ادبیات سرسکالو کلتور او هنر

ټولنپوه خوشحال ( سوات نامه) – مصطفی سالک

ټولنپوهنه د ټولنې پوهه ده ، ټولنه په یوه چاپیریال کې د ګڼو انسانانو ټولګه ده.
ټولنپوهنه ددغو انسانانو تر منځ شته اړیکي، ددغو اړیکو چاڼ ، اغیزمنتیا او نه اغیزمنتیا، د ارزښتناکو اړیکو په ګوته کول چې پرمختګ ته لاره پرانیزې، د ټولنو تر منځ اړیکي څیړل او ……… په پای کې د ټولنپوهنې لپاره بنسټونه او اصول جوړول ددغې پوهې په اډانه کې راځي.
سوات نامه د خوشحال اثر دی ، سوات ته تللی او پرې خبرې کوي، راځئ په تخیلي ډول ورسره ګام په ګام وګرځو، او وګورو چې خان بابا سوات څنګه احساس کړی او مونږ ته راپیژندلی دی، بله دا چې سوات به د هغه مهال د پراخې پښتونخوا یوه بیلګه کړو او وبه ګورو چې په تیرو څه باندې څلورو پیړیو کې مونږ څومره بدلون راوستی دی؟

خوشحال دسوات نا مې په پیل کې ښيي چې هغه مهال د بیلو لاملونو له کبله د پښتنو سیمو تر منځ راشه ، درشه ډیره ښه نه وه، د شاجهان واکمني یادوي وايي سوات له سرایه ( اکوړه خټک ) دیرش کروهه واټن لري، خو زه نه شم توانیدی چې ورشم ، هغه د سوات دریو څيزونو ارماني دي. خسرګنۍ یې چې یو ټولنیز ارزښت دی ، ښکاريې هم ټولنیز عادت دی چې تل دغه شوق ته وږی وي، او تر نرګس زاره، هوا یې هم د زړه د بڼ د ونو پاڼې په رقص راولي.دا چې هغه مهال خوشحال خان خټک د مغل پاچا شاه جهان لپاره اسونه ځغلول او یوسفزي باغیان وو ، نو خوشحال نه توانیده چې سوات ته لاړ شي. د خوشحال یوه میرمن ( د صدرخان خټک مور ) د سوات وه، وايي د مخالفت له کبله دی نه ولاړ او ملوخان د هغې ډولۍ ور وړه. چې دا خپلوي شوي بیا نو خوشحال سوات ته تللی او کلي په کلي او ولس په ولس ګرځیدلی دی.
په پیل کې یې څلور خواوې راښيي چې د یوې ټولنې حدود ټاکي او جوتوي چې جغرافیوي کرښې یې څه دي.

وشمال وته یې غر بلورستان دی
شرق کشمیر، غرب یې کابل او بدخشان دی
هندوستان وته تور غر لري بد غاښي
ورخاته پرې د لښکرو په غوغا شي
تر کابل نه یې هوا د اوړي ښه ده
د کابل هوا ترخه د ده خوږه ده
په هوا کې د کشمیر په اب ورنګ دی
حیف دا چې کشمیر ارت دی سوات تنګ دی

دا بیتونه د خوشحال د جغرافیه پوهنې لپاره ښې بیلګې دي، خو یو ټولنیزه ځانګړتیا یې هم بیان کړه او هغه دا چې کوم جنګیالي له دې لاري هند ته ځي نو لښکریان یې په غوغا اوړي یعنی دا چې ددې ټولنې خلک سرسخت جنګیالي دي چې تور غر او غاښي یې ورسره په دې کې مرسته کوي.
اوس هم ستونزمنه جغرافیه د یوې ټولنې لپاره ستراتیژیکه اړتیا لري ، لنډ د روسانو وخت ته وګورئ نه یې پنجشیر ونیو نه توره بوره ، او له نورستانه هډو خبر نه شول چې دا هم ګواکې د افغانستان یوه برخه ده.

غله دانه د یوې ټولنې بنسټ دی، چرته هم چې انسان میشت شوی ړومبی غم یې د کرکیلې خوړلی ، ښايي دا به له ادمه تر دې دمه د هرې ټولنې اړتیا وه د صنعت تر پیره مخکې پر مختللې ټولنه هم هغه وه چې غله دانه یې ډیره وه، غله دانه د انسان ړومبۍ اړتیا ده ، چې انسان له دې غمه وژغول شي نو بیا د هنر ، صنعت او ساینس پر لوري ګام اخلي.
سواتیانو که لښکرې درلودې ، او په ا رامه یې ژوند کاوه یو ستر علت یې د خوشحال په وینا دا وه چې سیند او ولې یې لرلې، هغه چې پخوا هم د تمدن بنسټونه بلل کیدل.

په هر کلي په هر کور کې یې ولې ځي
هم یې خوري هم یې هر لوري ته غلې ځي
کله کله په کې هسې ارزاني شي
چې په دوه تورو د شلو مهماني شي

چې سیند وي، چې ځنګلونه وي ، چې کښتونه وي ، باغونه او ولې وي مانا دا چې دا چاپیریال د چاپیریال پوهنې له مخه ښکلایز او روغتیايي ارزښت هم لري چې د یوې ټولنې د جوړیدو لپاره له لومړیتوبونو بلل کیږي. او خوشحال مو چې له سواته خبروي داسې مو خبروي چې دا هر څه راته ښيي.

هم سړې اوبه چینې لري هم واورې
نه په سوات باد سموم شته نه ګرد خاورې

د ټولنې د نظم لپاره حکومت او ملک اړین دی چې د قانون په پلي کیدا او نظم ساتلو کې مرسته وکړي، خو خوشحال وايي چې سواتیان د مغل واکمن شاه جهان د حکومت په وخت کې یاغي باغي وو، او نورې لښکرې هم ترې په غوغا تیریدې.
دغه مهال خوشحال د مغلو تر بند وروسته داسې وخت ورغلی چې هر ځای مغل او پښتانه غوښه چاړه دي ، خوشحال خان خټک په دغه مثنوي کې هغه ټول پښتانه قامونه یاد کړي چې په دغه زمانه کې مغول ضدي اویا مغول پلوي وو.

ورځ په ورځ فتح نصرت تازه تازه شي
کال په کال د ښو مغولو جنازه شي
اوه میاشتې یم په سوات کې ګرځیدلی
همه واړو دی عظیم سوګند خوړلی
ملکان به یې وخپل سوګند ته ګوري
په لښکر به همګي سره وښوري

دلته د ټولنې یو ارزښتناک اړخ مخې ته راغی او هغه دا چې دغه مهال په سوات کې مغولي واکمني نه ده ټينګه او د خوشحال په وینا بې ملکه د ملوکو کوه خانه ده خوشحال لښکر ټولوي دلته ښکاري چې د ټولنې دا نظم څنګه جوړ دی، پورته بیتونو کې وروستی بیت د ټولنیز او پوځي ځواک سرچینه په ګوته کوي چې هغه خانان ملکان دی خوشحال ډاډه دی چې ملکانو کوم سوګند خوړلی له کبله به یې سوات لښکر، لښکر شي.
دا ټولنیزنظام چې څه باندې ( ۴ ) پیړۍ مخکې یې خوشحال یادونه کړې لا هم د پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې ژوندی دی او لاهم خان ملک ټولنیزې او پوځي سرچینې دي خو په وروستیو کې یاغي وسلوالو ځواکونو په زرګونو سلګونو خانان ملکان ووژل ښايي ددغو قامونو تاریخ به ور معلوم و چې خانۍ ملکۍ یې داسې وځپلې، بله خوا افغان حکومت د خپلې سترې پروژې ( ملي پيوستون ) لپاره نوي ملکان جوړ کړل او د لرغوني سیستم د یبارغاونې او د کمزورو شویو ملکانو د پیاوړتیا لپاره یې هیڅ ونه کړل ، ویل دا غواړم چې دغه سرچینه بیخي په وچیدو ده او د ولس او حکومت پام غواړي.
د کومو سیمو ملکانو خانانو چې لښکرې کړې دي په پیل کې ړومبی نوم د مومندو اخلي چې ایمل خان مومند یې په سر کې روان و. بیا شینواري افریدي او صافي ستايي، وايي غلجیو هم روغه توره وهله، د خټکو پر اړه یې ویلي چې یو لک خټکو تورې پورته کړې وې ، او د خوشحال وینا ده چې نور یې پریږده باطل دي.
اوس تاسو وګورئ چې د ملکانو رول څومره مهیم وو خوشحال خټک خپل قام ته باطل وايي په دې معنی چې د مغلو پر ضد نه دي ولاړ او په مات زړه د یو لک پوځ خبره کوي دا چې روغ، روغ قامونه به په خپلو خانانو ملکانو پسې ولاړ وو حالت او شمار به یې څه و؟

د خټکو نه یو لک خټک شامل دي
نور خټک واړه تر اوسه لا باطل دي

ورکزي او بنګش یې غندلي او ښيي چې زړه یې ترې تک شین دی، یوسفزیو ورسره خپل غږ یو کړی و، خو جګړه یې نه ده کړې خو اوس چې سوات ته تلی ملکانو ورسره سوګند کړی چې مله یې دي.
خوشحال خان خټک د هغو لارو یادونه هم کړې چې له سواته ، بدخشان، هند، چترال ، پښتونخوا او نورو لوریو ته غځیدلي دي چې پوځي او سوداګریز ارزښتونه لري.
پورته مو ولیدل چې ټولنه د خانانو ملکانو په تړونونو ( سوګندو ) ولاړه وه او دغه یې د ملتیا یا نه ملتیا محک و ، خوشحال پورته یادونه وکړه چې سوات به لښکر ، لښکر شي، خو داسې ښکاري چې خوشحال زړه نا زړه دی او پوره ډاډمن نه بریښي ځکه چې وايي یوسفزي پر ژبه نه دي ولاړ په لږ څه خوشحال او په لږ څه خواشیني دي، په څرګنده نه وايي چې یوسفري ولې په خپلو سوګندونو نه ودریږي خو تر ژبې لاندې وايي علت یې مادر سالاري ( ښځمن واکمني ) ده.

خبردار کله په شرم په کرم دي
همګي عبدالزوجه عبد الدرهم دي
هم یې کبر، هم یې حکم هم یې ناز وړي
په هر څه کې د عورتو ساز نا ساز وړي

خو دویم څیز چې د خوشحال په شعر کې ښکاري هغه دادي چې یوازې زوجو ټولنیز نظام نه دی ګډوډ وډ کړی بلکې ( دراهم ) هم د خلکو د زړونو بوخڅکیو ته لاره موندلې ، همدغه فساد وو چې وروسته یې خوشحال خان په ډیر حسرت سره یادوي. او نزدې ټول پښتانه په دغه فساد کې ښکیل ګڼي:

خزانې د هندوستان دي را خپرې شوې
سره مهران دي ننوزي په کوهسار
خو ګورئ داد ښځو پر اړه یې چې کومه خبره کړې ده یو بل لطافت هم په کې نغښتې خوشحال نه وايي چې ښځه له ژونده وباسه وايي کبر ته یې مه پریږده نادوده حکم يې مه منه خو ناز یې حق ګڼي د یوه غزل بیت یې دی.

بې نیاز څه خبر له نازه چې ناز څه دی
ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ماکړه

ناز ځکه نه ردوي چې دا د مینې او کورني جوړښت د پرمختګ او پایښت لپاره ډیر اړین وي ، او چې ټولنیز کورني ارزښتونه خوندي نه شي ګرانه به وي چې کورنۍ دې بیا سالمه ټولنه جوړه کړي ، دا هغه ټولنیز ټکي دي چې ښايي هر څوک یې درک نه کړي خو د خوشحال بابا ورته پام دی.
په راروانو بیتونو کې خوشحال بابا ملایان هم له ښځو سره په فساد کې شریکوي.

یا یې شیخ ملا په مکر په افسون خوري
یا یې مال په خپل پردي مګر خاتون خوري

دلته یوه باریکي محسوسه ده ، هغه دا چې خوشحال په دي نه دی خفه چې ملا ته پیسې ورکول کیږي خفه په دې دی چې شیخ او ملا په مکر او جادو سره دا پیسې خوري یانې فساد دی.

ولور:

واده د ټولنې د ودانۍ لومړی بنسټ دی ، خوشحال خان خټک دا دود غندلی دی او علت یې هم ښودلی، چرته چې ولور نه وي تر ډیره د جینۍ کورنۍ د کوژدن کولو پر مهال د زلمي ، میړانې ، علم، کورنۍ او نورو مثبتو ارزښتونو ته پام کوي او په کومه ټولنه کې چې تله ولور شي هلته څوک دغو ارزښتنو ته نه ګوري بلکې چې هرچا ورته ډیرې پیسې ومنلې خپله لور هم هغه ته ورکوي. چې په داسې کولو سره یوه ټولنه په خامو بنسټونو دروي او د ټولنپوهنې له مخه باید دغه دود په منفي ارزښتونو کې واچول شي ، زیانونه یې څرګند شي ، پریښودل شي او ټولنیزې پرمختیا ته لاره هواره شي، او د سالمې ټولنې په نیت د سالمې کورنۍ بنیاد کیښودل شي. په سوات نامه کې راغلي:

سیوايي بډې ، د لور چې لوڼه پلوري
په دا څو توکه کې غرق دي مخ توري
په کم اصل په بد اصل نظر نه کا
د ټنګو په لالچ ، خور او لور واده کا

په پیل کې مو ویلي چې د خوشحال د ټولنپوهنې پر اړه غږیږو ورسره به دا هم ګورو چې د څه باندې ( ۴۰۰ ) کلونو په تیریدو سره پښتنه ټولنه تر کومه کچه بدله شوې ده.
د ولور په برخه کې هم هغه حالت دی، بد حالت نور هم خراب شوی، د خوشحال په زمانه کې هم اګاهان پوهیږي چې دغه راز ولور اخستل فقهي مهر نه بلکې د خویندو لوڼو خرڅول دي. اوس هم پښتانه په رسنیو کې چغې وهي چې ( ۱۰ ) لکه افغانۍ مهر نه بلکې د نجونو پلورل دي، خو نه هغه وخت چا ولور له چلنده وغورځو نه نن غورځیدلی دی.
او هغوی چې ( ۱۰ ) لکه ولور اخلي زلمي یې مجبور دي چې ځواني یوازې د ولور ګټلو ته وقف کړي، ودونه ځنډیدل ګڼ عیبونه لري ، بې واده ګرځیدل ګناه ته لاره هواروي، داسې وخت واده کوي چې د ځوانۍ او مستۍ جوش یې تیر وي
…….. ناوخته واده کوي د خپلې ځوانۍ یې تور ماښام وي او زامن لورګانې یې ماشومان پاتې وي او هغه خبره هم شته چې جلۍ والا په شریف او پوه ځوان پسې نه ګرځي بلکې د پیسو درنو بوخڅیکو ته یې سترګې وراړوي خو تر ټولو بده داده چې داد ښځو توهین او یو نا اسلامي عمل دی.
د تهذیب پر اړه وايي:

د ادب په کار کې هسې نه ناهموار دي
کشر مشر تور او سپین په یوه شمار دي

د مشرانو ادب کول ، خبره یې منل او اوریدل د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي د اریایانو د ژوندانه پر اړه مې په کوم کتاب کې دا لوستل چې ړومبی ، ړومبی یې څنګه ددې سیمې اصلي وسیدونکي له اریانا وویستل او دا یې په خپله خالصه جغرافیه واړوله ، ځواب یې دا و چې اریایانو د خپلو سپین ږیرو خبره منله او همدوی یې رښتیني ټولنیز مشران او پوځي قومندانان وو.
د مشرانو حکم منل ولې ګټور وي؟
د ځوانانو پریکړې تر ډیره عقلاني نه بلکې احساساتي وي، احساسات د کار پیل ګوري او پایله یې ورته نه ښکاري خو د مشرانو پریکړې عقلاني وي یعنی پیل ، تسلسل او پایله یې ټول ارزوي ځکه دا مشر سالاري د ټولنپوهنې له مخه خورا ډیر ارزښت لري.

دا هم یو اریايي دود دی چې لا هم زموږ په کلیو ولسونو کې خلک د مشرانو درناوی کوي او خبره یې مني.
تاسو وګورئ چې حضرت محمد صلی الله علیه والسلام ( ۴۰ ) کلن شو نو په پیغمبرۍ مبعوث شو.
د افغانستان اساسي قانون چې ولسمشرۍ ته ( ۴۰ ) کلني شرط کړی منطق یې د همدغه سنت پیروي بریښي.
افلاطون هم د ( ۴۰ ) کلنۍ عمر ښه عمر بللی او ویلي یې دي چې دغه وخت د انسان جذبات او احساسات سړیږي او انسان په سړه سینه سالم فکر کولی شي.
خو نن چې ګورو مشرانو ته د هغوی دغه دیني او ټولنیز حق نه ورکول کیږي خصوصآ په ښارونو کې.
دا یو بل څنګیز زیان هم لري او هغه دا چې په مشرانو نفسیاتي فشار ډیریږي او په راز، راز تکلیفونو اخته کیږي چې یقینآ د ټولنې د رغیدو او عقلاني کیدو مخه نیسي ، خیر چې په غرب کې د بوډا ،بوډۍ زنداني ژوند ته ګورو په خپل اوسني حال شکر وباسو.
شریعت:
دا سمه ده چې شریعت د اخرت دین دی، خو دا هم ده چې شریعت ددې دنیا لپاره راغلی ددنیا ژوند دې په رڼا کې تیر کړه چې اخرت دی ښه شي ، خو د خوشحال بابا له خبرو راوځي چې د هغه مهال سواتیان له دین سره جوړ نه دي خوشحال بابا بي عهده بللي دي خو یوازې په ژبه نه دریدل نه وو، نورې خبرې هم شته چې خوشحال د پښتنې ټولنې لپاره لکه زهر خطرناکې ګڼلي خپل ويي یې دا څرګندوي.

د بابا د مال یوازې میراث خور دي
نه په ترور دي نه په مور دي نه په خور دی
د شعر دویمه مصرع ذوالمعنی بریښي خو موږ به ترې دا مانا اخلو چې ښځو ته میراث او حق نه ورکوي، او دا سواتیانو ته د شیخ ملي ډالۍ وه دا لاڅه د شیخ ملي دفتر ټوله پښتونخوا اغیزمنه کړې وه، ددغه ټولنیز قانون له مخه چا ثابته ځمکه نه درلوده شونې وه چې یو پړاو کې په یوه سیمه کې ځمکه درکړل شوې وای او بل ځل په بله سیمه کې خو ښځو په کې حق نه درلود ځکه خو خوشحال بابا د خفي کفر نوم ورکړی و.

په سوات کې دي دوه کفره یو خفي دی بل جلي
یو مخزن ددرویزه دی بل دفتر د شیخ ملي

هغه ځمکه چې ددغه ټولنیز نظام له مخه چا ته ورکول کیده دوتر ( دفتر ) بلل کیده دا لنډۍ خو تر اوسه ان په فیسبوک کې هم لاندې باندې کیږي.

پخوا به کله کله غم و
اوس مې دوتر شو کروندې په کې کومه

ورپسې بیت یې دی:

چې د ورور یې جنازه په ګور کې کښیوځي
که رضا، که نارضا په وریندار پریوځي

چې دلته هم د ښځې حق خوړل شوی، یوه مقوله ده چې وايي که دیوې ټولنې او مدنیت عظمت کتل غواړې ، د ښځو ژوند یې مطالعه کړه، که د ښځو ژوند ښه وه حقوق یې ورکړل شوي وو بې شکه چې پرمختللې ټولنه او تمدن دی کنه ستایل یې نه دي په کار.
اقتصاد:
اقتصاد د یوې ټولنې د ملا تیر وي، اقتصاد تشه ډوډۍ نه ده، بلکې دا نظام له ډوډۍ پیلیږي او په سکون، علم ، فلسفه نړیوال کیدو، کلتور، هنر، او …. خوشحاله او سوکاله ژوندانه پای مومي ، خوشحال وايي چې سوات سیند، ویالې او چینې لرلې ځکه یې اقتصاد ښه و، بله دا چې هرلوري ته یې لارې لرلې،
ددغه جغرافیوي جوړښت تقاضا دا وه چې هند ، خراسان او نورو سیمو ته یې سوداګري پیل کړې وه ، خوشحال بابا وايي چې زر یې لرل خو په کارونه یې نه پوهیدل چې څه ورسره وکړي.

اسوده په مال وملک په زر دینار دي
ددنیا روزګار یې نه زده بد روزګار دي

د واک د سرچینو ټاکل:
خانان ملکان د ځواک سرچینې وې، خوشحال خان موږ ته دا خبره پريښې ده چې په هغه زمانه کې خاني ملکي په جود، کرم او توره وه، خو سواتیانو داسې خلک مشران کړي وو چې ورپسې به ډیر خلک ولاړ وو، چې کره منطق نه……… بریښي.

ملکان خانان یې کل واړه خران دي
عالمان شیخان یې واړه جاهلان دي
ملکي یې په کرم ده نه په توره
په دادواړه توکه مور ده باندې بوره
کار یې ځکه مسخره حبطه سپک دی
څوک چې زیات دی په تپه هغه ملک دی

دا چې خوشحال توره او سخا خانانو ته اړین شرطونه یاد کړي ماته یې ددرویش دراني بیت رایاد کړ، هغه وايي:

په داسې کلي کې درویشه کډه وا نه ړوي
چې خان یې توره او جومات یې مناره نه لري

مانا دا چې اوس هم د خان- ملا کمال توره ، سخا او دین دی.
خو مخکې مو وویل چې په ورستیو کې افغان حکومت او د هغوی وسلوالو مخالفانو دواړو د ملکۍ ارزښتونه بدل کړل، او داسې خلک رامخکې شول
چې نه د ملت لپاره توره را اخلي او نه ددین کار کوي دا نوي ملکان نه خو د مشرانو لاشعور لري، نه ورسره د خپلې خانۍ ملکۍ د بدنامیدو ډار شته او نه هم قانون ته ژمن دي لنډه دا چې اوسمهال خاني ملکي د واکمنې وسلوالې مافیا یوه برخه ده او بس.
د عالمانو حالت هم هغه دی، مانا دا چې ددین په برخه کې هم هسې یو چې ( ۴۰۰ ) کلونه مخکې وو.

چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا
هر حرام به په خپل ځان باندې روا کا
دا چې کنز قدوري ولولي اعلی دي
زیاتې شندې خو هغه کا چې ادنی دي
کښیني شرعه به کوي په رشوتونو
ځان قاضي کا په غلط روایتونو
وهرچاوته مسلې د سخاوت کا
خپله خونه ډکوي د بل غارت کا
د ا میا نور که د خنزیر غوښې روا کا
ملایان به باندې زر جوړه فتوا کا

اوس چې پام کوو ګورو چې له پیړیو مو زده کړه نه ده کړې بلکې هم هغه حالت اوس هم واکمن دی له دې مخه خپله ټولنه ولاړه ټولنه بللی شو.
فرقې!
پښتانه تل مسلمانان وو، خو سره له دې یې په شوق سره مذهبي او عرفاني تربګنۍ پاللي دي. د خوشحال په زمانه کې هم عرفاني او مذهبي اختلافونو خپلې جرړې غځولې وې ، خو خوشحال ته د اخون درویزه او بایزید روښان لانجې انتظار کوه تر دې مخکې خوشحال د اخون ملګری او د روښان خلاف و خو داسې ښکاري چې هغه مهال خوشحال خان خیرالبیان او مخزن السلام نه وو لوستي چې خیرالبیان یې ولوست له روښان سره نرم شو او مخزن او مخزنیان یې د کفر په فتوی ولمانځل.

رافضي یې په داسې اعتقاد کړم
په درست سوات یې په تکفیر په رفض یاد کړم
نامعقول مجهول بیان په کې بې ځایه
په کې بد د سید وایه یزید ستایه
د روښان خیرالبیان یې ولوستلی
د هغه په مضون نه و پوهیدلی
چا به وی چې دا اخون زمونږ امام دی
درست مخزن پرې نازل شوی په الهام دی

خو خوشحال ورته وايي:

درویزه نه مجتهد دی نه امام دی
دی هم خام، تاسو هم خام مخزن هم خام دی

د خوشحال خان جګړه د سني او شیعه جګړه وه، ځکه چې په مخزن کې یزید بې ګناه بلل شوی او له حسین سره چې څه شوي هغه دده تقدیر او اجل بلل شوی هغوی په خوشحال د کفر فتوی لګولې ځکه چې هغه پر اخون او مخزن فتوی لګولې وه خو د سوات نامې له مخه سواتیو صوفیانو او ملایانو مناظره وبایلله او ایله دې ته چمتو شول چې اخون درویزه په مخزن کې یزید نه دی ستایلی او نه مو دا ویلي چې مخزن الهامي کتاب دی.
اوس وګورئ هماغه جنګ او هماغه فتوی ده او پښتانه او افغانان په هماغو شعرونو یو بل کافر ګڼي او یو بل وژني ، په کورمه پاڼه چنار کې څه روان دي؟
په کوټه کې څه وشول، په کابل ، هرات ، هلمند او نورو سیمو کې څه وشول او څه کیږي . په دې برخه کې افغاني ټولنه د ( ۴۰۰ ) کلونو مخکې زمانې په پرتله بیخي وروسته تللی ده ، پخوا سني شیعه تر ډیره د خولې مناظره کوله او لږ وخت به داسې راغلی وي چې وسلې یې را خستې وي، خو زه چشم دید ګواه یم هلته چې سني او شیعه مسلمانان وسیږي په کورونو یې توپونه او توغندي لګولي دا لا څه چې همدا نن په خیرخانه کې وسلوال جومات ته ننوتل او د ځانونو په چولو یې خلک د عبادت پر مهال په وینو ولمبول دا تشدد هغه مهال چیرته و، خوشحال بابا به دا تصور هم نه و کړی چې یو وخت به شیعه او سنیان داسې جګړې هم کوي.
د خوشحال سوات پیژندنه او ټولنپوهنه یو پراخ بحث دی کیدی شي چې په کوم پوهنتون کې پرې د ټولنپوهنې کوم استاد تیسیز او کتاب ولیکي زمونږ ورته پام شو نو دا لږ څه مو ولیکل.

د پر شاتګ نه، د پرمختګ په هیله

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل