خواړه روغه سټه

که بوره ونه خورئ، ډیره ګټه به مو کړې وي

د خوږې (بورې) په اړه به مو آن له ماشومتوبه اوریدلي وي، چې میندې خپل ماشومان ترې لا له اوله منع کوي. خو ددې ټولو سره سره د بورې او خوږو خوړل د ماشومانو او لویانو یو عادت ګرځیدلې او زړه يې ترې نه صبریږي.

د شمالي کارولینا پوهنتون د یوې څیړنې له مخې هر عادي انسان د ورځې په اوسط ډول ۳۰۰ کالوري له بورې څخه لاس ته راوړي. ۲۰ سلنه خلک د ورځې ۷۰۰ کالوري انرژي له هغه خوړو او خوږو څخه راوړي، چې بوره ورګډه شوي وي.

له خالصې بورې نیولي بیا تر کیک او کلچې پوري او ان تر مستو پورې خلک بوره استعمالوي او خوري يې.

خو ډاکتران وايي، چې که بوره ونه خورئ او یا د بورې خوراک راکم کړئ، نو ګڼې ګټې به وکړئ.

ډیر بوره خوړونکو کسانو ته به د بورې پریښودل په لومړي سر کې لږ سخت وي. هغه خلک چې بوره ډیره خوري او بیا يې خوراک پریږدي، نو په لومړیو څو ورځو کې به ورته ناراحتي، پریشانې او څه خپګان پیدا شي؛ خو په اوږده مهال د بورې نه خوړل ځینې مهمې ګټې هم لري.

که بوره ونه خورئ:

۱ـ زړه مو قوي کیږي.

ډاکتران وايي، چې د زیاتې بورې خوړل په وجود کې د انسولین اندازه زیاتوي، چې ورسره د وینې فشار او د زړه زربان لوړیږي او اندیښنه او سټریس هم ډیروي.

په څو اوونیو کې به د ال ډي ال کلسټرول اندازه ۱۰ سلنه راکمه شي، او له ۲۰ نه ۳۰ سلنه د ګلسرین اندازه ورسره کمیږي. د بورې نه خوړل د وینې فشار هم کنټرول ساتي.

۲ـ پوستکی به مو صفا وي.

د بورې خوړل د پوستکي ژوندي نسجونه او حجرې زیانمنوي او په مخ او د بدن په نورو برخو اکین (تیرسرۍ) او یا دانوکۍ پیدا کوي.

څیړنې ښيي، چې که د بورې خوړل پریږدئ، نو تازه، نازک او ځوان پوټکی به ولرئ.

۳ـ د ډیابټیس (شکر) ناروغۍ مخه به مو نیولي وي.

که بوره ونه خورئ، نو د شکر ناروغۍ په مخنیوي او کنټرول کې به مو مرسته کړې وي.
ډاکتران وايي، هغه خلک چې تر ۱۷۵ کالوري بوره خوري، ۱۱ سلنه زیات احتمال دی، چې د شکرې په ناروغۍ اخته شي.

۴ـ ښه خوب به ولرئ.

د بورې نه خوړلو بله فایده داده، چې که بوره ونه خورئ، نو خوب به مو ښه وي.
څیړونکي وايي، چې که بوره ونه خورئ، نو د ورځې له مخې به تازه او خوشاله وئ او د شپې له مخې به ښه خوب ولرئ.

۵ـ حافظه به مو قوي وي.

د بورې نه خوړل خافظه او یادښت ځواکمنوي. یغنې که بوره وخورئ، په مغزو کې د مفاهمې او یاداښت نوې حجرې پیدا کیږي چې ورسره د انسان د حافظې او یاداښت سیستم لوړیږي.

۶ـ وزن په بایللو کې مرسته کوي.

د بورې نه خوړلو بله مهمه ګټه داده، چې وزن ورسره کمیږي. یغنې هغه څوک چې بوره نه خوري، د وزن زیاتیدو مخه به يې نیولی وي.

که یو کس د ورځې ۲۰۰ کالوري بوره کمه کړي، په ۵ یا ۶ میاشتو کې به يې ۱۰ پونډ وزن کم کړی وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */