خوندیتوب روغه سټه

تبه د انسان په وجود کې څنګه پیدا کیږي او څرنګه یې مخه ونیسئ !

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

روغتیا هغه څه دي چې هر انسان یې تمه لري، خو کله نا کله له ډېر ځان ژغورلو سربیره انسان ناروغ شي، چې د هرې ناروغۍ پیل له تبې کېږي.

۱- تبه څه ده؟
تبه د ناروغیو مور ګڼل کيږي، همدارنګه تبه یوه طبي اصطلاح ده چې د بدن د تودوخې د لوړیدلو معنې لري.
انکلیسي ژبه کې تبې ته ( Fever او Pyrexia ) وايي. تبه معمولاً عضویت ته د انتان یا مایکروب د ننوتلو په پایله کې رامنځته او د انتاني ناروغیو یوه وصفي علامه بلل کیږي.

۲- تبه څنګه پیدا کیږي؟
ډاکتران وايي د بدن نورماله داخلي تودوخه ۳۷ درجه د سانتي گراد ده چې د تبې په وخت دا درجه پورته کیږي.
تبه کیدای شي خفیفه، متوسطه او یا هم شدیده واوسي. تبه د انتان په مقابل کې د عضویت یو فزیولوژیک غبرگون دی چې له عضویت څخه دفاع کوي.
همدارنګه کله چې د انسان بدن د انفیکشن یا میکروب په مقابل کې ځواب یا عمل ښیي نو تبه مینځ ته راځي، په خاص ډول د وایروسي ناروغیو لکه ریزش، ستنوني، سینې، ملاریا، سینه بغل، د ادرار یا بولو سیسټم، ګرمۍ وهل، لمر وهل او د درملوعکس العمل په نتیجه کې هم تبه مینځ ته راځي.

۳- د تبې نښې نښانې دا دي:
– کله چې د بدن حرارت تر ۳۹.۴ درجه د سانتي ګرید یا ۱۰۳ درجې د فارنهایت څخه لوړ شي. د سردرد، د روښناتیا په مقابل کې حساسیت، د غاړې شخوالی او یا ریزش، ګرمکې یا داني پر بدن ښکاره شي. دروندوالي، ګنګسیت ولرئ، ساه اخستل یا تنفس کول درته مشکل شي، نو پوه شئ چې ډیر زر به تبه وکړئ.

۴- د تبې د کموالي لپاره دا کارونه وکړئ:
– تبه د بدن حرارت له عادي حالت څخه لوړوي، نو لامبل، یا د سر او پښو لمدول او یا په نرۍ جامو اغوستلو سره مو بدن یخ وساتئ او د حرارت مقابله وکړئ.

– تبه د بدن اوبه کموي، پر تبه د برلاسۍ له پاره اوبه یا د جوس او سوپ په څېر د نورو مایعاتو څښاک زیات کړئ.

– د دې لپاره چې تبه مو کمه شي، لږ آرام وکړئ، ځکه د تبې پر مهال کار کول د بدن حرارت زیاتوي چې دې سره تبه کې هم شدت راځي.

– پاراسیټامول paracetamol کوم چې د ګولۍ او شربتو په شکل موجود دی په خاص ډول د سردرد، غوږدرد، د عضلاتو د درد او تبې لپاره استعمالیږي، هغو کسانو ته تر نورو درملو ښه دی چې د معدې مشکل لري

– همداراز که له تبې سره د ستوني درد، یا غیر عادي خارښ، له رڼا سره حساسیت، د غاړې درد، دوامداره کانګې، د تنفس ستونزې او یا د د تشو متیازو سوزش مل و، دغه مهال اګر که تبه سخته هم نه وي باید ډاکتر ته مراجعه وشي..

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي