بریا او پرمختګ

۹ خویونه، چې ټول بریالي کسان یې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د بریالیو کسانو ورځني عادتونه:
آیا تر اوسه مو د خپلو عادتونو په اړه فکر کړی دی؟ آیا دې ته ځیر شوي یاست، چې بریالي کسان کوم عادتونه لري او کوم عادتونه نه لري؟ یو واقعیت شتون لري، هغه هم دا دی، چې ټول بریالي کسان په حیرانونکې توګه منظم دي، دې ته هغه پوهان متوجه شوي دي، چې دا افراد یې ارزولي دي. په حقیقت کې د بریالیو کسانو ورځني عادتونه داسې دي، چې په ډېر احتمال سره نور کسان یې نه لري، غوره ده، چې دا سریزه ډېر ژر پای ته ورسوو او په اصلي موضوع باندې خبرې وکړو او وګورو، چې بریالي کسان کوم عادتونه لري. له یاران سره واوسئ:

۱ ـــ د خپل کار په اړه اضافي مطالعه لري
یو له بریالیو مدیرانو څخه وایي: زه معمولاً تل له ماښام څخه وروسته، له خپل وخت څخه یو ساعت د خپلې دندې او کار په اړه مطالعې ته ځانګړی کوم. دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو وکولای شم د هغه صنعت په اړه خپل لید او پوهه پراخه کړم، په کوم کې چې کار کوم او یو باسواده مدیر شم، چې د ویلو لپاره ډېرې زیاتې خبرې لري، سربېره پردې له ما سره مرسته کوي، ترڅو د یو ټولي د مدیر په توګه، کله چې له خپلو کارمندانو او همکارانو سره د کاري چاپېریال په اړه یې خبرې کوم، د هغوی د کاري موضوعاتو په اړه معلومات ولرم او ترې خبر واوسم.

۲ ـــ یو ورځنی ژورنال جوړوي
د بریالیو کسانو یو له ورځنیو عادتونو څخه دا دی، چې یو ژورنال جوړوي او په هغه کې دا مشخصوي، چې خوښېږي یې ژوند یې په څه ډول مخته لاړ شي. دا ژورنال له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو په هغه کې خپلې موخې ولیکي او وکولای شي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اړینې ستراتیژیانې مراعات کړي او سربېره پر دې، ژورنالونه او یا د یاددښت کتابچې د ناڅاپي نظریو د یاددښت کولو لپاره، تر ټولو غوره او مهمې وسیلې دي، چې ذهن ته رسېږي. کولای شئ د یاددښت په کتابچو کې خپلې نظریې یاددښت کړئ او په واقعیت یې بدلې کړئ. ښایي فکر وکړئ، که چېرې نظریې په خپل ذهن کې ولرئ، په کاغذ باندې له لیکلو سره توپیر نه لري، خو دا په بشپړه توګه هغه توپیر دی، چې یو عادي کس یې له بریالي کس سره لري.

۳ ـــ تل ورزش کوي، ترڅو پیاوړی او ځواکمن ذهن ولري
یو له هغو ګامونو څخه، چې باید د بریا په لاره کې یې پورته کړئ، دا دی، چې نه یوازې خپل ذهن ته، بلکې خپل جسم ته هم ارزښت ورکړئ. بریالي کسان تل په ورزشي لوبغالي کې ورزش کوي او که چېرې ورزشي لوبغالي ته د تګ امکان نه وي، په کور او یا هم له کور څخه بهر ورزش کوي او ورزش یې په ژوند کې یو له اصلي لومړیتوبونو څخه دی، دا مه هېروی، چې یو پیاوړی بدن کولای شي، یو پیاوړی ذهن جوړ کړي. دا هم د بریالیو کسان یو بل ورځنی عادت دی.

۴ ـــ له ځانه وېره لرې کوي
څه څیز سترو بریالیتونو ته د نه رسېدو سبب ګرځي؟ وېره، هغه هم له ماتې څخه وېره. ډېری وخت خلک غواړي یو کار ترسره کړي او په بل عبارت په خپل ژوند کې خطر ومني، خو له دې څخه چې بریا ته ونه رسېږي، وېرېږي، له هغو خنډونو څخه، چې ښایي په لاره کې یې وي وېرېږي، حتا هغه کسان، چې په ځان باندې باور نه لري، د نورو له خبرو څخه هم وېرېږي، خو بریالي کسان یو باور لري او هغه هم دا دی، که چېرې ونه شئ کولای په خپلې وېرې باندې غلبه وکړئ، نو هېڅکله په خپل ژوند او مسلک کې په ستر شخص باندې بدل نه شئ، باید خطر ومنئ.

۵ ـــ هېڅکله نه تسلیمېږي
د بریالیو کسانو له ورځینو عادتونو څخه یو دا دی، چې هېڅکله نه تسلیمېږي، حتا که په ژوند کې موخه ولري او خپلې موخې ته د رسېدو په لاره کې ماتې هم وخوري، هېڅکله شاته تګ نه کوي او له هرځل غورځېدلو څخه وروسته بېرته را پورته کېږي. ښایي هر انسان په ژوند کې موخې ته د رسېدو په لاره کې ماتې وخوري، دا مهمه نه ده، مهمه داده، که چېرې واقعاً وغواړئ، هغې موخې ته ورسېږئ، نو یو ځل بیا هڅه کوئ او په لا ډېر ځواک سره دوام ورکوئ.

۶ ـــ خپله شاوخوا له مثبتو کسانو څخه ډکوي
اجازه نه ورکوي، چې شاوخوا یې له منفي کسانو څخه ډکه شي، ځینې کسان په ذاتي توګه مثبته انرژي لري او په زړه پورې دا چې ښایي له تاسو سره یې هېڅکله ځانګړې اړیکه نه وي لرلي، خو له هغوی څخه مو تل مثبته انرژي ترلاسه کړې ده، خپله شاوخوا له مثبتو او موخه لرونکو کسانو څخه ډکه کړئ، څه وې منئ او څه یې ونه منئ، انسان په ذاتي توګه اغېز منونکی دی، ډېر ژر او یا په ځنډ سره، شاوخوا کسان یې پرې اغېزه کوي.

۷ ـــ غوږ ونیسئ او زده یې کړئ
خپلو مشتریانو، همکارانو او کارمندانو ته غوږ ونیسئ، ولې؟ ځکه له هغوی څخه به تل نوي څیزونه واورئ، سربېره پردې، دا کار د دې سبب کېږي، ترڅو وکولای شئ، له هغوی سره دوستانه اړیکه ټینګه کړئ او له دې لارې هغوی په دې باندې باوري کوئ، چې خبرې او باورنه یې مهم دي او تاسو ورته ارزښت ورکوئ. دا کار لانجې، شخړې او منفي احساسات له منځه وړي او هغوی ته دا اجازه ورکوئ، ترڅو ځانونه څرګند کړي.

۸ ـــ په ژوند کې توازن وساتئ
په داسې حال کې، چې موږ کار کوو، ترڅو ژوند وکړو، واقعیت دا دی، چې ډېری کسان ژوند کوي، ترڅو کار وکړي. د بریالیو کسان یو بل ورځنی عادت دا دی، چې کولای شي د کار او ژوند ترمنځ توازن وساتي، کله چې هغوی په کور کې وي، نو هڅه کوي، چې له ګرځنده ټیلیفون، لپ ټاپ او یا له خپلو معمول کارونو څخه لرې واوسي او خپل وخت له خپلې کورنۍ او یا له ځان سره تېر کړي. البته ښایي فکر وکړئ، چې کورني چاپېریال ته د کار وړل، یوه له نه ډډه کېدونکو چارو څخه ده، چې البته په ځینو مواردو کې واقعاً همداسې ده، خو که چېرې دا موضوع همېشنۍ وي، نو واقعاً باید په خپل ذهن کې په دې کار باندې له سره کتنه وکړئ.

۹ ـــ په پارک کې قدم ووهئ
د دې لپاره، چې روڼ ( شفاف ) او خلاق ذهن ولرئ، واقعاً اړینه ده، تر کومه چې کولای شئ، له خپلې ورځې څخه نیم ساعت په پارک کې قدم وهلو لپاره ځانګړی کړئ، دا کار له تاسو څخه ټولې اندېښنې او اروایي فشارونه لرې کوي او تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو وکولای شئ، پراخ او پرانیستی ذهن ولرئ او ستونزې په هوسا او آرامه توګه حل کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل