت دئ چي افراد ئې په هره بیه چي وي – له ځانه لېري کوي. که داسي احساسوئ چي هیڅ فکر و نظر مو ذهن ته نه درځي، تر لاس لاندي کار همدا اوس بس کړئ او استراحت وکړئ. د استراحت له پاره خلګ له بېلابېلو روشونو کار اخلي، ځکه نو تاسي هم هر هغه روش وکاروئ چي تاسي له سټریس راوړونکو افکارو یا پُر سټریس ځایه لېري کړي. وبه ګورئ چي په محضی بیرته راتلو سره مو څومره د تخیل و ابتکار قوت زیات سوی دئ.
مدیتیشن مه هېروئ
ځیني وختونه د هغو افکارو د زیات حجم په سبب چي ستاسي تر لاس لاندي کار/پروژې سره هیڅ ارتباط و اړیکه نه لري، ستاسي ذهن د جالبو و په زړه پوري نظریاتو پر تولیدولو قادر نه وي. سپارښتنه کېږي چي باید د مدیتیشن له لاري خپل افکار مرتب و منظم کړئ. یوازي دومره وکړئ چي یو آرام و خاموش ځای پیدا کړئ، کښېنئ او پر نیولي (کنټرول سوي) تنفس باندي تمرکز وکړئ او ذهن مو له ټولو غیرضروري افکارو پاک کړئ. ستاسي د شاوخوا محیط چوپتیا ستاسي سره مرسته کوي چي د خپل ذهن سره د اضافي افکارو په کمولو او پر ضروري هغو په تمرکز کولو کي مرسته وکړئ. هرڅومره چي لازمه بولئ ځان ته د مدیتېشن له پاره وخت ورکړئ چي په فعال ذهن و دماغ سره تر لاس لاندي کار/پروژې ته راوګرځئ.
یاداښت واخلئ
یوه غلطي چي ډېری کسان ئې کوي دا ده چي دوئ هېروي چي ذهنو ته جالب و په زړه پوري ورتلونکي نظریات باید یاداښت کړي. ځیني وختونه، دا فکرونه له داسي ځایه چي اصلاً ئې فکر هم نه کوئ ستاسي ذهنو ته درځي او دا معلومه خبره ده چي په هغه وخت کې تاسي د اجراء له پاره چمتووالی نه لرئ. ددې له پاره چي ډاډه اوسئ چي ذهن ته درتلونکي نظریات مو له لاسه ورنکړئ، باید دا د ځانو عادت جوړ کړئ چي همېشه د ځانو سره یو قلم و یوه کتابچه ولرئ چي وکولای سئ سملاسي له خپلو جالبو و په زړه پورو نظریاتو څخه یاداښت واخلئ. البته که علاقمند یاست کولای سئ چي له خپل هوښمند مبایل څخه هم د یاداښت اخیستلو په موخه کار واخلئ.
فهرست جوړ کړئ
ځیني وختونه د خلاقیت پر سر شته عمده مشکل دا وي چي د فرد په ذهن کي نظریات خو وي خو نه سي کولای یا نه پوهېږي چي کار له کومه ځایه را پیل کړي. ددې له پاره بهتره ده چي خپل نظریات د فهرستونو په شکل له هغو کارونو چي باید ترسره سي جوړ کړي. هر نظر کولای سئ چي پر څو مرحلو و خاصو برخو ووېشئ. د مثال په توګه، که چېري ستاسي څخه غوښتل سوي وي چي باید د یوه هیواد په اړه راپور چمتو کړئ د هماغه هیواد د پام وړ په زړه پورو ټکیو لکه آشپزي، د سیاحت اهداف، فرهنګ او نورو مواردو یو نوملړ چمتو کړئ او وروسته خپل راپور ورباندي چمتو کړئ.
مثبت فکره اوسئ
د خلاقیت دښمن، پر ځان د نیوکي کولو مخرب عادت دئ. دا کار په افرادو کي د خلاقیت د ودي خنډ ګرځي. باید همېشه انګېزه ولرئ او پر ځان د نیوکي کولو څخه پرهېز وکړئ. دا ډول انتقادي روحیه د خلاقیت و موثریت سره په ټکر کي ده. همېشه ځان ته ووایاست چي کولای سئ کوشش وکړئ څو په دې ډول مو پر ځان باور زیات سي او وکولای سئ چي نوي نظریات بیامومئ. پر خپلو محدودیتونو فکر مه کوئ او خپل تمرکز مو پر خپلو قوي ټکیو وکړئ.
توقعات مو اړخ ته کړئ
ستاسي د خلاقیت قوت له نورو یا حتا ځان څخه په تمه لرلو سره کمېږي. اضطراب په خاصه بیا د عملکرد په ډول کي – کلای سي خلاقیت په هماغه نطفه کي ووژني. که مو تمنیات و توقعات څنګ ته کړئ، د نورو د خوښ ساتلو له لازمي حس څخه راحته کېږي او په دې ډول خپل نوښت و خلاقیت ته رشد ورکوئ. یوازي په یاد ولرئ چي باید همېشه پر کیفیت باندي تاکید وکړئ او جزییاتو ته توجه وکړئ چي خلاقیت مو وغوړېږي. هرکله چي د اصلي موضوع پایله ستاسي تمرکز ونه اوسېږي، خپل تخیل ته د لا زیات بیان فرصت ورکوئ.
مطالعه وکړئ
د ذهن د چارجولو یو له بهترینو روشونو څخه مطالعه کول دي. کتاب، مجله، انټرنیټي لیکنه او ډېر نور چي ستاسي لاسرسی ورته سته – څو وکولای سئ چي خپل خلاقیت ته تازه روح ورکړئ. خو ټول افراد له مطالعې څخه خوند نه اخلي. که تاسي هم له دې ډول کسانو څخه یاست باید کوشش وکړئ چي په تدریج سره د ورځي په اوږدو کي څو لنډ وختونه مطالعې ته ورکړئ څو بالاخره د مطالعې سره مو عادت جوړ کړئ. بهتره ده چي د ورځي نیم ساعت د خپل خوښي وړ مطالبو مطالعې ته ورکړئ. له همدې مقالو و صفحو څخه ستاسي ذهن ته نوي نظریات درځي.
موسیقي واورئ
د خلاقیت قوې د فعاله کولو له پاره باید یو محرک شتون ولري او تر موسیقي نو کوم بل داسي د خوښي وړ محرک دئ؟ د ډېری کسانو له پاره د دوئ د خوښي وړ موسیقي اورېدل د دوئ سره مرسته کوي چي خپل تمرکز ترلاسه کړي. ویلو ته حاجت نسته چي ثابته سوې ده چي د موسیقۍ په اورېدلو سره پر اضطراب باندي غلبه کوئ او له نامطلوب وضعیته د وتلو په موخه حللاري پیداکوئ. خپل د خوښي وړ موسیقي کلکشن مو چمتو کړئ او د اړتیا پر وخت ئې اورئ.
سفر وکړئ
ځیني وختونه د خلاقیت د بیاځلي چارجېدو په موخه باید د سرعت پر تغییر سربېره د منظرې تغییر ته هم فکر وکړئ. د سفر په اړه د پام وړ ټکی دا دئ چي سفر مو د خپلي هوسایۍ له محدودې راباسي او تاسي ته ډېر فرصتونه درکوي چي وکولای سئ نوي و تازه څه کشف او تجربه کړئ چي دا خپله ستاسي سره ستاسي په خلاقیت و ابتکار کي مرسته کوي. دا سفر کېدلای سي لنډ او د اوونۍ په اخره کي وي او یا اوږدمهاله سفر؛ په دواړو حالاتو کي تاسي ته د دنیا د ناپېژاندو څیزونو څخه د خبرتیا و شناخت امکان درکوي چي ستاسي د تخیل د قوې د رشد سره مرسته کوي.
پلټنه وکړئ
هرکله چي د یوه خنډ سره مخامخ کېږئ، باید سملاسي ورته حللاره وپلټئ او هیڅکله د ستونزي له حله مه ناهیلي کېږئ. په دې جریان کي پلټنه خورا لوی کومک دئ، ولي چي ستاسي سره مرسته کوي چي پوښتني مطرح کړئ او بیا هغو ته د ځوابونو په لټولو کي د ځانو له پاره فرضیې تشکیل کړئ. همدا کار زموږ ذهن ته د فعالیت فرصت ورکوي او زموږ خلاقیت ننګوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي