ټولنیز ژوند سیاست

سویسۍ سیاستوالې: د جنسي ځورونو په پرتله ټولنیزو شبکو نه ډېر تنګ یوو

د سویس یو شمېر ښځینه سیاستوالو ویلي، چې د هېواد په پارلمان کې یې په ځلونو ـ ځلونو ورسره شوې جنسي ځورونه هغومره ورته سخته نه وه؛ لکه د ټولنیزو شبکو نه چې څومره په تنګې دي.

انلاین نظرپوښتنه
دا مسئله د یوې انلاین نظر پوښتنې په وسیله، چې په سویس کې د ښځينه سیاستوالو په اړه شوې، برسیره شوې ده.

په دغه نظر پوښتنه کې ښځينه سیاستوالو شکایت کړی، چې پخوا پخپلو کارځایونو او له هغې ډلې په پارلمان کې له جنسي ځورونې سره مخ وې، خو اوس د وخت له ډیجیټالي کیدو سره دا ځورونه هم ډیجیټلي شوې ده.

له دې نظرپوښتنې وروسته د اروپا مشهورې خبري شبکې «یورو نیوز» د دې مسئلې په اړه نور جلا بحثونه کړي.

خلکو ته دروغجنه ښکارم!
د ښځو یوه فعاله یولاندا اشپیزـ هاګلین وایي، په ټولنیزو شبکو کې یې خلک له دې کبله د جنسي تېري د پېښو په اړه د څرګندونو په تړاو دروغجنه ګڼي.

نوموړې ګیله لري، چې د ټولنیزو شبکو له لارې ورته خلک پيغامونه استوي څو د نا ثابتو کړو دغو قضیو له کبله بښنه وغواړي.

له تلویزوني مرکې وروسته
د ښځینه حقوقو یوه بله فعاله آمانډا ګاویلانز وایي، یو ځل په ۲۰۱۳ کې یې د یوې تلویزوني خپرونې پرمهال د پوځي لابي ګرۍ خلاف په یوه تلویزوني بحث کې برخه لرله.

د دې په وینا له تلویزوني بحث څخه وروسته یې له پوسټي صندوق څخه یو لیک ترلاسه کړ، چې پکې دې او کورنۍ ته یې سپکاوی شوی و.

هغه وایي، له دې پېښې وروسته تر۲ میاشتو ذهناً سخته نارامه وه او د دې نارامۍ د ختمولو لپاره یې د دوستانو ډاډګیرنو اغېز نه پرې کاوه.

د نوموړې په خبره، په ۲۰۱۷ کې یې د تلویزوني مرکې پرمهال د مخ پټولو په اړه د ښځو له حقه دفاع وکړه، چې دا کار ورته د انټرنیټ له لارې د «فاحشې » ترحده د سپکو سپورو ویلو سبب شو.

د ټولنیزو رسنیو غړیتوب خپل توهین ګڼم!
د سویس یوه بله ښځینه سیاستواله آدا مارا وایي، د ټولنیزو شبکو له لارې دومره توهینه شوې، چې اوس فکر کوي په دغو شبکو کې غړیتوب لرل یې د ځان توهینول دي.

هغه د خپل تېرکال یو فیسبوکي پوسټ یادوي، چې له کبله یې زرګونه کنځل ورته وشول او خلک ورته سخت وپاریدل.

دغه سیاستواله ګیله لري، چې که د دې په شان نظریات د نارینه وو له لورې څرګند شي، په دغه بڼه به سپکې سپورې ورته ونه ویل شي.

د سویس قوانین څه وایي؟
د سویس د قوانینو له مخې د خبرو یا لیک په وسیله د چا ځورونه په څو کټګوریو وېشل کیږي.

یوه کټه ګوري داسې ده، چې د دغې ځورونې قربانیان تر ۳ میاشتو پورې له ځورونکي څخه شکایت کولای شي.

د دوی شکایت د کارپوهانو او قاضیانو لخوا څېړل کیږي او ځورونکي ته نقدي یا حبسي سزا ورکول کیږي.

د ښځو د حقوقو فعالان اوس پر دې کار کوي، چې د دغو ځورونو عاملینو ته په قوانینو کې د نسبتاً جدي سزا زمینه برابره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند