بریا او پرمختګ

د ژوندانه په سختو شېبو کې د بريالي کېدو لپاره ځينې لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ژوند له لوړو او ژورو سره مل دی، هر څوک د خپل ژوند په اوږدو کې له يو لړ ستونزو او نېکمرغيو سره مخ کېږي. بريالي کسان هغه دي چې د نېکمرغيو څخه خوند او له بدمرغيو څخه درس واخلي.
په دې ليکنه کې به تاسو ته يو لړ هغه لارښوونې وړاندې شي، چې د ژوندانه په سختو شېبو کې درسره مرسته وکړي؛ ترڅو په ستونزو برلاسي شئ.

۱) تاسو هغه څه نه ياست، چې پخوا ورسره مخ شوي وئ
که پخوا او تېر وخت مو هرڅومره له ستونزو ډک و؛ خو پرته له شکه چې يو روښانه او نېکمرغه راتلونکې مو په انتظار ده. تاسو نور هغه پخوانی کس نه ياست. تاسو نور هغه پخواني حالت کې نه ياست، چې خلکو به درسره ښه چلند نه کوه. تاسو همغه څوک ياست چې همدا اوس يې په اړه فکر کوئ. تاسو پرته له شکه هغه څه ياست چې همدا اوس د هغه په کولو بوخت ياست. پخوا، پخوا وه او اوس؛ اوس دی.

۲) د هغو څيزونو په اړه فکر وکړئ چې لرئ يئ، نه د هغه څيزونو په اړه چې نه يې لرئ
تاسو همغه څوک ياست چې وئ او همغه څيزونه لرئ چې اوس يې لرئ. ترټولو مهمه خبره دا ده چې داسې يو مثبت فکر پيدا کړئ چې ستاسو لپاره الهام بښونکی وي او تاسو ته د ژوند کولو لپاره انګېزه درکړي. په همدې اړه فکر او تمرکز وکړئ. ښايي فکر وکړئ چې ډېر څه نلرئ يا هم هېڅ څه نلرئ، خو ذهن لرئ چې تاسو ته انګېزه درکړي. د ژوندانه د مخکې تګ لپاره همدا هم بسنه کوي.

۳) د ستونزو سره مخامخېدل د پرمختګ يوه طبيعي برخه ده
د ژوندانه يوه برخه د غيرمنتظره ستونزو او کړاوونو تجربه کول دي. اشخاص خپل کار له لاسه ورکوي، ناروغېږي او کله ناکله په مختلفو پېښو کې حتی خپل ژوند هم لاسه ورکوي. کله چې ځوان ياست او هرڅه په سمه توګه روان وي، نو د دې ډول پېښو تجربه کول واقعا ستونزمن او سخت کار دی. په داسې حالاتو کې ترټولو غوره او مناسب کار چې موږ يې کولی شو، هغه نه عصباني کېدل او نه غوسه کېدل دي. دا ومنئ چې احساساتي او عصباني چلند اوضاع نوره هم ګډوډوي او دا پېښې دومره بدې او کرغېړنې هم نه دي او که وي هم؛ نو د غښتلتيا او پخېدو لپاره يو چانس دی.

۴) توپير نه کوي چې د يو څه مودې لپاره مو د ژوند برنامه ګډه وډه شي
لازمه نه ده چې تل داسې وښايئ چې غښتلي ياست او هېڅ څه ته اړتيا نلرئ او تل خلکو ته دا ثابت کړئ چې هرڅه په ښه توګه مخ ته ځي. همدارنګه په دې اړه بايد هم تشويش ونلرئ چې نور خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي. که د ژړا لپاره اړتيا وي، وژاړئ او زړه مو تش کړئ او په بېړه دا کار وکړئ؛ ترڅو وشئ کولی چې ډېر ژر موسکا ته هم زمينه برابره کړی شئ. موسکا او خندا کول تل د دې مانا نه ورکوي چې ته دې خوشحاله يې. موسکا او خندا کول ځيني وختونه دا مانا هم ورکوي چې تاسو دومره غښتلي ياست چې د ستونزو سره د مخامخېدو پر مهال هم کولی شئ چې موسکا وکړئ.

۵) ژوند له هغې هم ماتوونکی، ناڅاپي او لنډ دی چې تاسو يې په اړه فکر کوئ
ښايي چيغن او غالمغالي ونه اوسئ. همدا اوس به يو څوک ګورئ چې د خپل سبا لپاره د برنامې په جوړولو بوخت دی، پرته له دې چې په دې پوه شئ چې دی نن مړ کېږي. واقعا دردوونکې ده، خو واقعيت لري. په همدې اساس هڅه وکړئ چې له وخت څخه مو په ښه توګه ګټه پورته کړئ او د ژوند په قدر پوه شئ. د ژوند هره شېبه د الله تعالی له لوري تاسو ته يوه ډالۍ ده. هڅه مه کوئ چې ځان په ستړي کوونکو او بې ګټې کړنو بوخت وساتئ. وخت د هغه څيزونو لپاره ولګوئ چې تاسو سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی