ټولنیز ژوند کلتور او هنر

سني لیوون د هندوستان سیلاب ځپلو ته مرسته استولې

لیکنه: شریف شاهین

د بالیووډ نوموتې ستورې سني لیوون د هندوستان په کرالا ایالات کې د سیلاب ځپلو کورونیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.

په دغه مرسته کې، چې وریجې او دال شامل دي، وزن يې ۱۲۰۰ کیلو ته رسي.

سني لیوون د مرستې په اړه، پرون په خپل انسټګرام لیکلي:
“هلیمنده یم، چې نن به زما خاوند (دانیل) او زه وکولای شو، چې د کرالا د سیلاب ځپلو او اړمنو خلکو څخه يې یو کم شمیر ماړه کړو. زه پوهیږم، چې دا دومره شی نه دی، خو زه هیله لرم، چې له دې ډیره مرسته وکړای شم.”

د یادونې ده، چې په ممبيي کې د کرالا سیلاب ځپلو لپاره د مرستې یو صندوق جوړ شوی، چې پکې د بالیووډ ځينو نورو ستورو هم کومک کړي او لا هم مرستي ټولوي.

Pic: Daily Express

تر دې وړاندې، امیتاب بچن ۵.۱ میلون هندي روپۍ مرسته په کرالا کې اړمنو ته استولې وه.

رندیف هودا او ځینې نورو سینمايي ستورو هم تر خپلې وسې مرسته په سیمه کې اړمنو ته لیږلې ده.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي نن (شنبې) وویل، چې تر اوسه پورې دغلته د سیلابونو له امله ۲۶۵ کسان وژل شوي او ۳۶ نور نادرکه دي. شاو خوا ۸.۶۹ لکه خلک له سیمې ویستل شوي او د ۳.۹۱ لکه کورنیو، کورونه او مالونه غرق شوي دي.

Pic: Hindustan Times

د هندوستان ایالاتي حکومت وايي، چې د هرې زیانمن شوې کورنۍ سره به په لومړي سر کې د ۱۰ زره هندي روپيو نغدي مرسته وکړي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، ټول هندوستان د کرالا د خلکو په څنګ دی، او د هغوې په غم شریک دی.

Pic: Business Today

په کرالا کې د شاو خوا یوې اوونۍ مسلسلو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي. دا اوروښتونه د اګست په اتمه پیل شوي. اوس په سیمه کې باران دریدلی او حکومت له کورونو او کوڅو خړې او ګند پاکوي. په دغه ایالات ټول اسنادونه، صنعتي فابریکې او ودانۍ زیانمنې شوي. حکومت اوس د سیمې د خلکو لپاره د مالوماتي ټینکالوژۍ پر مټ، دوباره بانکې اکونټونه، او نور اړین اسناد ویشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین