زده کړې سیاست

سیاست زده کړه؛ بریالی سیاستوال

لیکنه: ياران

ژباړن: عطا محمد میاخېل

آیا فکر کوئ، هغه څه چې په یوه بریالي سیاستمدار باندې د بدلېدو لپاره اړین دي، لرئ؟ داسې کسان، چې نه پوهېږي، که چېرې اړینه موقعه او مقام یې لرلی، نو څه به یې کړي وو، خو ډېر کم شمېر کسان دي، چې د موکې او ځای د ترلاسه کولو په صورت کې بریالي کېږي. لاندې هغو ۹ ټکو ته اشاره کوو، چې په بریالي سیاستمدار باندې د بدلون لپاره، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته کوي:

۱ ـــ پوه شئ د څه لپاره خدمت کوئ
باید خلکو ته خدمت وکړئ، نه د خپل ځان لپاره، دولت باید سازمان موندونکی او ګټور وي، دا تاسو پورې تړاو لري، چې خلکو ته د خدمت لپاره، کومه لاره ټاکئ، خو هر څه چې وي، نو باید د قانون پربنسټ وي.

۲ ـــ د ډېرو خلکو په وړاندې د وینا مهارتونه وروزئ
په لویو مراسمو کې، لکه: ښاري غونډو کې خبرې وکړئ، دغه راز له هغو کسانو سره خبرې وکړئ، چې هره ورځ ورسره مخامخ کېږئ، لکه د لویو پلورنځیو له خاوندانو سره، یا له هغو کسانو سره خبرې وکړئ، چې په لویو کتارونو کې ستاسو ترڅنګ درېږي، له بېوزله خلکو سره خبرې کول تمرین کړئ او وبه وګورئ، چې اروایي فشار او ژور خپګان مو ډېر ژر کمېږي.

۳ ـــ د ټولنې له ټولو افرادو سره، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې په داسې مقام کې شتون لري، چې کولای شي، له تاسو سره په دولتي دنده کې مو مرسته وکړي، اړیکه ټینګه کړئ.

۴ ـــ له ورځنیو چارو څخه خبر واوسئ
په دې کې ملي او نړیوال خبرونه شامل دي. نړیوال سیاستمداران باید په نړۍ کې چې څه تېرېږي، ترې خبر وي، نو د ټلویزیون خبرونه په بشپړه توګه وګورئ او وایې ورئ او دغه راز ورځپاڼې هم له یاده مه باشئ.

۵ ـــ له تېر څخه درس واخلئ
که چېرې له تاریخ سره مینه او لېوالتیا نه لرئ، د سیاست په درد هم نخورئ. تر ټولو غوره سیاستمداران هغه کسان دي، چې د خپل هېواد د پخوانیو رهبرانو له غلطیو، ماتو او بریاوو څخه ښه درک او تجربه ولري.

۶ ـــ ځان هغو کارونو ته وقف کړئ، چې هڅه کوئ ترسره یې کړئ
که چېرې لېوالتیا ونه لرئ، موخې ته د رسېدو لپاره، که له خپل ټول توان څخه کار هم واخلئ، نو بریالي به نه شئ. دغه راز باید نورو ته دا ثابته کړئ، په هغو وختونو کې چې داسې تصور کوئ، د کار ترسره کولو لپاره نوره اړینه لېوالتیا او انګېزه نه لرئ، باید په ځان کې انګېزه او لېوالتیا ووینئ.

۷ ـــ نوي مهارتونه ترلاسه کړئ
په داسې فعالیتونو کې ګډون وکړئ، چې له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو په ځان کې د سیاست او ډیپلوماسۍ هنر را منځته کړئ. د وینا او خبرو اترو مهارت هم زده کړئ.

۸ ـــ له هغو څخه چې بریالي شوي، درس واخلئ
د ولسمشرانو او بریالیو سیاستمدارانو ژوند لیکونه مطالعه کړئ، ترڅو ووینئ، چې ستاسو باورونه او نظریې د کوم ځای په درد خوري او له سیاسي پروسو سره ډېر آشنا شئ. دا کسان په ټاکنو کې بریالي شوي دي او پوهېږي، چې بریا ته د رسېدو لپاره څه وکړي.

۹ ـــ له کوچني څخه یې پیل کړئ
لومړی له کوچنیو سازمانونو سره یې پیل کړئ، وروسته ایالتي غونډو او مقامونو ته ورسېږئ. بله لار داده، چې پوځ ته داخل شئ او یو دروند افسر شئ، که اوس هم ښوونځي ته ځئ، نو د خپل ټولګي مبصر یا مدیر شئ، له خپلو ټولګیوالو سره خبرې وکړئ، ترڅو د هغوی له ستونزو او اندېښنو څخه خبر شئ، دا کار کولای شئ، په سیمه ایزو ټاکنو کې هم ترسره کړئ. هرڅه ستاسو په تجربې پورې تړاو پیدا کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران