کلتور او هنر له نړۍ

د تاج محل پېژندنه؛ دا یې تر ټولو مهم معلومات دي

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د هندوستان د تاج محل نوم به مو حتماً اوریدلی وي، تصویرونه او ویډیوګانې به مو هم لیدلې وي، خو په اړه به یې پوره نه پوهیږئ.

د نړۍ یوه مشهور کس د تاج محل په اړه ویلي: نړیوال پر دوه برخو وېشل شوي: هغوی چې تاج محل یې لیدلی او هغوی چې تاج محل یې نه دی لیدلی.

په دې مطلب کې به یې مهم معلومات درسره شریک کړو.

د جوړیدو لنډ تاریخ

تاج محل د نړۍ له اووه ګونو عجایبو څخه ده. دغه محل د مغولي پاچا شاه جهان لخوا خپلې ایرانۍ معشوقې ممتاز ته د ډالۍ په توګه جوړ شوی.

شاه جهان په ۱۴ کلنۍ کې پر ممتاز مېن شو، چې وروسته یې واده ورسره وکړ.

دې عاشقانه جوړې شاوخوا ۱۸ کاله ګډ ژوند وکړ، تر هغې چې ممتاز د څلورم زیږون پر وخت مړه شوه.

د ممتاز له مړینې یو کال وروسته امپراتور شاه جهان د تاج محل مقبرې د جوړولو کار پیل کړ.

د تاج محل معماري

د شته تاریخي شواهدو له مخې، د تاج محل جوړول د شاه جهان د ډېر غم څرګندونه کوي.

د دغې مقبرې د جوړیدو کار په ۱۶۴۳ کې پيل او نیږدې ۱۰ کاله وروسته پای ته ورسید.

پر دغه محل هغه وخت تر ۳۲ میلیونه هندي کلدارو پورې لګښت شوی، چې د نن ورځې په حساب لسګونه میلیونه ډالره کیږي.

د تاج محل له بشپړیدو وروسته د پاچا زوی ویجاړونکی کورنی جنګ د دې لپاره پیل کړ، چې له پلار څخه پاچاهي واخلي.
دا کار د دغه محل د کار د لا دوام مانع شو.

د تاج محل طراحي

ایرانیان ادعا لري، چې دغه محل د یو شمېر ایراني معمارانو او انجینرانو لخوا طراحي شوی.
خو نور تاریخ پوهان وایي، چې دا کار د مغولي امپراتورۍ مغولي طراحانو کړی.

دا هم ویل کیږي، چې تاج محل د هندي، ایراني، ترکي او اسلامي معمارۍ ګډ ترکیب دی.

دا هم ویل شوي، چې د روم او اروپا له معمارۍ څخه په دغه طراحۍ کې استفاده شوې ده.

د تاج محل د مقبرې مرکزي ساختمان په سپینو او نیمه شفافو مرمرو جوړ شوی.

د دغه محل په منځ کې د ممتاز او شاه جهان مقبرې دي، چې په خورا قیمتي ډبرو پوښل شوي.

یو بل جالب ټکی دا دی، چې تراوسه پورې د ورځې په مختلفو وختونو کې له لمر او سیوري سره د تاج محل مقبرې رنګ مختلفو بڼو ته بدلیږي.
دا د دغه محل منحر به فرد ځانګړنه ګڼل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق