د سمې مطالعې تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په ځان کې د ورځې پنځلس دقیقه ایزه مطالعه پیاوړې کړئ، ګورئ چې په همدې کم وخت مطالعې سره په کال کې مو شپاړس کتابونه مطالعه کړي دي. کتاب لوستنه یو ښه او حیاتي مهارت دی، هغه کسان، چې مطالعه کوي، له فکري پلوه ډېر پیاوړي او له احساسي پلوه باثباته دي.

د دې لپاره، چې وکولای شئ، د خپلې مطالعې کیفیت لوړ کړئ او د معلوماتو په لا ډېر حجم باندې پوه شئ او حافظې ته یې وسپارئ، نو کولای شئ د مطالعې له سمو تګلارو څخه، چې لاندې پرې رڼا اچول کېږي، ګټه واخلئ.

د غوره مطالعې لپاره وړاندې شوې علمي لارې چارې:

واټنیزه مطالعه

د پوهانو د موندنو پر بنسټ، په فرد پورې منحصر د اروا پېژندني یوه ښکارنده (پدیده) شتون لري، په دې مانا، کله چې تاسو یو مطلب د لومړي ځل لپاره مطالعه کوئ یا کومې وینا ته غوږ نیسئ، نو ۸۰ سلنه محتوا مو زده کړې ده، دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اوونۍ وروسته سل په سلو کې، په مطالبو باندې په آسانه او ساده مرور سره کولای شئ، یاد ته یې وسپارئ.

په خوب کې مطالعه

ښایي فکر وکړئ، چې د ستړیا پرمهال او له خوب څخه مخکې مطالعه، ستاسو په زده کړه باندې اغېز نه لري، خو حقیقت دا دی، چې د زده کولو ډېره برخه د خوب په وخت کې او کله چې ستاسو مغز آرام کوي رامنځته کېږي، نو له خوب څخه مخکې یو پر څلورمه برخه هرومرو مطالعې ته ځانګړې کړئ، البته دا موضوع د ریاضیاتو د زده کولو په اړه سمه نه ده او یوازې میخانیکي درسونه پکې شاملېږي.

چاپي کتابونه ولولئ

نن د کمپیوټر یا ټبلېت له صفې څخه د ډیجیټلي کتابونو لوستنه یو دود ګرځېدلی، خو په زړه پورې ده، پوه شئ، چې د زده کولو لپاره د ډیجیټلي کتابونو مطالعه، د چاپي کتابونو په پرتله ډېر زیات تکرار ته اړتیا لري.

د فلش کارت جوړول

په مطالعه او زده کولو کې فلش کارت ډېره مهمه او اغېزمنه وسیله ده او د مطالبو په یادولو کې ډېره زیاته مرسته کوي.  

پخوانۍ موسیقي ته غوږ ونیسئ

ښایي د ټولو خلکو تصور په دې وي، چې د مطالعې پرمهال باید په بشپړه توګه آرامه فضا وټاکل شي، دا یو ناسم تصور دی، پخوانۍ موسیقي ته غوږ نیول، د دې سبب ګرځي، چې د مغز ډېری برخې مو فعالې شي، دغه راز ستاسو د خُلق او خوی له ښه والي سره مرسته کوي او اروایي فشار (سټرس) را کموي، چې په خپله په مطالعه او زده کولو باندې ښه اغېزه کوي.

اروایي فشار (سټرس) مه لرئ

هرومرو د اروایي فشار او خپګان او له هغو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه مو ډېر څه اورېدلي دي، دا چاره په بشپړه توګه حقیقت لري، چې اروایي فشار د زده کړې مخه نیسي، نو له دې امله تاسو ته وړاندیز کېږي، چې د څو ژورو ساه ګانو په ایستلو سره، خپلې مطالعې ته دوام ورکړئ.

حرکت وکړئ

هره ورځ د خپلې مطالعې لپاره یو ځای وټاکئ او په دې کار سره خپل مغز دې ته اړ کړئ، ترڅو نوي شرایط ومني او حافظه مو پیاوړې کړي.

لیکنه وکړئ

د مهمو مطالبو لیکل مه هېروئ؛ ځکه د مطالعې پرمهال د ژورې زده کړې سبب ګرځي او کله چې مرور ته اړتیا لرئ، نو کولای شئ، د مهمو مطالبو د بیا موندنې لپاره، له خپلو لیکنو څخه مرسته وغواړئ.

له وروسته نه د وړاندې په لور یې ولولئ

لومړی د وروستیو پوښتنو په لور ورشئ، وې لولئ، خپلو غوره وړتیاوو ته ځواب ورکړئ، وروسته د څپرکي وروستی نچوړ ( خلاصه ) ولولئ، دا تاسو ته د څپرکي د مطالبو یوه بشپړه زمینه په لاس درکوي. درېیم، د څپرکي سر لیکونه او برخې له نظره تېرې کړئ. څلورم، د څپرکي پیلیزه (مقدمه) ولولئ.

په لوړ غږ یې ولولئ

لوړ لوستل د هغه مطلب په زده کولو کې ډېر زیات اغېز لري، کوم چې لولئ یې، ځکه غږ ستاسو په سر کې تکرارېږي، البته لوړ لوستل د هغه وخت لپاره دي، چې چټک لوستلو ته اړتیا ونه لرئ او د لوستلو او زده کولو لپاره کافي وخت په واک لرئ.

له لوستلو څخه خپله موخه تنظیم کړئ

دا چې غواړئ په یوه ځانګړي وخت کې، په کومې چټکتیا سره او د کتاب څومره برخه ولولئ، نو د څپرکو یو لېست چمتو کړئ، دا کار په متن باندې ستاسو د تمرکز د ډېرښت سبب ګرځي.

د کتاب د موضوع په اړه معلومات ولرئ

هڅه وکړئ، مخکې تر دې چې د کتاب لوستنې په لور لاړ شئ، نو د موضوع په اړه یې څېړنه وکړئ، دا کار د دې سبب کېږي، پوه شئ، چې ټاکل شوې ده، څه څیز ولولئ او له لوستلو سره یې مینه او لېوالتیا لرئ او که نه.

ورزش وکړئ

که ټاکل شوې وي، چې له یوه ساعت څخه زیاته مطالعه وکړئ، نو هرومرو په خپل پروګرام کې نیم ساعت هوازي ورزش ته ځای ورکړئ. له هر یوه ساعت مطالعې وروسته، یو پر څلورمه برخه آرام وکړئ. استراحت ستاسو مغز ته دا شونتیا ورکوي، چې مطالب په ښه توګه زده کړئ.

کوم مطالب چې لولئ، نو له خپلو دوستانو سره یې شریک کړئ

په دې کار سره تاسو کولای شئ، کوم مطالب چې لولئ، په اړه یې د نورو نظر وغواړئ، ابهامونه مو لرې کړئ او د مشارکت له لارې، په ځان کې له کتاب لوستنې سره لېوالتیا او خوند پیاوړی کړئ.