ټولنیز ژوند زده کړې

د مطالعې انګیزه لوړول

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په مطالعه کې د انګېزې د رامنځته کولو لپاره ۹ آسانه لارې:
دلته په مطالعه کې د انګېزې د ډېرولو لپاره، څو تګلارې وړاندې کېږي، چې هیله من یم، ستاسو لپاره ګټورې وي:

۱ ـــ د مطالعې لپاره ځانته مکافات په پام کې ونیسئ. د بېلګې په توګه: له یوې بریالۍ مطالعې وروسته، کولای شئ، ځانته یو ستر سړوبی ( آیسکریم ) واخلئ او یا بل هرڅیز چې خوښېږي مو.

۲ ـــ له خپلو دوستانو سره مطالعه وکړئ، کولای شئ لږ بوختیا ولرئ، خو افراط مه کوئ.

۳ ـــ ځانته د خپلو اوږد مهالو موخو یادونه وکړئ، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، زده کړنیزې بریا ته اړتیا لرئ او د زده کړنیزې بریا لپاره مطالعې ته اړتیا لرئ.

۴ ـــ د خپلو حواسو ګډوډونکي لاملونه لرې کړئ، که چېرې د هغو کارونو ترڅنګ چې د مطالعې په پرتله له ترسره کولو سره یې ډېره زیاته مینه لرئ، په مطالعې بوخت یاست، نو په احتمالي توګه د مطالعې پرځای به هماغه کارونه ترسره کړئ.

۵ ـــ په هرهغه څه کې چې غواړئ مطالعه وکړئ، د مینې او لېوالتیا د رامنځته کېدو په لټه کې واوسئ، دا کار به د مطالعې خوند لا پسې زیات کړي.

۶ ـــ استراحت وکړئ، کله مو چې داسې احساس وکړ، چې استراحت ته اړتیا لرئ، په هغه ځای کې خپله مطالعه ودروئ، کوم چې د منلو وړ ده، دا کار د دې سبب ګرځي، کله چې غواړئ بیا مطالعه پیل کړئ، نو هوسا واوسئ.

۷ ـــ یو آرامه او مناسب چاپېریال رامنځته کړئ. که چېرې د هوساینې احساس وکړئ، نو مطالعې سره به مو مینه او لېوالتیا لاپسې زیاته کړي.

۸ ـــ د مطالعې د هرې ناستې لپاره معقولې موخې وټاکئ. احتمالاً که چېرې د خپلې مطالعې ناستې ته د یو ناشوني ماموریت په سترګه وګورئ، نه شئ کولای، چې ډېر پرمختګ ولرئ.

۹ ـــ له یو انګېزه رامنځته کوونکي پوسټر څخه ګټه واخلئ، پوسټر په داسې یو ځای باندې را وځړوئ، چې وکولای شئ، د مطالعې پرمهال ورته وګورئ، په پوسټر کې باید هغه کلمې او انځورونه ځای پرځای شوي وي، چې بریالیتوب ښکاره کړي. کولای شئ، یو له دې پوسټرونو څخه واخلئ او یا یې د ځان لپاره جوړ کړئ، دغه راز د واقعي انسانانو په اړه الهام بښونکې کیسې ولولئ، کوم چې بریا ته رسېدلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل