بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د بریالي او ناکام انسان څو لنډې نښې

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان داسې فکر کوي، چې پیسې د بریا سبب ګرځي، خو د بریا اصلي لامل مناسب عادتونه او چلندونه دي. د بریالیو کسانو عادتونه عبارت دي له: په ډېرې لېوالتیا سره کار او فعالیت ترسره کول او له ستونزه څخه زده کړه.
هغه کسان چې خطره مني او له بدلون څخه هرکلی کوي او هغه د ښه والي لپاره یو فرصت ګڼي، نو په ډېر احتمال سره بریا ته رسېږي. په دې لیکنه کې د بریالیو او ناکامو کسانو په عادتونو باندې رڼا اچول شوې ده او تاسو کولای شئ، له دې ټکو څخه په ګټه اخیستنې سره، بریا ته ورسېږئ.

د بریالیو کسانو عادتونه:
ـــ ډېره زیاته لېوالتیا لري.
ـــ ژمن او انګېزه لرونکي دي.
ـــ مطالعه کوي او ښه اوري.
ـــ خطره مني.
ـــ له ستونزو سره په ښه توګه مخامخ کېږي.
ـــ خاکساره او متواضع دي.
ـــ خپل معلومات له نورو سره شریکوي.
ـــ خوشاله دي.
ـــ نورو ته بښنه کوي.
ـــ د خپلو نظریو په اړه غږېږي.
ـــ له بدلون څخه هرکلی کوي.
ـــ په کار او فعالیت باندې بوخت دي.
ـــ له خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوي.
ـــ له مناسبو افرادو سره ناسته پاسته کوي.
ـــ په خپل ژوند کې توازن مراعاتوي.
ـــ خپلې موخې یاداښت کوي.
ـــ اوږد مهالی فکر کوي.
ـــ نور تاییدوي.
ـــ خپل کارونه لېست کوي.
ـــ په خپلې موخې او ماموریت باندې پوهېږي.
ـــ د خپلې ماتې پړه په خپله غاړه اخلي.
ـــ د نورو بریا غواړي.

د ناکامو کسانو عادتونه:
ـــ فکر کوي، چې په هرڅه باندې پوهېږي.
ـــ هڅه کوي، چې نور ټیټ راولي.
ـــ د زده کړې په لټه کې نه دي.
ـــ له فکر کولو څخه مخکې عمل کوي.
ـــ د غوږ نیولو په پرتله ډېرې خبرې کوي.
ـــ نور رټي.
ـــ افکار او خبرې یې منفي دي.
ـــ له بدلون څخه وېرېږي.
ـــ معلومات له خپل ځان سره ساتي او له نورو سره یې نه شریکوي.
ـــ په ډېرې آسانۍ سره تسلیمېږي.
ـــ خپل وخت بېځایه تېروي.
ـــ ګډوډ هواس لرونکي دي او تمرکز نه کوي.
ـــ د نورو د ماتې هیله لري.
ـــ کینه کښ دي.
ـــ هر څه د خپل ځان لپاره غواړي.
ـــ تل نقد او نیوکه کوي.
ـــ موخه نه ټاکي.
ـــ پاتې راځي او تېښته ټاکي.
ـــ د خپلې راتلونکې لپاره، روښانه انځور نه لري.
ـــ تل غوسه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران