بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د ۶ بریالیو خلکو د بریالیتوب ۶ رازونه

اعلان

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

لېري نه ده چي موږ ټولو دي د بریالیتوب او د بریالیو کسانو د بریا تر شا د رازونو و رمزونو د څرنګوالي په اړه مطالب لوستلي او اورېدلي نه وي؛ څه چي تاسي په نننۍ لیکنه کي لولئ شاید لږ د هغو سره متفاوت وي چي تاسي لوستلي یا اورېدلي دي. لاندي د ۶ بریالیو کسانو د بریالیتوب ۶ رازونه چي تر خوب وړاندي ئې ترسره کوي – درسره شریکوو.

۱ـ له خوب وړاندي يو ساعت مطالعه

د مایکروسافټ شرکت رئیس، بیل ګیټس هره شپه تر خوب وړاندي د یوه ساعت په شاوخوا کي د ټولو مسائلو په اړه مطالعه کوي. د اسکس پوهنتون په کال ۲۰۰۹ کي یوه څېړنه ترسره کړه چي له مخي ئې په ورځ کي ۶ دقیقې مطالعه کولای سي سټریس په سلو کي ۶۸ راکم کړي. په اوږدمهاله کي د مطالعې له نورو خواصو څخه، په الزایمر ( د هېري) مریضۍ د اخته کېدو ځنډول و ممانعت هم یاد سوی دئ چي تقریباً اکثره انسانان د سپین ږیري توب پر مهال تر یو حده په دې مریضۍ اخته کېږي. همدارنګه د مطالعې پر ذکر سوو خواصو سربېره، ورځنۍ مطالعه کولای سي چي سټریس راکم او حافظه پیاوړې کړي. د انګلیس په پوهنتون کي یوې څېړني ښودلي دي چي ورځنۍ مطالعه کولای سي چي د پېژندلو زوال په ناروغۍ د اخته کېدو چانس ۲۲ په سلو کي راکم کړي.

۲ـ د مبایل او برقي سامان آلاتو خاموشه کول

د هاروارد پوهنتون استاد، ډاکټر چارلز چیسلر باور لري چي د هوښمندو مبایلونو له صفحو څخه آزاد سوی نور زموږ ذهنونو ته د داسي پیغامونو د لېږد سبب کېږي چي زموږ ذهن فعال ساتي او سبب کېږي چي په بدن کي د خوب پر مهال د کیمیاوي موادو د آزادېدو امر وځنډېږي او زموږ د خوب له پاره مشکل جوړوونکی کېږي. که غواړئ چي د شپې له لوري هوسا بیده سئ خپل هوښمند مبایلونه په بله خونه کي او له ځانو څخه لېري کښېږدئ.

۳ـ تر خوب وړاندي قدم وهل

د بافر شرکت اجرائیه مدیر، د شپې له لوري د خوب څخه دمخه قدم وهلو ته وخت ورکوي او دا کار د هغه سره دا مرسته کوي چي پر خپلو ورځنیو فشارونو غلبه وکړي او له هغو څخه خلاص سي او وکولای سي خپل بدن استراحت ته چمتو کړي. وروستۍ څېړني ښيي چي پلی تګ کولای سي د افرادو خلاقیت زیات کړي، ځکه نو ډېری هغه ستونزي چي تاسي ممکن د هغو له پاره حللاري نه وي پیداکړي – د شپې له لوري لږ پلی تګ ئې حل و فصل کړي.

۴ـ مدیتیشن

د خوب پر مهال له ورځنیو فشارونو د آزادېدو له روشونو څخه د شپې مدیتیشن دئ. یوه وروستۍ څېړنه چي په کال ۲۰۱۴ کي ترسره سوې ده ښيي چي د ۱۹ زرو مطالعاتي مواردو څخه – ټول وروسته تر مدیتیشن روانی آرام و سکون ته رسېدلي ول او په یاده څېړنه کي مدیتیشن د یوه آرام بخش روش په حیث پېژندلی سوی وو.

۵ـ د نوښتګرو فعالیتونو اجراء کول

ورا وانګ، همېشه له خوب وړاندي ځیني خلاقانه فعالیتونه ترسره کوي. شاید د نوښتګرو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره بهترین وخت په شپه کي سکوت و آرامش وي. څېړني ښيي هغه کسان چي سهار وختي پاڅېدونکي دي د شپې پر مهال د نوښتګرو فعالیتونو په ترسره کولو کي خورا بریالي وي. دا ډول کسان د شپې پر مهال لا ښه کولای سي چي منطقي مسایل تحلیل کړي او همدارنګه په آسانۍ سره د دوو موضوعاتو په مېنځ کي اړیکو و ارتباطاتو ته متوجه کېږي او بالاخره په نوښتګرو فعالیتونو و کړنو کي بریالي راڅرګندېږي.

۶ـ د راتلونکي ورځي له پاره پلان نیول

د آمریکا د اکسپریس شرکت مدیر همېشه له خوب وړاندي د خپلي راتلونکي ورځي پلان بررسی کوي او ځکه نو کولای سي چي سهار وختي تر بیداره کېدو وروسته سملاسي د ورځي په هغه فعالیت پسې کېږي چي باید ترسره سي. ترسره سوي څېړني ښيي هغه کسان چي د شپې له لوري تر خوب وړاندي د سبا ورځي پلان چمتو کوي – کولای سي چي په مراتبو بریالي کسان اوسېږي او په لنډه موده کي کولای سي چي په ژوند کي د بریالیتوب پر لور لوړ ګامونه واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي