خواړه روغه سټه ژوند بڼه

د مغزو د قوي کولو لپاره اته ګټورې لارې

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلما افغان

پخوا پوهان په دې اند وو چې، ماغزه یواځې د وخت په تیریدو او د عمر په پخیدو قوي کیږي خو اوسنۍ څیړنې ښيي چې، د ژوند کولو لپاره داسې مراحل شته چې، انسان يې په عملي کولو سره خپل ماغزه قوي کولای شي، موږ د اتو داسې کړنو یادونه کوو چې په ترسره کولو به يې ستاسو ماغزه قوي شي:

۱.غذايي رژیم

غذايي رژیم ، روژه نیول او د شپې لخوا لږ خوراک مو د عقلي بیماریو د اخته کیدو خطر کموي.

دلته کولای شو د روژي مثال ورکړو، روژه نیول مو په بدن کې د پروټین ، لپټین او د چاغوالې تحریک کوونکي هورمونونو فعالیتونه راکموي او د نیورونونو د انرژۍ مصرف مو زیاتوي.

غذايي رژیم د دماغو د قوي کولو ښه لاره ده نو؛ دا به غوره وي چې په هره عادي اونۍ کې یو ورځ روژه واوسو.

۲.سفر

نوي او پیچلې محیط ته تګ مو ماغزه په کار اچوي، مختلفو توکو ته مو متوجه کوي او دا چاره مو د مغزو د قوي کولو سبب ګرځي.

مهمه نده چې، تاسو دې ټولې نړۍ ته سفر وکړئ، یواځې دا اړینه ده چې تاسو هغه ښارونو یا ځایونو ته ولاړ شۍ چې، ستاسو د خوښې وړ وي.

۳.د خاطرو جوړولو تکنیکونه

خپلو مغزو ته داسې تمرین ورکوونه چې، آن د زړښت پرمهال يې هم د حافظې د زوال سره مخ نشئ.

د مثبتو پیښو په اړه تصویر جوړونه، ښې پیښې ذهن ته سپارل او د ژوند خوندورې لحظې مو د واقعیتونو جوړول هغه کړنې دي چې، د دماغو د قوي کیدو سبب مو ګرځي، مثال: د داسې پیښو انځور ګري چې، تاسو ته حیرانوونکي او خوښوونکي وي او هیڅکله مو نه هیریږي نو هڅه وکړئ داسې پیښو ته په ذهن کې ډیر ځای ورکړئ.

۴. له کیڼ لاس څخه استفاده

موږ تل له ښي لاس څخه استفاده کوو او له کیڼ یا مخالف لاس څخه په ورځنیو چارو کې استفاده نه کوو ځکه دا چاره راته ستونزمنه ښکاري، هڅه وکړئ د ورځې په اوږدو کې ځینې کارونه قصداً په کیڼ لاس ترسره کړئ، څیړنو ښودلې په کیڼ یا مخالف لاس کار کول مو د مغزي شبکو په قوي کولو کې ډیره همکاري کوي
په مخالف لاس کار کول مو د ذهنې پیاوړتیا او آن د روحي سلامتیا سبب ګرځي.

۵. د داستان مطالعه

په یوه علمي څیړنه کې چې په مختلفو کسانو ترسره شوه د نوولس ورځو په اوږدو کې یو داستان په څو کسانو ولوستل شو او په پای کې څیړونکو دا ثابته کړه چې، داستان مطالعه کول مو د مغزو د قوي کولو سبب ګرځي ځکه؛ داستان لوستونکی په داستان کې نوې پیښو، کرکترونو او حالاتو سره مخ کیږي او دې حالت ته په کتو ځان کټ مټ په داستان کې دخیل بولې او دا حالت داستان لوستونکی د فزیکي خواص او نورو ټولو سیسټمونه په کنټرول کې متوجه کوي
د داستان لوستل انسان د داستان په اصلي موقعیت کې دخیلوي چې، یاد شخص نوې پیښې په نوې فضا کې تجربه کوي.

۶. د نویو لغاتونو زده کړه

د نوو لغاتونو یا بلې ژبې زده کړه مو ماغزه ډیر قوي کوي ځکه د نوو شیانو زده کړه ماغزه په کار اچوي او دا چاره مو د ذهن په قوي کولو کې ډیر اهمیت لري نو د نورو ژبو او یا نوو لغاتونو په زده کړه کې لټي مه کوۍ.

۷. د هنري کارونو ترسره کول

رسامې، نقاشي، د طرحو جوړول او دې ته ورته د نورو هنرونو زده کول او ترسره کول مو د ذهن قدرت پورته وړي نو؛ ددې لپاره چې، ذهن مو په کار واچول شي او تلپاتې قوي پاتې شي نو هر هغه هنر چې، تاسو ته په زړه پورې ښکاري په کار پرې وکړئ.

۸. خوب

د اوو تر اتو ساعتونو خوب کول مو د عصبي سیستم په قوي کولو کې ډیره ونډه لري.
هڅه وکړئ په خپل وخت ویده او په معلوم وخت له خوبه پاڅیږئ او ددې لپاره چې، ارامه خوب وکړئ تر خوب وړاندې یو ګیلاس چای وڅښئ او د خوب ځای مو په خپلې خوښې ځانته چمتو کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده