اقتصاد

ځنځیري پلورنځي څه ګټه کوي؟

ځنځیري پلورنځي په نړۍ کې ډېر مشهور دي، خو په افغانستان کې دغه سوداګري په ندرت ترسترګو کیږي. په دا ډول پلورنځیو کې د یوه واحد مرکزي مدیریت له لارې په یوه بیه، په مشخصو سیمو کې مشخص\متنوع توکي پلورل کیږي. د ځنځیري پلورنځیو یوه ښېګړه داده، چې توکي یې سټنډرډ او بیې یې ثابتې دي. د تولیدګر او لګښتوال ترمنځ درېیمګړي له منځه وړي او مستقیم پېر او پلور پکې کیږي.

په ځنځیري پلورنځیو کې هرڅه په حساب ترسره کیږي. د مشتریانو سپارښنې منل کیږي، د پلورکچې اوس او راتلونکې ارزول کیږي او د اړتیا پر وخت ژر پرېکړې کیږي. د ځنځیري پلورنځي نوم او برانډ د هغوی د شهرت لپاره کفایت کوي. پر ټلویزیون یې، چې اعلان خپور شي، له احمدشاه بابا مېنې یې تر خیرخانې پورې په ټولو سیمو کې خلک څانګې موندلای شي.

د وال مارټ په نامه د ځنځیري پلورنځیو امریکایی شرکت د نړۍ تر ټولو مشهور ځنځیري فعالیت دی. دغه شرکت په نړۍ کې ۱۱ لکه کارکوونکي لري او هرکال د ۴۰۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي پلوري. ټارګټ، کي مارټ، سرکیټ سیټي، بڅ، بینډ او داسې نور نړیوال ځنځیري پلورنځي هم شته، چې په خپلو کې سخت سره سیال دي.

ددغه شرکت ستراتيژي پر ټیټو بیو ولاړه ده. ټیټې بیې د مشتریانو لپاره مهمې دي.

ډېرځله تاسې وینئ، چې خلک په ټول بازار کې یوه مشخص پلورنځي ته ورځي او درګرده له توکو نه ټوکرۍ ډکوي. دا توکي نور پلورنځي هم لري، خو دا، چې په ځنځیري پلورنځیو کې د بیې، کیفیت او اعتبار له مخې ډاډمن دي، خلک ارزښت ورکوي.

د ډېری ځنځیري پلورنځیو مالکان د توکو تولیدوونکي نه دي، هغوی یوازې پلورونکي دي.

تاسې د خوراکي توکو له یوې فابریکې سره تړون کوﺉ، چې د کابل په ټولو ناحیو کې ځنځیري پلورنځي جوړوﺉ او توکي هم ټول د یادې فابریکې پکې پلورﺉ. فابریکه تاسې ته په بیو کې تخفیف درکوي او د توکو د انتقال لګښت او چارې هم پرغاړه اخلي. تاسې ته توکي تر نورو پلورونکو ارزانه پرېوځي او په دې ډول د خپلو توکو لپاره داسې بیې ټاکﺉ، چې له نورو ارزانه وي. دا څېز پخپله خلک دې ته اړ باسي، چې په هره ناحیه او سیمه کې ستاسې پلورنځي ته مراجعه وکړي.

په ځنځیري پلورنځیو کې معمولا په یوه بیه یو ډول توکي پلورل کیږي. که د شپې ۱۲ بجې مو د ږیرې ماشین په کار وي، په دې به ډاډه وﺉ، چې پلورنځی پرانېستی دی او ستاسې اړتیا وړ څیز هم ورسره شته دی.

ځنځیري پلورنځي متنوع او ځانګړي توکي دواړه پلوري. اوس ډېری دا ډول پلورنځي د انفرادي او ځانګړو توکو پر پلورنې سربېره د مشتریانو د جذب او خوندي کولو په موخه متنوع توکي هم پلوري. عمده او پرچون دواړه کاره کوي. څومره یې، چې څانګې ډېریږي، هومره یې شهرت او د مشتریانو شمېر لوړیږي.

عمده پلورونکي اړ دي، چې د خپل پلورنځي لپاره په اعلان کې خلکو ته مشخص ادرس ورکړي، خو ځنځیري پلورنځي یوازې خپل برانډ او نوم تشهیروي او هرڅوک یې په خپله سیمه کې په اساني موندلای شي. د دا ډول پلورنځیو تر ټولو ښه اړخ دادی، چې هرڅوک ورتلای شی، هرڅه کتلای او بیه کولای شي، خو که ویې نه پیري هم څه باک نشته. د نورو پلورنځیو برعکس، چې « وایه څه دې په کار دي» خلک پېرلو ته اړ باسي، یا دوه سترګې یې په مشتري کې نیولې وي، چې اوس څه شی پېري، دلته هرڅوک خپل کار کوي، حساب خلاصوي او له پلورنځي وځي.

د ښې بیې په صورت کې خلک دې ته نه اړ وځي، چې ښار ته لاړ شي، وخت ضایع کړي او د موټر تېل ولګوي. هغوی لنډ د خپل کور په شاوخوا کې اړتیا وړ توکي پېري. ځنځیري پلورنځي له تولید سره مستقیمه اړیکه لري. څومره، چې ډېر، اړتیا وړ، با کیفیته او په ښه بیه او سټنډرډ تولیدیږي، هومره وده کوي. که چېرې اقتصادي وضعیت ثابت نه وي او پړسوب او اقتصادي او سوداګریز قوانین تل د تغییر په حال کې وي، پر ځنځیري پلورنځیو یې اغیز ډېر دی، ځکه هغوی خپل اوږدمهالي او لنډمهالي پلانونه په سمه توګه نه شي تنظیمولای. ۱۳ کاله مخې د طالبانو په وخت کې د افغانستان ملي عواید او سړي سرعواید کم ول، دغسې پلورنځي ګټور نه ول، خو اوس هغه وضعیت تغییر کړی او ګڼ خلک د عمده پلورنځیو پر لور ور مات دي او که د ځنځیري پلورنځیو درک هم ور معلوم وي، سر خامخا ور ښکاروي. د کابل مخ پر وده او عمدتاْ لوستی او معاش لرونکی ځوان نفوس ددغسې پلورنځیو تر ټولو ښه مشتري دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */