سپورټ نړیوال کرکټ

سنرایزرز حیدراباد لوبډلې نوی روزونکی وګماره

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د ۲۰۱۶ کال هند غوره لیګ اتلې، د راشد خان او محمد نبي اړوند سنرایزرز حیدراباد لوبډلې د انګلستان له اوسني مشر روزونکي ټریور بیلیس سره په راتلونکي پړاو هند غوره لیګ ای پي اېل کې د دې لوبډلې د روزونکي په صفت تړون امضآ کړ.

نوموړی به د تېرې اونۍ رخصت کړل شوي مشر روزونکي ټام موډي پر ځای د دې لوبډلې روزونه پر غاړه ولري.د موډي په رهبریت سنرایزرز حیدراباد ۲۰۱۶ کال د ټورنمېنټ اتله لوبډله شوه،خو ۲۰۱۸ کال کې بیا په پای لوبه کې ماته شوه.

د حیدراباد لوبډلې ادارې ویلي:

FB_IMG_1563768300144.jpg

“موږ له ټام موډي مننه کوو،چې نیږدې اووه کاله یې د حیدراباد لوبډله ډېره ښه رهبري کړه،د نوموړي د ښه کار پر اساس پینځه ځلې موږ دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.د موډي د زیار او هڅو قدرداني کوو.”

نوی پر دنده ټاکل شوی د حیدراباد لوبډلې مشر روزونکی ټریور بیلیس به له ایشیز سیریز وروسته،چې د انګلستان او اسټرالیا تر منځ معتبرې ټېسټ لوبې دي، د نړیوال جام له اتلې انګلستانۍ لوبډلې سره به خپل سفر پای ته ورسوي،ټریور د ۲۰۱۵ کال راهیسې د انګلستانۍ لوبډلې مشر روزونکی و او په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې یې په نادره توګه انګلستانۍ لوبډله اتلوالۍ ته ورسوله.

د دې تر څنګ په همدې هند غوره لیګ ای پي اېل کې ټریور د کلکته نایټ رایډرز روزونکی هم پاتې شوی،چې دوه ځلې یې اتلوالي ګټلې،د دې تر څنګ د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې هم د ټرویر تر روزنې لاندې سیډني تندرز لوبډلې اتلوالي تر لاسه کړې ده.

FB_IMG_1563768211996.jpg
۲۰۲۰ کال هند غوره لیګ کې به وکتل شي،چې د راشد او محمد نبي اړوند سنرایزرز حیدراباد لوبډله د ټریور تر روزنې لاندې څنګه لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی