بریا او پرمختګ

بریالي کسان دا ۸ څیزونه په خپلو کورو کې لري!

ژباړه: نوراحمد فضلي

بریالیتوب یوازي په سوبه کي نه را خلاصه کېږي، بلخوا په هغه کښي ورځني عادتونه، وده، پرمختګ او داسي تصمیمونه هم شاملېږي چي په ژوند کې نیسئ. د حیرانتیا خبره نه ده چي ټول بریالي کسان دي ورته و مشابه خواص ولري. ټول بریالي کسان په خپلو کورو کي داسي لوازم و سامان آلات لري چي د دوئ د تمرکز د زیاتېدو، د کورنۍ سره د اړیکو د لا ښه کېدو او ودي و پرمختګ سبب کېږي. موږ لاندي ۸ هغه څیزونه چي ټول بریالي کسان ئې په خپلو کورو کي لري؛ درته راوړو چي تاسې هم د ځانو له پاره نمونه وګرځوئ.

۸ څیزونه چي بریالي کسان ئې په خپلو کورو کي لري:

۱ـ ورزشي سامان آلات

یو له هغو څیزونو څخه چي بریالي کسان ئې په خپلو کورو کي لري، داسي سامان آلات دي چي دوئ ورزش ته تشویقوي. موږ نه درته وایو چي حتمن دي تاسي ګران بیه ورزشي سامان آلات په کورو کي ولرئ، بلکي د یوګا یوه نالچکه، طناب بازي، ډمبل یا حتا د ورزش کولو له پاره خلاصه فضاء هم کفایت کوي. ودي سي چي ورزشي کلب ستاسي څخه لېري وي او یا هم ځیني وختونه کلب ته د تلو حوصله نه لرئ خو ددې سامان آلاتو په شتون سره به نور د ورزش نه کولو له پاره هره بهانه پر تاسو درېدلې وي.

۲ـ الهام بخښوونکي کتابونه

حتا ډېر بریالي کسان هم ځیني وختونه انګېزې ته اړتیا لري. په داسي حالاتو کي کتاب تر بل هرڅه دمخه بهترین عمل کوي. داسي کتابونه چي پکښي د بریالیو کسانو د بریالیتوب رازونه، د دوئ د ماتې سببونه، په مخ کي پراته خنډونه او د ژوند د کاروبار سمولو طریقې بیانېږي او تاسي ته د ژوند پرمخ بېولو او خپلو موخو تعقیبولو انګېزه درکوي.

۳ـ د کار کولو له پاره آرام ځای

بریالي کسان ځیني وختونه اړ کېږي چي په کور کي هم کار وکړي. خو په کورو کي د دوئ د کار ځای آرام و خاموش وي. داسي ځای چي هلته د دوئ د حواسو تیت و پرت کېدلو هیڅ لامل نه وي او په خورا ښه ډول کولای سي چي پر خپلو کارو تمرکز وکړي.
دا روش یو لړ ګټي لري چي له ډېرو مهمو هغو ئې د کار د سرعت لوړېدل دي. ددې پر ځای چي ۴ ساعتونه د تلوېزیون لیدو ته کښېنئ او همېشه مو حواس سره تیت و پرک سي، د کارخوني دروازه مو درپسي وتړئ او په بشپړ تمرکز سره مو کارونه په یوه الی دوو ساعتو کي خلاص کړئ.

۴ـ د موخو د یاداښتولو کتابچه

د افرادو په ژوند کي درې ډول موخي دي: اوږدمهاله موخي مثلاً که د نوي کال په پیل کي چي کوم تصمیمونه نیسئ. لنډمهاله موخي لکه څو اوونیزي پروژې او ورځني هدفونه چي په آسانۍ سره د اجراء وړ دي. بریالي کسان دا وړتیا لري چي پورته ټول هدفونه یو په بل پسي په خورا ښه ډول پرمخ بوزي چي بهترینه لاره ئې هم د یاداښت اخیستلو یوه کتابچه ده. له کوچنۍ یاداښت اخیستني کتابچې څخه استفاده وکړئ چي په پټوه یا جېب کي د انتقال وړ وي.

۵ـ د مناسب کار مېز و چوکۍ

تاسي به د سم کښېنستلو په باره کي زیاتي مقالې لوستلي وي یا بې لولئ خو له هغو څخه په خپل ژوند کي کار نه اخلئ. هرکله چي په ساعتونو د مېز تر شا کښېنئ او کار کوئ، د سم کښېنستلو طریقه هېروئ خو په دې پوه سئ چي سالم وجود سالم، خلاق او فعال ذهن ته لاره پرانېزي. نو ځکه د خپل کار د مېز و چوکۍ په انتخاب کي اعظمي دقت وکړئ.

۶ـ د اهدافو انځوريز نمایش

زه په خپل کور کي یوه سپینه تخته لرم او په څو وختو کي یو وار زه پر هغه باندي د خپلو موخو د پرمختګ و پېشرفت مرحلې په جدول سره نښاني کوم. د اهدافو انځوریز نمایش ستاسي سره مرسته کوي چي پر هغو باندي لا زیات تمرکز و تسلط ولرئ.

۷ـ له سالمو غذايي موادو ډک یخچال

سالمه غذا ته په ژوند کي هر فرد اړتیا لري او بریالیو کسانو دا په ښه ډول درک کړې ده. د سالمو غذايي موادو مصرفول په سالم ذهن تمامېږي. ځکه نو ساړه و د څو ورځو خوراکونه لېري کړئ او همېشه د سالمي غذا په لټه کي اوسئ چي د خپلو موخو په لاس راوړلو په منظور همېشه د فکر کولو له پاره کافی انرژي ولرئ.

۸ـ له تلوېزیونه لېري د خوړلو مېز

بریالي کسان په دې توانېدلي دي چي د خپل کار و ژوند ترمنځ تعادل وساتي. هغوی همېشه د غذا خوړلو مېز له تلوېزیونه لېري ایږدي څو وکولای سي چي خپله غذا په پوره تمرکز و آرامش سره نوشجان کړي او د ورځي په جریان کي چي څه تېر سوي وي – یو له بل سره ورباندي خبري وکړي.

لوی سکرینونه و مانیټورونه اوس هرځای وي. په اوسط ډول یو فرد له ۶۰ دقیقو څخه، خپلي ۴۵ دقیقې د مانیټور مخته تېروي. ځکه نو وایو چي د فلم لیدل یا کمپیوټري ګېمونو کول ستاسي د مغز د استراحت له پاره ښه فرصت نه دئ. پر ځای ئې داسي تفریحي پروګرام وګورئ چي ستاسي د مغز پر ځای مو لاس ښکېل کړي. نقاشي کول، ساز وهل، او یا بل هر هغه څه د مانیټور سره غیر مرتبط – یو ښه انتخاب دئ.

د نړۍ زیاتره بریالي کسان یوه اندازه یا ټول له پورته ‌ذکر سوو شیانو څخه په خپلو کورو کي لري. د یادولو ټکی دا دئ چي وکولای سئ د کاري پرمختګ سره په څنګ کي، سکون و مِهر و محبت هم په خپل کور کي تجربه کړئ. ددې دوو تر منځ د تعادل په ساتلو سره تاسي هم کولای سئ چي یو بریالی کس واوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي