روغه سټه

بدن مو ډیر خوله کیږي؟! څه وکړئ؟!

اوړی په رارسیدو دی. د هغوې چې وجود ډیر خوله کیږي، حتمن به ورته خپه وي. خو نه دې خپه کیږي؛ موږ ورته یو اسانه حل لاره لرو، چې په عملي کولو سره به يې له دې تکلیف څخه وژغورل شي.

۱ـ د اوړو سوډه دا کار په اسانه کولای شي.
دوه درې کاشوغې سوډه په تړمو اوبو کې منحل کړئ او لاسونه او پښې له اوبو څخه په ډک تش کې کیږدئ او یا هم بدن پرې پریمنځئ. ۱۵ دقیقې يې پریږدئ، بیا ځان کنګال کړئ. دا کار که څو ځلې تکرار شي، وجود مو خوله مو تر ډیره کمیږي.

۲ـ یخې اوبه.
ښې یخې اوبه پیدا کړئ او مخ و پښې او لاسونه پرې پریمنځئ. که په دوامدار ډول دا کار ترسره کړئ، نو وجود به مو خوله نه کوي.

۳ـ مالګه او لیمو
لیمو او مالګه سره ګډه کړئ. په لاسونو او پښو يې ومږئ. کله چې په بدن پورې وچ شوه، ويي مینځئ. دا چاره هم له تاسې سره مرسته کوي، چې له بدن څخه د ډیرې خوله تویدنې مخه ونیسئ.

۴ـ تور چای
د تور چای څو پوړۍ په خپلو خوله شو لاسونو کې ومږئ. هر ۳۰ دقیقې وروسته دا کار وکړئ. او یا هم داسې وکړئ، چې د تور چای څو پوړۍ (پاکټه) په ګرمو اوبو کې واچوئ او بیا يې له اوبو څخه وباسې او په لاسو او پښو پورې ومږئ. دا کار هم د خولې په بندولو کې لویه مرسته کوي.

۵ـ د رومیانو جوس
د رومیانو روب (جوس) هم دا کار په اسانه کوي. هره ورځ لږ د رومیانو جوس وڅښئ او یا يې هم په خپلو لاسونو پورې کړئ. د وجود خوله به مو ورسره کمه شي.

۶ـ کچالو
کچالو ترازې ترازې (غوڅ غوڅ) کړئ او بیا يې په خپل پوستکي یغنې په لاسونو او پښو ومږئ. پریږدئ، چې پوستکې مو د کچالانو اوبه جذب کړي، بیا یې پریمنځئ. دا چاره هم د وجود څخه د خولې د تللو ستونزه تر ډيره کموي.

د خولې د مخنیوي لپاره، مساله لرونکو (ترخجنو) خوړو او کافین لرونکي څښاک څخه مطلق ډډه وکړئ.
ددې سربیره فزیکي تمرین هم د وجود څخه د ډیرې خولې تللو مخنیوی کوي.

البته په اوړې کې ډیرې اوبه وڅښئ څو ددې ټولو تدابیرو سربېره د خولې سره د وجود د اوبو د کمي مخه ونیسئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */