سپورټ نړیوال کرکټ

۲۰۱۸: بهرنیو هېوادونو کې د هندۍ لوبډلې د څلورو بریاوو درې علتونه

هندۍ لوبډله چې په ۲۰۱۸ م کال کې ښه وځلېده، اوس په ۲۰۱۹ م کال کې غواړي خپل نوی کال د سیریز په بریا سره پیل کړي او مخته ولاړه شي.

هندۍ لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله.
د دې سربېره یې په اسټرالیا کې له اسټرالیا څخه دوه ټېسټ لوبې وګټلې، چې د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې ګټل یې د هند په تاریخ کې مهم ګام و.

هندوستان تر اوسه له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې د ټېسټ لوبو لړۍ نه ده ګټلې او اوسنۍ ټېسټ لوبلړۍ د هندوستان لپاره ښه موقع ده، چې د خپلو ټېسټ لوبو د تاریخ پاڼه نوې کړې او یو نوی باب پکې پرانیزي.

دا باب د روانې ټېسټ لوبلړۍ د څلورمې لوبې په بریا سره پرانېستل کېدای شي، هندوستان د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۳ مه نېټه اسټرالیا سره څلورمه او وروستۍ ټېسټ لوبه پيل کړه که هندوستان دا لوبه وګټي؛ کولای شي د اسټرالیا خلاف په اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره د ټېسټ لوبو بریا ثبت کړي.

هندۍ لوبډلې په هندوستان کې ډېری لوبډلې ماتې کړي؛ خو بهر هېوادونو کې بیا له ستونزو سره مخ شوې ده.

په ۲۰۱۸ کال کې د هندۍ لوبډلې د بریا درې علتونه

لومړی علت
د ویرات کولي فوم او لوبډلمشري ده، د ویرات کولي له شتون وړاندې به، چې کله هندۍ لوبډله بهر د لوبو لپاره تلله؛ نو ډېره نه ځلېدله، دوی په افریقا، انګلستان او اسټرالیا کې د لوبلړیو پرمهال له ستونزو سره مخ کېدل او لوبې یې بایللې؛ خو د ویرات کولي په راتګ سره لوبډله پیاوړې شوې او په بهرنیو هېواونوکې اوس ټېسټ لوبې ګټي.
اوس مهالې ټېسټ لوبلړۍ کې ویرات کولي د هندوستان بریالی لوبډلمشر حساب شوی.

دوهم علت
دا چې مخکې د هندوستان هر ډول ښه لوبډله په افریقایي، اروپایي او اسټرالیایي لوبغالو کې له ستونزو سره مخ کېدله؛ خو برعکس د هندوستان اوسنۍ ځوانه لوبډله تر ډېره له ستونزو خالي ده؛ لوبډله هغه وخت له لوبو خالي کېدای شي، کله چې د غوراوي یا سېلېکشن کمېټه غوره ټاکنه وکړي او له درغلۍ څخه پاکه پروسه مخته یوسي.

هندوستان کې د لوبغاړو د نیولو او غوره کولو په برخه کې هیڅ رشوت او درغلي نه چلېږي، هندي لوبغاړي سرو کال کرکټ لوبې کوي، له تمریناتو نه وزګاريږي او همدا علت دی، چې د نورو هېوادونو په غوره سوداګریزو کرکټ لیګونو کې نه لوبېږي.

د هندوستان اوسنۍ ځوانې کرکټ لوبډلې په ټولو هېوادونو کې ځان مثبت ثابت کړی او ښې لوبې یې کړي.

هندۍ لوبډلې د دې اوسنۍ ځوانې لوبډلې پرمټ په ۲۰۱۸ م کال کې له افریقا څخه په افریقا کې یوه ټېسټ لوبه وګټله او دا لومړی ځل و چې هندۍ لوبډلې له افریقا لوبه وګټله.

له دې وروسته یې بیا د لومړي ځل لپاره له انګلستان څخه په انګلستان کې ټېست لوبه وګټله او اوس وار د اسټرالیا دی.

دریم علت د ځوانو وړ لوبغاړو اخېستل
هندوستانۍ اوسنۍ لوبډله کې؛ لوکېش راهول، رېشاب پنټ، هنوما وېهاري، میانک اګروال، جسپرېت بومرا ټول ځوان لوبغاړي دي، چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو ښکته دي، د دغو لوبغاړو ځوانې انرژي وکولای شول هندۍ لوبډله د بریاوو یو نوي پړاو ته بوځي.

د اسټرالیا خلاف دریمه ټېسټ لوبه کې میانک اګروال شا او ۱۱۵ منډې وکړې، بومرا پکې بیا د وېکټو اخېستلو باران وکړ، هغه د اسټرالیا ۹ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

که نورې لوبډلې غواړي چې ښې وځلېږي، باید له هندۍ لوبډلې او رهبرۍ له غړو څخه زده کړه وکړي، ځوان لوبغاړي ونیسي او د غوراوي کمېټه باید د لوبغاړو د نیولو او غوره کولو رڼه پروسه مخته یوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي