د بریالیتوب څو لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

په ژوندانه کې پرمختګ او بريالیتوب لپاره ځيني لارښوونې شته چې بايد پاملرنه ورته وشي او تل يې په ذهن کې وساتو.

– هغوی چې پخوانۍ تجربې ياد ته نه راولي، په دې محکوم دي چې په تکرار سره تېروتنې وکړي.

– کله چې يو څه ته رسېږې، نو پاملرنه وکړه چې د څه په بدل کې ورته رسېدلی يې.

– لوی کسان شرايط رامنځ ته کوي او واړه کسان يې پيروي کوي.

– بريالي کسان په خپلو نظريو وروسته له ښه غور څخه عمل کوي.

– هېڅکله په هغه چا زړه مه تړه چې ستا په ارزښت نه پوهېږي.

– تل بايد د دې وړتيا ولرئ چې هر هغه څه يا څوک چې ستاسو د زورونې سبب ګرځي، په اسانۍ سره ترې واټن واخلئ.
– هېڅکله د هغه چا لپاره څه مه ترسره کوه چې حاضر نه دی ستا لپاره څه ترسره کړي.

– هغه وخت به نېکمرغه شې چې شتون دې د نورو لپاره د ارامښت سبب شي.

– دا دې خپل ځان ته زده کړه چې هرڅوک د دې ارزښت نه لري چې په زړه کې دې ځای ونيسي.

– له قضاوت څخه لاس واخله ترڅو ارامښت تجربه کړې.

– د نورو د مينې او مهربانۍ لياقت بايد ولرې.

About محمد عزیز پردیس 280 Articles
محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي. نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی. د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ. په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی