بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

بریالیتوب او غچ اخیستل؛ بریالیتوب ولې ښه غچ دی؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

غچ اخیستل فرق کوي؛ زموږ عام تعبیر له غچ اخیستو د خپل حریف وژل، ځورول، د هغه بدنامول او ورته نور دي.
خو نوره نړۍ او خاصتا پرمختللي هېوادونه داسې نه دي.
نور خلک ښه غچ اخیستل پخپل بریالیتوب کې ویني او په دې ډول خپل حریفان ماتوي.
دا چې بریالیتوب ولې د غچ اخیستو ټولو نه ښه بڼه ده، په دې مطلب کې به یې واضح کړو:

بریالیتوب خوږ خوند لري
دا مه هېروئ، چې هر بریالیتوب ته د رسیدو لپاره باید بیا – بیا ماتې ومنئ.

بریالیتوب هغومره خوږ خوند لري،څومره چې ماتې یا ناکامي بد او تریخ خوند لري.

د دې لپاره چې تاسې د ماتې څکلی تریخ او بد خونده خوند په څو برابره خوږ خوند بیرته جبران کړئ، لازمه ده چې ټوله انرژي مو پخپل بریالیتوب متمرکز کړئ.

که مو په دې هدف د بریالیتوب لپاره هڅه وکړه، چې خپله ماتې پرې جبران کړئ، بهترینه لاره مو غوره کړې او حتما بریالي کیږئ.

لوی دلیل به په دغه لاسته راوړنه کې ستاسې د غچ اخیستو انګېزه وي.

که خپله انرژي منفي او د غچ اخیستو په دې ډول متمرکز کړو، چې خپل حریف به ځپو، دا مو له ځان سره دښمني کړې ده.

ځکه منفي افکارو ته مو ذهن کې ځای ورکړی او منفي افکار ترهر چا زیات خپله موږ ته زیاته صدمه رسوي.

بریالیتوب مو وېره ختموي
د بریالیتوب له لارې د غچ اخیستو تمرکز تاسې کې وېره له منځه وړي او په یوه نوي شخصیت مو بدلوي.

د غچ اخیستو نورې بڼې؛ خاصتا د مقابل لوري یا حریف د ځپلو پلان تاسې کې وېره زیاتوي.

د غج اخیستو هغه بڼه تاسې کې دا روحیه شدیدوي، چې که د بل ځپل غواړئ، هغه هم درته کرار نه کیني، بالمثل عمل کوي او دا عمل ستاسې شخصیت د وېرې تر سیوري لاندې راولي.

برعکس که تاسې پرخپل بریالیتوب متمرکز شئ، وېره درسره نه وي او په ډاډه زړه کولای شئ خپله ټوله انرژي د خپل پرمختګ لپاره مصرف کړئ.

مثبت پر منفي بریالی دی
په اسلامي، انساني او بل هرلحاظ دا ثابته شوې ده، چې مثبت فکر تل پر منفي بریالی او برلاسی دی.

د غچ اخیستو لپاره مثبت او دا فکر لرل، چې تاسې به خپله انرژي د خپل پرمختګ لپاره مصرفوئ، په ارزشي، فکري او وجداني لحاظ تاسې ته د برحق والي احساس درکوي.

دا احساس خورا سکون درکوي او دغه سکون د لا شدید او پیاوړي کار په ترسره کولو کې کافي مرسته درسره کولای شي.

خپل غوره دوستان درمعلومیږي
د ښې ورځې او خبرو ملګري ډېر وي؛ ډېر داسې خلک به خپله شاوخوا کې لرئ، چې د نورو د تخریب او په دې برخه کې د خپلو اغراضو لپاره به درسره ملګري شوي وي.

دوی به د تخریبي او دښمنانه فعالیتونو لپاره تل سوژې درکوي او د همکارۍ ذمې به لري؛ خو چې خبره مثبته او ستاسې د بریالیتوب شي، دا خلک به درنه فاصله نیسي او یوازې به مو پریږدي.

د بریالیتوب له لارې غچ اخیستل ستاسې واقعي او نا واقعي دوستان هم درسره معرفي کوي او له اصلي څېرو یې نقاب پورته کوي.

پخپلو وړتیاوو خبریږئ
پر بریالیتوب تمرکز تاسې ته ستاسې وړتیاوې معلوموي.

انسانان په عام او افغانان په خاص ډول په عادي حالت کې دومره فعال او ځانته متوجه نه وي؛لکه د غچ اخیستو د حالت په شان په خاصو حالتونو کې چې وي.

د ځان د بریالي کولو له لارې پر خپل حریف د غالبیدو یوه ښیګڼه همدا ده، چې په دغه وخت کې خپلې ټولې پټې او نا سپړلې وړتیاوې درمعلومیږي.

اتلولي مو په برخه کیږي
پرځان او پرمختګ مو پانګونه تاسې هم خپل ځان او هم نورو ته د یوه اتل په توګه معرفي کوي.

دا د بریالیتوب تر ټولو لویه ښیګڼه او خوند دی؛له دې خونده باید خامخا خوند واخلئ او ورڅخه برخمن شئ.

په عام ډول تاسې وینئ، چې منفي کرکټرونه د هیچا نه خوښیږي او نه خوښولو ته یې ګڼ دلایل هم لري.

تاسې ته لازمه ده، چې د پورتنیو ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره حتا خپلې کینې او انتقام ګیرۍ په مثبت ډول مدیریت او مخته یوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي