ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

د کتاب راوړلو خاطره؛ کاش کتابونه په مطالعه زړیدای !

لیکنه: الما افغان

په طب پوهنځي کې مې د سیمیستر د پای ازموینې وې، ښوونکي په کورنۍ دنده کې د ټولو ټولګیوالو غوښتي وو چې یو یو طبې کتاب به د پوهنتون کتابتون ته د ډالۍ په توګه راوړي او په بدل کې به يې ورته شل نمرې ورکوي.

د آزموینې ورځ راورسیده او زما په ګډون ډیرو ټولګیوالو کتابونه نه وو راوړي دا موضوع مو د ښوونکي سره شریکه کړه، ښوونکي ویل هیڅ خبره نده سبا تر اوو بجو نهايي وخت لرۍ چې را يې وړئ!.

زړه مو ډیر خوښ شو د آزموینې وروسته مو د ټولګیوالو سره دا خبره تازه کړه چې سبا به یوه هم کتاب نه هیروو.

وړاندې تر دې چې د کور په لور روانه شم د پوهنتون کتابتون ته مې سر ورښکاره کړ او هغه کتابونه مې ولیدل چې ټولګیوالو مو د کورنۍ دندې په بدله کې د پوهنتون کتابتون ته ډالۍ کړي وو، کتابونه ټول طبې وو چا د راتلونکو سیمیسترونو کتابونه راوړي وو او چا هم د طب اړوند نور کوچني کتابونه…

کور ته په راتګ مې د ګوتو بار،بار ټقونه ویستل او یواځې همدا سوچ مې کاوه چې کله به سهار کیږي او زه به هم لکه د نورو ټولګیوالو د کتاب د ډالۍ کولو په بدل کې د شلو نمرو څخه برخمنه کیږم.

شپه تیره شوه او سهار مې مور په دې پلمه وختي پاڅولم چې پوهنتون ته ورشم او راکړې کورنۍ دنده مې وسپارم.

ما هم ددې لپاره چې ښوونکی خوښ شي د یو پرځای دوه طبې کتابونه له ځانه سره واخیستل او د پوهنتون پر لور روانه شوم…

په پوهنتون کې مې خپل اړوند ښوونکی ډیر په سختۍ وموند او ورسره د سلام وروسته مې ورته کتابونه په لاس کې ورکړل.

زه: استاد وبخښه دا هغه کتابونه دي چې تا کورنۍ دنده راکړې وه!

ښوونکی: په غوسه شو دا نو چیشی دي!!!؟

زه: استاد د ټولګیوالو خو ما ولیدل تر دې يې بدتر کتابونه راوړي وو.

ښوونکی: زه دا نه اخلم هغو چې بدتر کتابونه راوړي بدترې نمرې به ورکړم.

زه: ښه استاد اوس حل لاره راښایه څه وکړم؟

ښوونکی: یو ساعت وخت لرې او ورشه سم کتاب راوړه!

زه: سمه ده استاد راوړم يي…

په ډیرې ناهیلۍ د کور په لور روانه شوم، کله چې مې د کور دروازه خلاصه کړه مور مې په دهلیز کې د کوچنیو خویندو او ورونو سره د سهار ناشتې ته ناسته وه.

سره له دې چې ټولو راته د چای څښلو ست وکړ خو ما ځکه رد کړ چې هلته ښوونکي یو ساعت وخت راکړی وو او ماسره د کامیابۍ او ناکامۍ وسوسې وې.

د خپل کور کوچنۍ کتابخانې ته مې پام شو هلته داسې لوی او انګلیسي طبې کتابونه وو چې زما مشرې خور د خپلې اضافه مطالعې لپاره اخیستي وو.

د همدې ښوونکي د مضمون اړوند یو لوی کتاب مې ترې واخیسته او د بیا ځل لپاره د پوهنتون په لور روانه شوم.

په پوهنتون کې مې ښوونکی پیدا کړ او ورته مې وویل:
استاد دا مې بل کتاب راوړ!

استاد: بیا تندی تریو کړ او زیاته يې کړه چې دا خو زوړ دی باید نوی دې اخیستی وو!

زه: استاد دا قبول کړئ ځکه تګ راتګ بیا نشم کولی.

ښوونکې کتاب واخیست خو زه په دې ناهیلې نشوم چې ولې زه دوه ځلې د لیرې لارې مزل ته اړ شوم؟ پدې هم ناهیلې نشوم چې ښوونکی غوصه شو، نه ستړیا او نه هم خپلې په عذابتیا دومره ناهیلې کړم.
خو؛
پدې ډیره وځوریدم چې آی کاش!!!

زموږ زده کوونکو، محصلینو، ځوانانو او ټولو لوستو وګړو خپل کتابونه سم لوستل!

دلته خو موږ ډیری داسې بې پروا زده کوونکي او محصلین لرو چې پرته د آزموینې بل وخت د کتاب مخ هم نه ګوري د اضافه کتابونو مطالعه خو لا لیرې ده.

آی کاش!

کتابونه مو د کتابتون د تختو پرځای زموږ په لاسونو کې په لوستلو زړیدلای.

آی کاش!

ترمنځ مو مطالعه دومره عامه وای چې خپل ټول بیکاره وخت مو په مطالعه تیرولای.

آی کاش!

موږ خپل راتلونکی او مثبت فکر په کتاب لوستلو جوړولای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده