سپورټ نړیوال کرکټ

سن رایزرز حېدر اباد به خپل د تیر کال کپټان لومړیو لوبو کې ونه لري

د نیوزیلېنډ مشر روزونکي ګېري سټيډ ویلي، چې کېن ویلیمسن نه شي کولای د آې پي ایل سیالیو په لومړیو لوبو کې له حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شي.

سټیډ ویلي چې د کېن ویلیمسن کیڼه اوږه له بنګله دېش سره د دوهمې ټېسټ لوبې پرمهال ټپي شوې او نه شي کولای چې د حېدراباد لوبډلې لپاره لومړیو لوبو کې ولوبېږي.

تېر ۲۰۱۸ کال کې د اې پي ایل سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو، چې حېدر اباد لوبډلې په وروستیو کې ماته وخوړه او چېنای لوبډلې اتلولي یوړه.

په دغه ټورنمنټ کې کېڼ ویلیمسن تر ټولو زیاتو منډو جوړوونکی توپ وهونکی و.

تېر کال په ډېوېډ وارنر بندیز و او د حېدراباد لوبډلې لوبډلمشري کین ویلیمسن واخېسته.

سږ کال ډېوېډ وارنر بېرته حېدراباد لوبډلې سره ملګری کېږي او ښایي لوبډلمشر هم شي.

د کېن ویلیمسن روغتیایي معایناتو څخه معلومېږي، چې د هغه په چپه اوږه کې ستونزه شته او ښایي ژر ونه رغېږي.

د آې پي ایل سوداګریزې سیالۍ د مارچ په ۲۳ مه نېټه چې د شنبې ورځې سره برابره ده، د شپې له خوا د چینای سوپرکېڼګز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ پېلېږي.

ویرات کولي به د ډوني پر وړاندې بخت وازمایي.

د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې مشرانو ویلي، که کېن ویلیمسن د لوبو منځ کې یو ځای کېدای شي، مونږ یې اخلو او کنه پر ځای به یې بل کلیدي لوبغاړي ولوبېږي.

سږ کال آې پي ایل سیالۍ په اته لوبغالو ترسره کېږي، په دغه پړاو آې پي ایل کې به اته لوبډلې ولوبېږي او چینای سوپر کېنګز لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د آې پي ایل لوبو مهالوېش
چینای سوپرکېنګز لوبډله د بنګلور پر وړاندې د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۳ مه نېټه مخ کېږي، د مارچ په ۲۴ مه نېټه حېدراباد د کلکتې پر وړاندې ماسپښین مهال مخ کېږي.

ممبيي لوبډله د ډیلي کپېټل لوبډلې پر وړاندې، ماښام مهال دا لوبه هم په ۲۴ مه نېټه ترسره کېږي.

په ۲۵ مه نېټه راجستان لوبډله د پنجاب پر وړاندې لوبه کوي، د مارچ په ۲۶ مه ډیلي او چینای لوبډلې لوبه کوي، د مارچ په ۲۷ مه نېټه کلکته له پنجاب لوبډلې سره لوبه کوي، د مارچ په ۲۸ مه نېټه بنګلور لوبډله له ممبيي سره مخ کېږي، د مارچ په ۲۹ مه نېټه حېدراباد د راجستان سره لوبه لري، د مارچ په ۳۰ مه نېټه پنجاب له ممبيي سره بخت ازمایي.

د مارچ په ۳۰ مه نېټه دوهمه لوبه بیا د ډیلي او کلکتې لوبډلې ترمنځ صورت نیسي او د مارچ په ۳۱ مه نېټه حېدراباد د بنګلور پر وړاندې لوبېږي او ماښام مهال بیا راجستان له چینای لوبډلې سره لوبه کوي.

د اپریل لومړۍ نېټه ډیلي د پنجاب پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي، د اپریل په دوهمه نېټه راجستان د بنګلور پر وړاندې، د اپریل په دریمه نېټه ممبي او چینای لوبډلې لوبه کوي، د اپریل په څلورمه نېټه ډیلي د حېدراباد پر وړاندې لوبه کوي او د اپریل په پنځمه نېټه بنګلور د کلکتې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

دا د لومړیو ۱۷ ورځو لپاره مهالوېش او نور مهالوېش به بیا د آې پي ایل چارواکو او هندي کرکټ بورډ له خوا اعلانېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی