سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

روان میاشت کې د ۱۰ اوریزو سیالیو پیل او په کې د ۱۲ افغان لوبغاړو لوبیدل

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ د تیز ترینه فارمټ ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ په روانه نوامبر میاشت کې پيلیږي.

دغه ۱۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د لمړي ځل لپاره تیر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، دویم پړاو پیلیدو ته یې یوآځې ۱۵ ورځې پاټې دي.

ګډون کونکې ۸ لوبډلې (پښتون، پنجابي لیجنډز، کراچینز، نورترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کیراله کینګز) په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې پښتون، کراچینز، راجپوټز، کیراله کینګز) او په دویم ګروپ کې پنجابي لیجنډز، نورترن ویریرز، مراتا اربینز او بنګال ټایګرز لوبډلې شاملې دي.

د «ټي ټين» په نوم دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې تیر ځل له افغانستان څخه اضغر افغان، محمد نبي عیسی خیل، دولت ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان ولوبیدل، خو سږ کال دویم پړاو کې به دا ځل ۱۲ افغان لوبغاړي د بېلابیلو لوبډلو لخوا ولوبیږي، چې پکې شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځي، محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، شراف الدین اشرف، مجیب ځدران، ظاهر خان، شاپور ځدران او قیس احمد شامل دي. 

محمد نبي عیسی خیل، مجیب ځدران د بنګال ټایګرز، شهزاد محمدي، قیس احمد د راچپوټز، راشد خان، نجیب الله ځدران، حضرت الله ځاځی د مراتا اربینز، سمیع الله شینواری د کراچینز، ګلبدین ناییب، شراف الدین اشرف، شاپور ځدران د پښتون او ظاهر خان د پنجابي لیجنډز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

د کرکټ دغه ۱۰ اوریزه سیالۍ به د روانې نوامبر میاشتې په ۲۳ مه نېټه په رسمي ډول پیل او د همدې روان ۲۰۱۸ م کال وروستۍ ډیسمبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې به د ۱۲ ورځو لپاره دوام وکړي.

له دې وړاندې د کرکټ سیالیو تیز ترینه ډیری ۲۰ اوریزه لیګونه د بېلابیلو هېوادونو لخوا جوړ شول، خو تیر کال د لمړي ځل لپاره د ۱۰ اورنو سیالیو لیګ ترسره شو، چې د کرکټ لوبې د یو شمیر بهرنیو مبصرینو په وینا دغه ډول سیالۍ د ټیسټ کرکټ لپاره یوه ضربه ده، ځکه چې ډیری مینه وال به له دې وروسته یوآځې تیز کرکټ خوښوي او له ټیسټ کرکټ سره به یې علاقه کمه شي.  

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی