بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د بریا رازونه او په مقابل کې یې خنډونه دلته دي !

لیکنه: ياران

د قطار ظفري لیکنه

په ورځنیو ستونزو کې انسانان دومره ګنګس شوې دي، چې د حل کړکۍ ترینه نادرکه ده، یوه ستونزه یې نه وي حل، چې لسګونه نورو یې د پرمختک مخه ډب کړې وي یاد مشکلات بیا په هر قشراو مسلک کې توپیر کوي؛ مشران، مدیران ، سیاسیون، زده کړیالان، کاریګر، ښځې … او ځوانان هره طبقه ځانګړې موخې لرې او یادې موخې بیا د زیاتو خنډونو تر شا واقعې وي، چې په لاسته راوړلو کې، له بې شمېرو کړاوونو سره مخ کېږي.
هر څوک کوښښ کوي، چې په ورځني ژوند کې ټاکلو موخو ته ورسېږي تر څو د هوسا او خوشحاله ژوند څخه خوند واخلي.
خو بدبختانه چې ځینې انسانان بیا د مختلفو لاملونو له امله نشي کولای، چې ټاکلې موخې تر لاسه کړي.

اوس یو انسان ته پوښتنې پيدا کېږي:
څنګه کولای شو چې بریالي شو؟
د بریا راز په څه کې ده ؟
د بریالیتوب اصلي خنډ څه شی دی؟

لومړی ـ څنګه کولای شو چې بریالي شو؟
انسان یو ټولنېز مخلوق دی او په ټولنه کې د ژوندي پاتې کېدلو او د ستونزو د کموالې لپاره هلې ځلې کوي، خو دا کوښښونه به هغه وخت د بریا مزل لنډ کړي؛ چې لاندې ټکي په ورځني ژوند کې عملي کړي.
۱- د ورځنیو چارو لپاره منظم مهال ویش ترتیبول.
۲- د نن کار سبا ته نه پريښودل.
۳- کار ته کار ویل.
۴- قناعت کول.
۵- د هر کار لپاره پلان جوړول.
۶- له کار وړاندې فکر او سوچ کول
۷- دفتر او کار ځای ته په ټاکلي وخت تلل .
۸- بلمقابل احترام کول.
۹- ځان پر نورو لوړ نه ګڼل.
۱۰ ـ په کار کې اخلاص کول.
۱۱- د ستونزو په مقابل کې حوصله درلودل.
۱۲- د مسلک اړونده کار کول.
۱۳- د رییس، مدیر او مشر احترام کول.
۱۴- د ادارې اصول او پالیسیو ته احترام.
۱۵ – تعصب او کینه له منځه وړل.

دویم ـ د بریا راز په څه کې دی؟
په نړۍ کې هر ډول انسان ژوند کوي؛ ځینې بریالي او ځیني نور یې بیا د ستونزو له کبله سر نشي اوچتولی، خو هغه کسان چې بریالي دي دبریا راز یې په لاندې کړنو کې نغښتی:
۱- دوی منظم پلان لري
۲ – ستونزه له مختلفو زاویو حل کوي.
۳ – هر کار په پوره دقت تر سره کوي.
۴- له خپل کار سره مینه لري.
۵- وخت ته ارزښت ورکوي.
۶- مالومې موخې او بېلابېلې لارې ورته لري.
۷ – له پوهانو مشورې اخلې .
۸- نېوکه مني.
۹- په اړونده برخه کې مطالعه کوي.
۱۰- له هرې غلطي څخه زده کړه کوي.
۱۲ – حوصله او صبر لري.
۱۳ – اصول او مقررات مني.
۱۴- مرسته کوي او مرسته غواړي.
۱۵- هرې ستونزې ته د حل مناسبه لار لټوي، نه پلمې.

درېیم ـ د بریاليتوب اصلي خنډ څه شی دی؟
دا هغه پوښتنه ده، چې هر چا له خپل لید لورې تعریف کړې ده. او شاید ځینو ته لاهم ګونګه پاته وي او په حل پسې یې لالهانده وي.
خو دا چې د بریاليتوب اصلي خنډ څه شی دی په لاندې ډول ورته اشاره کوو:
۱- کار ته په سپک نظر کتل
۲- مسوولیت نه پېژندل.
۳- کار اهلي کار ته نه سپارل.
۴ـ د وخت په مدیریت کې ستونزه.
۵- د ځان په مدیریت کې ستونزه
۶- پلان نه درلودل.
۷- مالومې موخې نه درلودل.
۸- زیات کارونه په یو وخت کول.
۹- اصولو او مقرراتو ته په کم نظر کتل.
۱۰ـ کبرجن خاصیت درلودل.
۱۱- ناهیلی کېدل.
۱۲- له ماتې نه وروسته نه پورته کېدل
۱۳- احساساتي کېدل.
۱۴- غلطې مشورې منل.
۱۵ – په ځان باور نه کول.

که چېرته له ځان سره حساب وکړو؛ چې موږ له ذکر شویو ټکو څخه څومره په ځان عملي کړي دي نو خپل ضمير مو تر ټولو لوی قاضي کېدالی شي، چې تاسو ته قناعت درکړي او درته په غوڅو ټکو ووایي، چې د بریا راز په یادو نقطو کې نغښتی دی.

راځئ کار ته کار ووایو؛ موږ ځوانان د هېواد د ملا د تیر حیثیت لرو تر نور زیات کار وکړو، ستونزو ته په ورین تندي حل لاره پیدا کړو، حوصله او سالم رقابت وکړو، مقابل احترام په ټولنه کې دود کړو، ژبني، سمتي، مذهبي او کلتوري تعصبات له منځه یوسو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران