سینما او موسیقي

هندي سینما ته د ځوانو ستورو راتګ؛ د دیول زوی هم را روان دی

د هندي سینما د نوموتي فلم ستوري سني دیول زوی هم بالیوډ سینما ته د ورتګ لپاره په چمتووالي بوخت دی.

د بالیوډ سینما پخواني مشهور لوبغاړي دهرمندر درې زامن سني دیول، بوبي دیول او ابهي دیول په فلم نړۍ کې په کار کولو بوخت دي او دا ځل یې لمسي کرن دیول هم نیت کړی چې د هندۍ سینما برخه شي.

سینما ته د نوموړي راتګ خبر يې پلار په خپل انسټاګرام اکونټ خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې زوی یې کرن دیول د خپل لومړي فلم (پل پل دل کې پاس) څخه فلم نړۍ ته راځي، سني دیول په خپل دغه انسټاګرام پوسټ کې د خپل زوی د راتلونکي فلم تصویر هم خپور کړی.

د پوسټر تر څنګ سنی دیول لیکلي؛ د یوه پلار په حیث خوشحاله دی او ویاړي هم چې د خپل زوی د فلم پوسټر تصویر خپروي.

نوموړی د خپل زوی کرن لپاره نیک هیلي څرګندې کړي دي او ویلي دي چې له نن څخه وروسته یې سینمايي سفر پیلېږي.

د جیو نیوز د خبر له مخې، د کرن دیول د لومړي فلم پل پل دل کی پاس د فلم لارښود به هم خپله سني دیول وي.

سني دیول د فلم (پل پل دل کې پاس) د تفریح څخه دک یو میني محبت ډکه کیسه یاده کړې ده د کوم لپاره چې دی هیله لري چې دغه فلم به ډیر خلک خوښ کړي او یو کامیاب فلم به ثابت شي.

په فلم (پل پل دل کی پاس) کې د کرن دیول تر څنګ فلم ځوانه لوبغاړي سحر بمبا هم مرکزي رول لري.

د فلم نوم د مشهور فلم ستوري دهرمندر د ۱۹۷۳ فلم (بلیک میل) د مشهورې سندرې پل پل دل کې پاس څخه اخیستل شوی او غوره شوی.

د یادولو ده چې تېر کال بالیوډ کې، د مړې شوې اداکارې سري دیوي لور جهانوي کپور او د شاهد کپور ورور ایشان کپور د فلم دهړک له لارې فلم نړۍ ته قدم کېښود په داسې حال کې چې د سیف علي خان لور هم د فلم کدرناتهـ له لارې فلم نړۍ ته راغله او تود هر کلی یې وشو.

اټکل داسې دی چې دهندۍ سینما مشهور فلم جوړونکی کرن جوهر به د جهانوي کپور بله خور خوشي کپور هم روان کال فلم نړۍ ته راولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی