بریا او پرمختګ

۷ هغه عاقلانه کارونه چې د نړۍ بريالي کسان يې د ورځې په اوږدو کې کوي

اعلان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

بريالي کسان په منظم او سيستماتيک ډول د ځينو نوښتيزو او ګټورو عادتونو څخه پيروي کوي چې همدا عادتونه يې تل د بريا او پرمختګ لامل ګرځي. که غواړئ چې خپلو ټولو موخو او هيلو ته ورسېږئ، نو هڅه وکړئ چې د همداسې کسانو سره ملګرتيا اختيار کړئ. په واقعيت کې که تاسو هم د دې کسانو د عادتونو او کړنو څخه تجربه ترلاسه کړئ او د خپلو موخو په چوکاټ کې ترې ګټه واخلئ، نو هرو مرو به تاسو هم هغو پايلو ته ورسېږئ چې بريالي کسان ورته رسېدلي دي. د برايان ټريسي په وينا: که پوه شئ چې برياليو کسانو کوم کارونه کړي چې دې پړاوونو ته رسېدلي او وروسته تاسو هم په همغو لارو لاړ شئ، نو تاسو به هم کټ مټ همغو موخو ته ورسېږئ. په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ د بريالي کسانو ۷ هغه نوښتيز عادتونه او کړنې دروپېژنو چې هغوی يې د ورځې په اوږدو کې ترسره کوي:

۱- پرېکړه کول او تصميم نيول
په تصميم نيونې او پرېکړه کولو کې ستړيا يو مهم او خطرناکه مطلب دی، که په هر قيمت وي بايد ترې ډډه وکړو. د ورځې په اوږدو کې به ډېرې پرېکړې کوئ، خو بریالي کسان هڅه کوي چې تصميمونه او پرېکړې سهار وختي او يا هم مخکې له غرمې څخه ونيسي، ځکه مخکې له غرمې څخه نسبتاً د انسانانو ذهن ارامه وي او کولی شي چې پرځای او مناسب تصميمونه ونيسي.

۲- بريالي کسان د خپلو ورځنيو کارونو لېست کې پاتې شوي ټولو کارونو باندې خط وهي
بريالي کسان تل د خپل عادت له مخې د خپل پرمختګ لړۍ بررسي کوي.
د ژوندانه د ښه والي لپاره يو ګټور ګام هم د ورځينيو چارو او کارونو لېست نيول دي، د دې کار لپاره تاسو کولی شئ له ځینو کاريالونو يا اپليکېشنونو څخه ګټه پورته کړئ. د بېلګې په ډول: د Wanderlust کاريال يا هم کولی شئ چې يو قلم او کوچنۍ کتابچه له ځانه سره ولرئ. د نړۍ بريالي کسان تل هڅه کوي چې مخکې د ورځې د ختمېدو څخه د خپل ليکل شوي لېست کارونه بررسي کړي او که کوم کار پاتې وي، هغې باندې خط کش کړي او د سبا ورځې لېست ته يې ولېږدوي. د دې کار ښه والي لپاره روڼوالی او صداقت شرط دی، يانې هڅه وکړئ چې ځان ته چل ورنکړئ. تاسو کولی شئ د خپل لېست ځیني واړه او ساده کارونه سهار وختي بشپړ کړئ او پرې خط کش کړئ. هڅه بايد وشي چې د لېست کارونه ستاسو د سويې څخه پورته نه وي او هڅه وکړئ چې په لېست کې مهمو او ضروري کړنو ته ځای ورکړئ. پرته له شکه د لېست په تکميلولو سره به د رضايت او خوښۍ احساس کوئ. بريالي کسان د ورځې په پای کې د ياد لېست له مخې له ځان سره محاسبه کوي او ځان ته وايي چې نننۍ ورځ مې څنګه وه.

۳- بريالي او نوښت لرونکي کسان فوراً د کارونو د بشپړولو لپاره اقدام کوي
بريالي کسان د خپل ورځيني لېست مطابق د کارونو د ترسره کولو لپاره فوراً لاس په کار کېږي. تاسو هم بايد له همدغې سټراټېژۍ پيروي وکړئ. د بېلګې په ډول: د نړۍ بريالي کسان خپل ايميلونه او ټيليفوني اړيکې په خپل وخت کې په چټکه توګه ځوابوي او بهانې نه لټوي او د نن کارونه سبا ته نه پرېږدي؛ ځکه هغوی پوهېږي چې سبا نامالومه ده او ښايي نوي مسائل رامنځ ته شي او نورو کارونو ته وخت پيدا نکړي. که د نن ورځې کارونه په بشپړ ډول تمام کړئ، نو کور ته به په ارامه فکر او خوشحاله زړه سره لاړ شئ او د شپې خوب به مو سکون بښوونکی وي.

۴- د نړۍ بريالي کسان د راتلونکې ورځې / ورځو لپاره له وړاندې څخه برنامه جوړوي
بريالي او مخکښ کسان خپله ورځ د راتلونکې ورځې د برنامې په جوړولو سره پای ته رسوي او سبانۍ کاري برنامه همدا نن شپه جوړوي. که د راتلونکې ورځې کارونو لېست له وړاندې برابر شوی وي، نو په دې صورت کې د ناڅاپي پېښو او کارونو د رامنځ ته کېدو احتمال هم کم دی.

۵- د نړۍ بريالي کسان په خپل خوراکي بهير کنټرول لري
د نړۍ بريالي کسان تل خپلو خوړو ته متوجه وي، په ځانګړي توګه سهار چې کله له خوبه پاڅېږي څو ګېلاسه اوبه څښل يې عادت وي. که غواړئ راتلونکې ورځ مو په خوښۍ او غوره توګه پيل کړئ نو د شپې لخوا د سره کړيو خوراکونو او ډېر خوږې څخه ډډه وکړئ.

۶- بريالي کسان مخکې له دې چې ويده شي، د خپلو کارونو حجم کموي
ډېری بريالي کسان د خوب څخه يو دقيقه وړاندې هم په کار بوخت وي. بېل ګيتس هر شپه له خوب څخه وړاندې مطالعه کوي. آريانا هافينګټون مخکې له خوب څخه لپټاپ کمپيوټر او او موبايل له ځان څخه لرې کوي. هڅه وکړئ هغه کارونه چې ذهن مو د خوب پر مهال مغشوشوي، مخکې له خوب څخه يې بشپړ او ترسره کړئ.

۷- د نړۍ بريالي کسان د خوب لپاره هم منظمه او ټاکلې برنامه لري
ښايي تاسو باور ونکړئ، بريالي کسان هره شپه په ټاکلي وخت د خوب بستر ته ځي. ډېری کسان د خوب لپاره برنامه نلري، خو د نړۍ بريالي کسان په دې برخه کې بيا قطعاً مستثنا دي. د خوب لپاره نامنظمه برنامه دا ثابتوي چې د ورځې لپاره هېڅ کاري برنامه نلرئ او په خپل وخت هېڅ کنټرول نلرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی