بریا او پرمختګ ژوند بڼه ګټه وټه وزش او تمرین

هغه څه چې د طبیعي ښکلا تر لاسه کولو لپاره کولی شو.

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ټول هڅه کوو ښکلي ښکاره شو، خو ډېری کسان بیا پر ځان له کچې ډېره خواري کوي داسې چې ان له پېژندګلوۍ وباسي.

پر دې باور اوسئ، چې ښایسته یاست. پر ښکلا باور، خپله ښکلا زېږوي. طبیعي ښکلا ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار د یوه متعادل غذایي رژيم درلودل دي. د یوه متعادل غذایي رژیم تر څنګ ورزش کول مو ښکلا یو پر دوه کوي، خو کېدای شي ځینې یې توان ونه لري، ځکه دا هر څه لګښت ته اړتیا لري. نو که په کلپ کې د ورزش کولو لپاره پیسې نه لرئ، له ملګرو سره پلي و ګرځئ او یا هره ورځ لږ تر لږه د خپل کور شاوخوا سیمه کې د سهار لخوا منډه وکړئ.

پوستکی مو په ښکلا کې پوره ونډه لري
څېره مو چې څه ډول ده هغسې یې ومنئ. دا زده کړئ چې د مخ پوستکی مو په همدې ډول چې دی، ومنئ او مینه ور سره وکړئ. ان هغه وخت چې لا پاک هم نه وي او سرو کار مو له خاورو او دوړو سره وي. د پوستکي د شفافوالي او ښکلا لپاره له طبیعي توکو څخه کار واخلئ. هغه مېوې چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي او وېټامین ډي لري د پوستکي له ښکلا او شفافوالي سره مرسته کوي. د سهار لخوا مو مخ پر یخو اوبو ومینځئ او له داسې مینځونکو توکو ګټه واخلئ چې په ترکیب کې یې الکول شتون ونه لري. د مخ د مرطوب ساتلو لپاره له پوره طبیعي توکو څخه کار واخلئ.

د طبیعي ښکلا لپاره مو لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله غاښونه مسواک کړئ او یا د غاښونو له کریمو ګټه واخلئ. ځکه په سپینو غاښونو مسکا ښکلا لا زیاتوي. د ژاولو ژول هم د غاښونو او خولې په پاکوالي کې در سره مرسته کوي. لږ تر لږه په کال کې دوه ځله د غاښونو ډاکټر ته ورشئ او خپل غاښونه چک کړئ. د دې لپاره چې د غاښونو سپینوالی مو ساتل شوی وي د رنګ لرونکو نوشابو د څښلو پر مهال له (نی) کوچني پیپ څخه کار واخلئ.

سینګار مه کوئ
سینګار مو د پوستکي ښکلا له منځه وړي.
د څېړنو له مخې اوسني ګڼ سینګار توکي، چې نن سبا ورته د جوړونکو شرکتونو لخوا پراخ کمپاین کېږي په لنډ او اوږده مهال کې د پوستکي د خرابېدو لامل کېږي.

ورزش وکړئ
ورزش د انسان د ښکلا او روغتیا لامل کېږي. خپلې روغتیا ته باید پام وکړئ او ځان له روحي سکنجې څخه وساتئ. پام مو وي هغه خواړو ته چې پر تلوزیون اعلانېږي او ورزشي کلپونه یې ملاتړ کوي، هېڅکله هم تاسو ورته اړتیا نه لری. یوازې په دې اړه فکر وکړئ، چې کوم ورزش مو خوښېږي. ولې پر ورزش ټینګار کېږي. ورزش هغه که هر ډول وي، د بدن د ټولو غړو د حرکت لامل کېږي، نو کولی شئ منډه وکړئ، پلي وګرځئ، بایسکېل وځغلوئ. نو همدا اوس یې پیل کړئ.

په کافي اندازه خوب وکړئ
کافي خوب مو پوستکی تازه ساتي.
خوب! خوب! او خوب! خوب په طبیعي ښکلا کې ځانکړی رول او ځای لري؛ هغه څه چې موږ او تاسو ورته هېڅ ارزښت نه ورکوو. خپل خوب منظم کړئ او له خوب مخکې هغه خواړه او یا څښاک مه کاروئ، چې په ترکیب کې یې کافئین موجود وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران