سپورټ نړیوال کرکټ

په ټي ټېن لیګ کې د کراچیئنز په نوم ولې پاکستان اعتراض وکړ؟

د عربي متحده اماراتو په لس اوریز سوداګریزکرکټ لیګ کې د کراچیئنز لوبډلې په نوم د پاکستان کرکټ بورډ انتقاد کړی او د هغه د بدلېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د کراچینز نوم ریښه په کراچۍ ښار پورې تړاو لري او دا دوسیه باید دلته وتړل شي.

ښایي پاکستاني کرکټ بورډ دا نوم په دې وجه بدل کړی وي، چې کراچۍ یواځې د یو ښار نماینده ګي کوي؛ خو سِند بیا د دغه ښار ایالت دی، اوس د کراچیئنز لوبډلې نوم په همدې وجه بدل شوی، چې لوبډله د ټول ایالت نماینده ګې وکړي نه د یو ښار.

کراچینز لوبډله د ټي ټېن لیګ له اتو لوبډلو څخه یوه وه، چې سږ کال په دغه لیګ کې لوبېږي او د لیګ د پیل لوبه یې له راجپوت لوبډلې سره ترسره کوله؛ خو نوم یې کراچینز نه بلکې په سندیز بدل شو.
دا سیالۍ د نومبر په ۲۱ مه د چهارشنبې په ورځ یعنې پرون پیل شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې کراچینز یو عام نوم نه دی او یواځې یو ښار پورې محدودېږي؛ نو باید بدل شي؛ نو اوس دا نوم بدل شو او سندیز ته واوښت.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، نوم باید عام وي، لکه څنګه چې پښتون لوبډله یا کېرالا کېنګز او داسې نور دي.

تېره اونۍ د سِند سترې محکمې د یو تلویزیون او یوې راډیو نشرات ځکه وتړل چې هغوی د کراچینز لوبډلې په اړه نور تبلیغات ونه کړي.

د سِند سترې محکمې دا اقدام ځکه وکړ، چې دلته د پاکستان سوپر سوداګریز کرکټ لیګ کې یوه لوبډله د کراچۍ کېنګز په نامه ده.

د کراچۍ کېنګز لوبډلې شکایت وکړ، چې باید د ټي ټېن لیګ لوبډلې نوم بدل شي.

سلمان اقبال چې د کراچینز لوبډلې مشر روزونکی او د ټي ټېن لیګ پخوانی مشر و هغه ته هم ویل شوي وو، چې نوم باید بدل شي.

اوس موافقه شوې ده، چې کراچینز لوبډله به نه نوم، نه لوګو او نه هم د کراچۍ وروستاړی یا مختاړی کاروي.

د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې په پاکستان کې د ټي ټېن لیګ په نشرولو په همدې وجه بندیز لګولی و، چې د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ سره یې د نوم په سر لانجه وه؛ نو ځکه یې د لوبو په نشرولو هم بندیز لګولی و.

اوس په متحده اماراتو کې پاکستانی مېشتی سوداګر شاجی الملک، چې د ټي ټېن لیګ مشر یا چېئرمېن هم دی، بېرته له پاکستان څخه غوښتي چې د ټي ټېن لیګ خپرولو ته پاکستان کې اجازه ورکړي.

د ټي ټېن لیګ مشر ویلي، چې مونږ به د کراچینز نوم بدل کړو؛ خو پاکستان دې د ټي ټېن لیګ نشر ته په دغې خاوره کې اجازه ورکړي.

د دې لوبډلې نوم په داسې حال کې بدل شو، چې د ټي ټېن لیګ د پرانېستې لوبه یې د راجپوت لوبډلې سره د چهارشنبې په ماښام په خپل نوي نوم سندیز سره پیل کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې