بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

که په ژوند کې اتلولي او کامیابي غواړئ، نو دا وکړئ او دا مه کړئ !

لیکنه: ياران

لیکنه: قطار ظفري

موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې هره ورځ په کې یوه نوې پېښه کېدونکې ده، یاده پېښه په مستقیم یاهم غیر مستقیم ډول زموږ له ژوند سره اړخ لګوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه د پرتو خنډونو په وړاندې اتلان شو؟
ځواب یې په لاندې دلایلو روښانه کولی او ویلی شو. که غواړې، چې تر نور مخکښ او اتل شي نو په ځان کې مو لاندې عادتونه پیدا کړئ:

۱- د ټولو ورځنیو چارو لپاره پلان درلودل.

۲- په خپله کاري ساحه کې له اخلاصه کار اخیستل.

۳- احترام د مادیاتو او نسب نه، بلکې د وړتیا او شخصیت کول.

۴- د ژوند د هر پړاوو لپاره ځانګړې موخه لرل.

۵- داسې یو کار کول، چې خپل ضمیر ته ملامت نشې.

۶- تر هر څه وړاندې وخت ته ارزښت ورکول.

۷- په خپل ځان باور کول.

۸- د نورو په کارونه کې بغېر له پوښتنې مداخله نه کول.

۹- که چېرته نه پوهېږې پوښتنه وکړه بیا پوښتنه وکړه او بیا پوښتنه وکړه.

۱۰- د ځان د اتلولۍ تعریف مه کوه، بلکې اتلولې دي خلکو ته په عمل کې وښیه.

۱۱- له هغو خلکو لرې اوسې، چې ستا په وړتیا شکي وي او ستا پرمختګ نشې زغملی.

۱۲- هیچا ته هیله مه کوه د دې پر ځای یوازې الله ج ته لاسونه لپه کړه تر څو دي خاورې لاس کې زر شي.

هغه کړنې، چې ستاسو د اتلولۍ مخ ډب کوي:

۱- د وخت په ارزښت نه پوهېدل.

۳- د روغ صحت په ارزښت نه پوهېدل.

۳- بې فکره او بې انګېزې ملګرو سره ملګرتیا.

۴- خپلې کړنې په غیر منظم ډول پر مخ وړل.

۵- ستونزو ته ژر تسلیمېدل.

۶- له تجربه لرونکو او پوهو کسانو سره مشوره نه کول.

۷- په ژوند کې تاویلو ما ویلو پسې ګرځېدل.

۸- له هر چا سره د ځان پرتله کول.

۹- په بې فکره او بې تدبیره ډول د کار شروع کول.

۱۰- په ژوند کې د موخې نه درلودل.

۱۱- بې پلانه مخ پر وړاندې تلل.

۱۲- له هر چا سره مشوره کول.

۱۳ او…

که پورتنۍ کړنې په خپل ورځني ژوند کې پلې کړو نو ویلی شو چې زیاترو مسایلو کې به اتلولي زموږ په برخه وي.

که چېرته اسلامې نړې ته نظر وکړو نو وبه وینو، چې حضرت محمد (ص) یو کس وو او خپله مبارزه یې جاري وساتله، ستونزې یې وزغملې… تر هغه چې بریالی شو او په نړۍ کې د ټولو انسانان لپاره د لارښود یو سمبول او اتل شو.

همدا رنګه کفري نړۍ کې هټلر هغه کس و، چې د خپل قوم لپاره یې اتلوي خپله کړې وه.

نو راځئ اوس هم ناوخته نه ده خپل ژوند منظم او منسجم کړو، د خپل راتلونکې لپاره ځانکړې موخه ولرو او د یادو موخو د تر لاسه کولو لپاره له جلا، جلا پلانونو څخه ګټه واخلو، تر څو اتلان شو .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران