کلتور او هنر

پریا پرکاش له سني لیوني مخکې شوه !

اعلان

د انټرنیټ تر ټولو لوي پلټونکي ګوګل په هندوستان کې ډېر لټول شوې خلک چې په ۲۰۱۸ کال کې ډېرو خلکو پسې پلټنه کړې اعلان کړل.

د ګوګل له لوري تر ټولو ډېرو لټول شویو کې د هندي سېنما ځوانه ستورې پریا پرکاش نوم لومړی دی.

سني لیوني

د حرانتیا خبره دا ده چې پريا پرکاش د څو کلونو راهیسې په لومړي نمبر کې زیات لېدونکې سنی لیوني وروسته کړې.

پريا پرکاش:


د ګوګل لخوا په خپاره شوه نوملړ کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هندوستان کې ډېر پلټول شوي خلک یې په ډاګه کړي، فلم ځوانه ستورې پریا پرکاش په لومړي نمبر ده چې ډېر پلټل شوې.

پریا ځوانه فلم ستورې ده، چې په یوه فلم کې د سترګک وهلو له امله یې شهرت ومونده او شاید همدا لامل هم وي چې زیاتو خلکو یې په ګوګل کې لټون کړی دی.

نک جونز: 

نک جونز او پریانکا

په حیرانوونکي ډول هندیانو روان کال په دویم نمبر کې امریکایي سندرغاړی نک جونز زیات په ګوګل کې سرچ کړی دی.

نوموړي د پریانکا چوپړا سره کوژدنه وکړه او ترې وروسته یې واده هم په همدې کال کې وکړ همدا لامل دی چې شاید په دې کال کې زیاتو خلکو یې د لیدلو هڅه کړې.

سپنا چوهدري:

سپنا چوهدري

د تېر کال د هندوستان د ټلویزیون د مشهور پروګرام بګ باس د ۱۱ پړاؤ غړې او د هندوستان د هریانا ایالات یوه نڅاکوونکي سپنا چوهدري په دریم مقام کې هندیانو ډېره لټولې ده.
د بګ باس پروګرام کې د ښې نڅا له امله چوهدري د یوه عادې ډانسرې څخه په یوې مشهورې نڅاګرې بدله شوه.

پریانکا چوپړا:

پریانکا چوبړا

د ښکلا د سیالیو پخوانیو ګټوونکي او د هندوستانۍ سېنما مشهوره ستورې پریانکا چوپړا هم په ګوګل کې ډېره لټول شوې مېرمنه ده.
نوموړې د بالیوډ تر څنګ په هالیوډ یا انګلیسې فلمونو کې هم کار کړی چې یې یو لامل شاید په هالیوډ کې کار کول یا د نوموړې واده وي چې په روان کال کې یې د امریکایې سندرغاړي نک جونز سره وکړ.

انند اهوجا:

انند اهوجا

د بالیوډ د تکړه ستوري انیل کپور زوم او سونم کپور خاوند انند اهوجا هم بهارتیانو په ګوګل کې ډېر لټولی.
انند اهوجا په فلمونو کې کار نه کوي، خو مېرمن یې د فلمونو اداکاره ده، شاید همدا لامل وي چې زیات خلک یې لیدلو ته لېواله ول.

سارا علي خان:


د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان مشره لور سارا علي خان هم هندیان په ۲۰۱۸ کال کې په ګوګل کې ډېره لټولې ده.

نوموړي د لومړي ځل لپاره په فلم کې کار وکړ او لومړی فلم (کیدرناتهـ) یې څو ورځې وړاندې ریلیز شو، ممکن همدا لامل وي چې د لومړي فلم له امله زیاتو خلکو په ګوګل کې سرچ کړي وي.

په ترتیب سره سلمان خان، میګهن مارکل، انوپ چلوټا او بوني کپور په ګوګل کې زیات پلټل شوي خلک دي.

خو عجیبه یې دا ده چې د تېرو کلونو ډېره لېدل شوې او پلټل شوې مېرمن او فلمي ستورې سني لیوني اوس په لسو ډېرو سرچ شویو کسانو کې نشته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی