بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د حافظې او ذهن پیاوړي کولو لپاره ۵ غوره تمرینونه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان ورزش او بدني تمرینونو ته ارزښت ورکوي او معمولاً په خپل ژوند کې د فزیکي تمریناتو لپاره یو ځانګړی پروګرام مشخصوي، خو دا ټکی هېروی، چې باید خپل ذهن ته هم تمرین ورکړي، د روزنې او پیاوړتیا لپاره یې باید پروګرام جوړ کړي.

که چېرې هوډ لرئ، چې خپل تمرکز پیاوړی او نوي مفاهیم درک کړئ، نو باید د هغو تګلارو په لټه کې شئ، چې په مرسته یې وکولای شئ، خپلې حافظې او ذهن ته تمرین ورکړئ. ذهني تمرینونه له تاسو سره مرسته کوي، فعاله حافظه او مغز ولرئ. ښایي د وخت په تېریدو سره، نور د نویو مسایلو په زده کولو پسې ونه ګرځئ، مطالعه پرېږدئ او نوې پوهه هم ترلاسه نه کړئ، خو باید په همدې ټکي کې دا اعلان کړو، چې د ژوند په دې تګلارې سره، په لنډه موده کې ذهن او حافظه مو له نویو ننګونو سره مخامخ کېږي، چې په بشپړه توګه به ښه پایله ونه لري. په همدې دلیل، له دې ستونزې څخه د مخنیوي لپاره، له تاسو سره ۵ فوق العاده ذهني تمرینونه شریکوو، ترڅو خپل ذهن د اوږدې مودې لپاره ځوان او ځیرک وساتئ، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ هره ورځ په مسایلو باندې له ځان سره مرور وکړئ

آیا له آزموینې څخه یوه شپه مخکې مو په یادېږي، چې په څه چټکتیا سره مو درس زده کاوه او خپل مغز ته مو بېلابېل معلومات لېږدول؟ باید پوه شي، چې دا تګلاره د حافظې لپاره یو غوره تمرین ګڼل کېږي. البته چې ډېری کسانو د وخت په تېرېدو سره زده کړې درولي او د بېلابېلو مطالبو یادول یې هم پریښي دي. د دې تمرین د ترسره کولو لپاره اړتیا نه شته، چې په نوې څانګې او مسلک پسې لاړ شئ.

بسنه کوي، چې مازدیګر مهال او یا د شپې له مخې، هغه څه مو، چې د ورځې په اوږدو کې ترسره کړي دي، له کومو پېښو سره، چې مخ شوي یاست او هغه خوړنیز توکي مو چې خوړلي دي، په ډېرې آسانۍ له ځانه سره پرې مرور وکړئ. همدا موارد په ورځنۍ توګه له مرور او یادولو سره مرسته کوي.

د ورځنیو خاطرو لیکل به هم یوه مناسبه تګلاره وي او تاسو ته دا ډاډ درکوي، چې اړ کېږئ هره ورځ دا تمرین ترسره کړئ. ښایي داسې ښکاره شي، چې د دې تګلارې تر شا کومه موخه شتون نه لري، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې په هغه څه باندې مرور کول، چې د ورځې په اوږدو کې رامنځته شوي، د ذهن او حافظې لپاره به یو فوق العاده تمرین وي.

۲ ـــ ذهني نقشه جوړه کړئ

فضایي حافظه مو څنګه ده؟ د ډېری کسانو لپاره د ځایونو یادونه او هغو ته د رسېدو تګلوری ډېر سخت او ستونزمن ښکاري او ډېری وخت نه شي کولای، چې بېلابېلې فضا ګانې په خپل ذهن کې مجسمې کړي، که تاسو هم له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان یاست، نو د ذهني نقشې رامنځته کول به ستاسو د فضایي حافظې د پیاوړتیا لپاره یو ښه او غوره تمرین وي.

هغه څه، چې باید په دې تمرین کې یې ترسره کړئ، په دې ډول دي: هر کله، چې نویو ځایونو ته ځئ، کور ته له راګرځېدو وروسته، نقشه یې په خپل ذهن کې مجسمه کړئ، هغه رامنځته او د کاغذ پرمخ یې انځور کړئ. دا تګلاره نه یوازې ستاسو فضایي حافظه، بلکې بصري حافظه مو هم ښه کوي. آیا ستاسو په اند دا تمرین بېساری نه دی؟

۳ ـــ له خپل مخالف لاس څخه ګټه واخلئ

کین لاسی یاست یا ښی لاسی؟ یو له په زړه پورې تمرینونو څخه دا دی، چې خپل ټول معمول کارونه په خپل غیر غالب لاس سره ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې ښی لاسی یاست، نو هڅه وکړئ، چې په خپل کین لاس سره لیکنه وکړئ، یا خپل غاښونه په خپل کین لاس سره مسواک کړئ، له شک پرته د دې تمرین په پیل کې، دې ته متوجه کېږئ، چې دا تمرین ډېر زیات ستونزمن دی، خو اندېښنه مه کوئ، دا اخیستنه (برداشت) په بشپړه توګه طبیعي تر سترګو کېږي، د دې لپاره، چې وکولای شئ، له خپل غیر معمول لاس څخه ګټه واخلئ، ډېرو هڅو ته اړتیا لرئ، خو باید پوه شئ، چې د دې تمرین پایله مثبته او بېسارې ده، په دې تمرین کې په ډېرې سختۍ سره د فعالیت او تمرین په حال کې یاست.

۴ ـــ د خپل ژوند معمول پروګرام ته بدلون ورکړئ

ښایي احمقانه ښکاره شي، خو کله چې د خپل ژوند معمول او عادت شوي پروګرام ته بدلون ورکوئ، په حقیقت کې ځان ته د تمرین ورکولو په حال کې یاست. د بېلګې په توګه: له لېفټ څخه د ګټه اخیستنې پرځای د پوړیو له لارې خپل د خوښې وړ پوړ ته لاړ شئ او د خپلې همېشنۍ کاري تګلارې پرځای، له یوې بلې تګلارې څخه کار واخلئ. دا کار ستاسو د پام او توجه سطحه پیاوړې کوي او ستاسو د لا هوښیارتیا سبب ګرځي، دا تګلاره په دې دلیل اغېزمنه او مثبته ده، چې د دې سبب ګرځي له نویو مسایلو سره مخامخ شئ. کله چې خپل فعالیت په خپلې همېشنۍ تګلارې سره ترسره کړئ، نو خپلې شاوخوا ته به ډېر کم پام او توجه ولرئ.

د بېلګې په توګه: که چېرې له یوه نوي تګلوري څخه خپل کار ځای ته لاړ شئ، نو اړ یاست، چې د هغه په اړه ډېر فکر او توجه وکړئ، چې باید په کوم سړک کې ښي لوري ته لاړ شئ یا که چېرې په غلطه لار تللي یاست، کومې خواته، خپل لوري ته بدلون ورکړئ، له دې وروسته کولای شئ، کله چې کور ته راغلئ، دې تمرین ته له ذهني نقشې جوړولو سره تړاو ورکړئ، ترڅو ذهن مو لا پسې فعال وساتئ.

۵ ـــ هره ورځ یو نوی څیز زده کړئ

دا تمرین په دې مانا نه دی، چې هرومرو باید په نوې تخصصي دوره کې نوم لیکنه وکړئ یا یوه ځانګړې څانګه کې زده کړې وکړئ. په ورځني ژوند کې ډېر زیات مسایل او موضوعات شتون لري، چې کولای شئ، هغو ته د تمرین په سترګه وګورئ او له هغو څخه نوي څیزونه زده کړئ. د بېلګې په توګه: کولای شئ د خپل یوه ملګري د ټیلیفون شمېره یا پته، چې تل دا عادت لرئ، په اړه یې پوښتنه وکړئ او هېڅکله یې یاد ته نه سپارئ، یاد ته وسپارئ او خوندي یې کړئ. دا مورد هم په یو ډول زده کړه ګڼل کېږي او ګټور به وي.

آیا هېڅکله مو د خپلې حافظې د پیاوړتیا لپاره، له دې تمرینونو څخه هېڅ یو نه دی ترسره کړی؟ ستاسو په اند کوم تمرین ګټور او د ګټه اخیستنې وړ دی؟ په یاد شویو تمرینونو سر بېره، د حافظې او ذهن د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې او ډېرې نورې تګلارې هم شتون لري. د بېلګې په توګه: د شمېرو د جدول تمرینونه او د ذهن د فعال ساتلو لپاره، له ځانګړو اپلیکېشنونو ګټه اخیستنه. دا ټکی په یاد لرئ، چې د ذهن او حافظې تمرینونه د بېلابېلو مسایلو په یاد ته سپارلو او د هغو په نه هېرولو کې ځانګړی اغېز لري. د فزیکي او ذهني تمرینونو ترسره کول د بدني او اروایي روغتیا لپاره ډېر ګټور دي او کولای شي ستاسو لپاره د ژوند یو غوره ډول رامنځته کړي، نو ژر تر ژره لاس په کار شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل