افغانستان سوله سیاست

د پاکستان دښمن او طالبانو سره د اړیکو مدعي؛ تادین خان قضایي ادارو قهرولی

لیکنه: بشر درویش

له پاکستان او طالبانو سره په دښمنۍ د مشهور شهید افغان قومندان جنرال عبدالرازق ورور جنرال تادین خان، چې اوس د هغه پر ځای د کندهار امنیه قومندان دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پاکستان ته د ګواښونو ترڅنګ د جنرال رازق د قاتلینو، له طالب مشرانو سره پر خپلو اړیکو، سولې بهیر، د کندهار پر امنیت او دغه راز طالب سره د دښمنۍ او پر وړاندې یې د عدلي او قضایي ادارو پر نرمۍ غږیدلی.
یاران وېب پاڼه یې دلته د مرکې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي:

کورنی ماحول او دندې ته غاړه ایښودل
تادین خان وایي کورنۍ یې له جنرال رازق څخه مخکې د وطن لپاره نورې قربانۍ هم ورکړي.

هغه وایي یو بل ورور، پلار او دوه ترونه یې هم شهیدان شوي.

جنرال رازق میاشتې وړاندې د کندهار ولایت مقام کې د والي د یوه ساتونکي له لورې ووژل شو

د تادین په وینا په یوه نظامي ماحول کې لوی شوی؛ کور یې هوایي ډګر ته نیږدې و او له ماشومتوبه یې د توغندیو لګیدل پر دغه ډګر ننداره کړي.

دی په دې اړه، چې په کوم ډاډ یې د کندهار غوندې ولایت امنیه قومندانۍ ته غاړه ایښې، وویل چې ورور یې د امنیت ساتنې یو ښه چوکاټ جوړ کړی او هر څوک چې د ولس له ملاتړه برخمن وي، په دغه چوکاټ کې په ډاډه زړه قومنداني کولای شي.

د جنرال رازق قاتلین او غچ اخیستنه
تادین خان وایي د ورور وژنه یې هسې طالبانو ته په نوم شوه، کنه دا کار نورو هېوادونو کړی.

هغه په کنایه پاکستان یادوي او وایي د ورور غچ به ترې واخلي.

دی د ورور د قاتلینو په اړه نور معلومات نه ورکوي، خو وایي د افغانستان له ملي امنیت ادارې سره یې شریک کړي.

دی د غچ اخیستو خبره ګې پاکستان یادوي، چې له هغه هېواده به د ورور غچ اخلي.

تادین خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا غچ اخیستل به رسنیز هم کړي کنه؟ وویل: پاکستان به یې خپله پر تلویزونونو وښیي.

د کندهار امنیه قومندان مني، چې جنرال رازق د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم عملیاتونه لرل او اوس دا لړۍ ټکنۍ شوې.

له دې سره هغه ټینګار کوي، چې د جنرال رازق لارې او دریځونو ته به دوام ورکوي.

د جګړې د کرښې سړی
جنرال رازق له نورو ګڼو افغان جنرالانو په دې جلا یادیده، چې د جګړې د میدان سړی و او د سرتېرو په زړونو کې یې ځای درلود.

تادین خان وایي ده هم د سرتېرو خوا نه ده پریښې، هرځای یي ګډ عملیاتونه ورسره کړي او کوښښ یې کړی چې د دوی زړونه وساتي.

د دې ترڅنګ هغه په کندهار کې د پولیسو خیالي تشکیل او په ځینو سیمو کې د پولیس قومندانانو فساد یوه ستونزه یادوي او د حل د هڅو خبره یې کوي.

له طالبانو سره اړیکې
تادین خان وایي که جنرال رازق ژوندی وای؛ د طالبانو د کوټې شورا تر ۵۰ پورې غړي به یې راوستي وای او په ټاکنو کې به یې هم د دوی ملتیا کړې وای.

دی وایي دی هم له طالب مشرانو سره اړیکې او راشه- درشه لري.

تادین خان کندهار ته د یو شمېر طالب مشرانو د کورنیو د ستنولو خبر ورکوي او زیاتوي، چې هغوی ته یې په حکومت کې دندې هم وړاندیز کړي.

د طالبانو وېشنه
تادین خان طالبان په دوه ډلو وېشي، یوه ډله هغوی یادوي چې پاکستان یې کورنۍ ایسارې کړي، نومونه یې ور بدل کړي او جبرا جګړه پرې کوي.

دی له هغوی سره د اړیکو یادونه کوي، خو بله ډله هغوی یادوي چې د پاکستان د استخباراتو مزدوران دي.

تادین خان د وینې توییدو خلاف دی، خو وایي که څوک لېونتوب کوي او د نورو د وژلو لپاره میدان ته کیږي، تر ژوندي نیول کیدو یي مرګ غوره ګڼي.

د شخصي زندانونو ردول
د تادین خان ورور جنرال عبدالرازق په کندهار کې په زورواکۍ او د شخصي زندانونو په لرلو تورن و، خو تادین خان دا تورونه ردوي او د ای ایس آی خبره ورته وایي.

شمشاد سره د مرکې لینک:

پر عدلي او قضایي نظام نیوکې
د کندهار امنیه قومندان پر عدلي او قضایي نظام نیوکه لري، چې هم د فساد او هم د ډار له وجې طالب جنګیالي په سمه سزا نه محکوموي.

د ده په وینا د دغو جنګیالیو زر خوشې کیدو هغوی ته مورال ورکړی.

تادین خان وایي د عدلي او قضایي ادارو داسې چلند د نظام ملا ماتوي.

هغه وایي له خپله اړخه د دغو ادارو مسولینو ته ډاډ ورکوي، چې امنیت به یې ساتي، خو دوی دې طالب جنګیالي په اعدام محکوم کړي.

دی دا هم وایي، چې له دې اخوا که دا مسولین په خوب کې ډاریږي، د ده ډاډګیرنه به ورته ګټه ونه کړي.

د خبرداري باوجود مرکه
څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه مخکیني وزیر امرالله صالح له ټاکل کیدو سره پولیس چارواکو ته امر وشو، چې له رسنیو سره مرکې او سیاسي موضع ګیرۍ نه شي کولای.

له هغې وروسته تادین خان ممکن لومړنی امنیه قومندان وي، چې له دې امره سرغړونه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي