ټولنیز ژوند زده کړې طبیعت

څنګه کولی شو چې ښه تمرکز وکړو او اغیزناکه مطالعه ولرو ؟!

ژباړه: نور احمد فضلي

د مطالعې پر مهال پر متن باندې د تمرکز زیاتول چې درک او فهم ته اړتیا لري؛ خورا مهم دي. درس ویل که د ازموینې، تشریحاتو وړاندې کولو او حتا د کار پیداکولو په موخه د مفهومي مطالعې او… له پاره وي؛ دا ټول هغه موارد دي چې تمرکز ته اړتیا لري.

که تاسې هم له هغو کسانو څخه یاست چې د مطالعې پر مهال تمرکز نه لرئ؛ اړ کېږئ چې یو متن بیا بیا ووایاست او یا تر مطالعې وروسته مو په ذهن کښې هیڅ شی نه پاتېږي، باید په ځان کښې د تمرکز زیاتولو مهارته پیاوړی کړئ.

د مطالعې پر مهال د تمرکز زیاتولو او پیاوړي کولو په موخه څو حللاري شته چې په ټولییزه توګه دوه ډوله دي:

۱:- پر تمرکز باندې ګټور محیطي لاملونه
۲:- فردي (ذهني) لاملونه او د مطالعې ډول

د ګټورې مطالعې لپاره د تمرکز زیاتولو په موخه مناسب چاپېریال
د درس لوستلو له پاره ښه او مناسب چاپېریال هغه ځای ته ویل کېږي چې تاسې هلته سکون احساسوئ. د دغسي یوه چاپېریال رامنځته کولو له پاره کولای ئ چې لاندي اقدامات او نمونې په پام کښې ونیسئ:

د مطالعې چاپېریال مو پاک او جلا کړئ
د لوبو شیان او هغه سامان چې په لیدلو سره یې ستاسې حواس بل لور ته اوړي، د مطالعې له چاپېریال څخه لېري کړئ. په داسې ځای کښې مطالعه وکړئ چې هلته اضافي سامان نه وي او همدارنګه داسې سامان چې تاسې ته نور کارونه در په یادوي؛ هم د مطالعې په چاپېریال کښې مه ږدئ.

همدارنګه د مطالعې چاپېریال باید له خوځښت او حرکت څځه لېري وي، د بېلګي په ډول داسې ځای نه وي چې د نورو د تېرېدو لاره وي او یا ورڅخه د موټرانو تېرېدل مشاهده کيږي. (لکه د پنجرې څنګ چې د مطالعې له پاره مناسب ځای نه دی.)

د تمرکز زیاتولو لپاره د اورېدونکو انګېزو څخه اجتناب وکړئ
کله چې د مطالعې له پاره تمرکز ته اړتیا لرئ د اورېدونکو انګېزو څخه ځانونه لېري کړئ. شوني دي ډېر کرار او کمزوري طبیعي اوازونه او یا په کښته اواز سره له شعر پرته موسیقي ستاسې سره د تمرکز په زیاتولو کښې مرسته وکړي، خو پام کوئ چې غزلې اورېدل، ټلوېزیوني خپرونې یا خبري او یا هر هغه ږغ چې هغه کښې خبري اترې کیږي؛ شوني دي ستاسې د حواسو منحرفولو سبب شي.

خاموش چاپېریال
د مطالعې پر مهال باید په داسې محیط کښې یاست چې د سکون احساس کوئ. لوږه، تنده، ډېر ګرم او یا یخ چاپېریال هغه لاملونه دي چې کولای شي په تاسو کښې د تمرکز له منځه تلو سبب شي. همدارنګه سټریس هم د عدم تمرکز سبب کيږي.

د چاپېریالي لاملونو په څنګ کښې باید خپل دننني او ذهني شرایطو ته هم پاملرنه ولرئ او د متن سره د ګټورې اړیکې ټینګولو په موخه د فعالو لارو چارو څخه کار واخلئ.

د درسي کتاب سره اغېزناک تماس نیول
ددې له پاره چې د مطالعې لاندې متن سره په ښه توګه تماس ونیولای شئ او متن ذهن ته وسپارلای شئ، کولای شئ د لاندینیو حلچارو څخه کار واخلئ:

د درس په ښه زده کړه کښې له وړاندې مطالعه وکړئ
د متن سره د بوختېدو او تمرکز زیاتېدو په موخه له وړاندې مطالعه او د هغې اړوند فعالیتونه ډېره مرسته کوي. د بېلګي په توګه: د مطالعې له پیل څخه وړاندې او د موضوعاتو او عنوانونو پر بنسټ؛ پوښتنې مطرح کړئ.

همدارنګه د لوستلو په حال کښې مطالبو سره د مخکينیو ویل شویو هغو ترمنځ ارتباط ورکول ډېر ګټور دي. د مطالعې وړاندې فعالیتونو ترسره کول ستاسې ذهن د لوستل کېدونکو مطالبو د بشپړ درک له پاره چمتو کوي.

له انځورنو او ګرافونو څخه ګټه واخلئ
دماغ مو له مطالبو سره وتړئ او یوازي یې پر لوستلو بسنه مه کوئ. کوښښ وکړئ چې انځورونو، ګرافونو او اطلاعاتو څخه په ګټي اخیستنې یې یو له بل سره ارتباط ورکړئ.

تر مطالعې وړاندې چې مو کومي پوښتنې مطرح کړي دي؛ هغوی ته ځواب ورکړئ. یاداښتونه درسره واخلئ او لنډیز یې راوباسئ – ددې سره په څنګ کښې، د متن کلیدي او برجسته لغاتونه او عبارتونه په نښه کړئ.

په لوړ اواز یا د شونډوانو په ښورولو سره لوستل وکړئ
په لوړ اواز او یا د شونډانو په خوځولو سره مطالعه وکړئ. دا کار شونی دی د مطالعې د ګړندیتوب د کمښت سبب وګرځي، خو ژور تلل هغه زیاتوي او مرسته کوي چې مطالب درک او په حافظه کښې یې وساتئ.

له استراحت پرته مطالعې څخه ډډه وکړئ
په پر له پسې توګه مطالعه مه کوئ. ستاسې دماغ د نویو مالوماتو د تحلیل او ذهن ته سپارلو له پاره وخت ته اړتیا لري. کابو د هغه وخت د نیمی معادل چې تاسې د هري جملې او پاراګراف له پاره ورکړی دی هغه د دماغ د استراحت له پاره وټاکئ.
د بېلګي په توګه: که د یوې جملې لوستلو ستاسې څخه ۱۰ ثانیې وخت ونیوی، کله چې مو جمله خلاصه کړه، ۵ ثانیې تامل وکړئ. دا کار د هر پاراګراف او برخې په پای کښې هم عملي کړئ.

همدارنګه د هري برخي په پای کښې ( کله چې یو مبحث خلاصیږي او نوی عنوان شروع کیږي)، په یوه یا نهایتاً دوو جملو کښې د متن لنډیز په خپلو جملو کښې یاداښت کړئ او د لوستل شوو مطالبو ترمنځ ارتباط وارزوئ.

د مطالعې پر مهال د تمرکز درلودل ډېر مهم دي چې دا کار یوازې په ډېر تمرین او بیاځلي سره شونی کیږي. په دې مطلب کښې مو د مطالعې پر مهال د تمرکز زیاتېدو په اړه ګټورې حللارې وړاندي کړلې خو همېشه نوري حللارې هم موندل کیږي.

د مطالعې په موخه د تمرکز زیاتېدو حللارې شوني دي په لومړیو کښې ستاسې د مطالعې ګړندیتوب راکم کړي، خو وروسته تر دې چې حللارې مو زده کړلې، د مطالعې وختونو د شمېر په کمولو سره به مو ګړندیتوب څو چنده زیات شي او یوه ګټوره او اغېزناکه مطالعه به ودرلودلی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي