ټولنیز ژوند زده کړې کلتور او هنر

زده کوونکي مو زده کړو ته داسې متحرک او مینوال کړئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس

په ښوونيزو او روزنيزو مراکزو کې يوه لويه ستونزه چې ښوونکي او لارښوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه په زده کوونکو کې د انګېزې نشتون او يا د درسونو سره نه لېوالتيا ده. د دې ستونزې د حل لپاره به په دې ليکنه کې تاسو ته ځينې لنډې لارښوونې وړاندې شي.

۱- د زده کوونکو د برياليتوب لپاره ډالۍ په پام کې ونيسئ، د ډالۍ په ورکولو هغوی نه يوازې دا چې خوشحالېږي؛ بلکې د نورو برياليتوبونو لپاره يې هڅې لاپسې ډېرېږي.

۲- د زده کوونکو فردي تفاوتونو ته په احترام بايد هېڅکله د هغوی ترمنځ توپيري چلند ونکړو.

۳- هڅه دې وشي چې په ټولګيو کې د زده کوونکو ترمنځ ډېر عاطفي مسايل مطرح او له سختګيرۍ، قيدګيرۍ، تبعيضي چلند او منفي قضاوتونو څخه په کلکه ډډه وشي.

۴- هڅه وکړئ چې ژر تر ژره د ازموينو د اخېستلو سره زده کوونکو ته د هغوی پايلې اعلان کړئ.

۵- د دې لپاره چې د زده کوونکي د درس لپاره لېواله وساتئ، هغوی ته د هر درس موخه او ګټه په مفصل ډول تشريح کړئ.

۶- زده کوونکو ته د زده کړو څرنګوالی او د عملي تجربو څرنګوالی مشخص او ورزده کړئ.

۷- د دې لپاره چې په زده کوونکو کې د مسوليت احساس پيدا شي، له هغوی څخه وغواړئ چې په ټولګي کې تدريس شوی درس د نورو هم ټولګيوالو سره شريک او ورته زده يې کړي.

۸- د زده کوونکو د درسي ستونزو په تړاو د هغوی سره بحث او شننه وکړئ.

۹- په تولګي کې په انفرادي توګه د زده کوونکي تشويقول او هڅول ډېره ګټه لري.

۱۰- درسي مطالب بايد په ترتيب سره له اسانه څخه نيولې تر ستونزمنو پورې تشرېح شي.

۱۱- د زده کوونکو ترمنځ بايد د ناسالمه رقابتونو مخه ونيول شي.

۱۲- د زده کړې پروسه بايد ( تهديدوونکې ) نه وي.

۱۳- د زده کړو پروسه بايد معياري او د عصر د ټکنالوژۍ سره برابره وي.

۱۴- د زده کوونکو ترمنځ ذهني او تحريکوونکې پوښتنې مطرح کړئ، ترڅو هغوی د موضوع په اړه بحث او شننه وکړي.

۱۵- د زده کوونکو جسمي او روحي حالت ته په کتو هغوی ته په دې برخه کې لارښوونې وکړئ.

۱۶- د ټولګي چاپېريال بايد د ښو او منظمو طرحو سره زړه راښکونکی کړئ.

۱۷- د ازموينو په اخېستلو کې بايد په خپلو ژمنو عمل وکړئ.

۱۸- د زده کوونکو سره بايد ښه اخلاق او غوره رويه وشي.

۱۹- د زده کوونکو د وړتياو لوړولو لپاره بايد هغوی ته په درسي پروسه کې ونډه ورکړل شي او ډول ډول پوښتنې ترې وشي.

۲۰ – په دې بايد ځان ډاډه کړو چې زده کوونکې په رښتيا سره د درس پيلولو ته چمتو دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی