ټولنیز ژوند روغه سټه

په حمام یا لامبه سره د رواني فشار مخنیوی

لیکنه: مریم شریفي

لیکنه: مریم محمدي

له رواني فشارونو نه د ځان ژغورنې لپاره یو شمېر څیړنې ترسره شوې چې په بیلابیلې حل لارې وړاندې شوې دي.

تاسو به هم د یادې ناروغي د مخنیوي په اړه مطالعه کړي وي، خو نن درسره په دې خبرې کوو چې حمام هم د رواني فشارونو مخنیوی کوي.

خپگان د روحي روغتیا یو پیچلی او مشکل حالت دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په نړۍ کې څه د پاسه ٣٠٠ میلیونه خلک پرې اخته دي. د اټکل له مخې یواځې په امریکا کې شاوخوا ١۴،٨ میلیونه امریکایان د خپگان په ناروغۍ مبتلا دي.

مخکې له دې چې د حمام یا غسل په رول خبرې وکړو، غواړو د رواني فشانو په اړه معلومات درکړو:

د ذهني یا رواني فشار نښې کومې دي؟
– د ویرې یا ډار احساس پیدا کول
– د لوږې کمښت یا هیڅ لوږه نه لرل
– ډیری وخت د ډیرې ستړیا احساس درلودل
– د سر شدید دردونه
– د بدن په ډیرو برخو کې د دردونو احساس
– د زړه د ضربان چټکتیا
– شپه په ویښه تیرول یا د شپې خوب نه لرل
– بې وخته زکام او ټوخی
– له جماع (کوروالي) سره کمه علاقه
– د بدن په ځینو برخو یا پر مخ باندې د دانو یا بخارونو ناڅاپه را څرګندیدل
– د رواني فشار یا ډپریشن او یا هم د بې راحتۍ احساس درلودل
– بې وخته یا حق ناحق ژړا کول

نو که چېرې تاسو له داسې حالت سره مخ کیږئ ښه ده چې حمام وکړئ، څیړنو ښودلې چې د سانتیگراد په ۴٠ درجو گرمو اوبو کې د ٣٠ دقیقو لپاره حمام یا لمبیدل هماغمره گټور دي لکه فزیکي تمرینونه چې اثر کوي.

پدې کې شک نشته چې فزیکي تمرینونه د خپگان د اعراضو د له منځه وړلو تر څنگ د بدن پر نورو غړو او سیستم باندې هم مثبت اثر لري، خو په گرمو اوبو لامبا هغو کسانو ته د خپگان د قابو کولو ښه لار ده چې د فزیکي ستونزو په وجه بدني تمرینونه نشي کولای.

د څیړنو موندنې ښیي چې په گرمو اوبو کې د اوږد وخت لپاره لمبیدل د ناروغانو د روحي حالت د ښه کیدو سبب کیږي.

د مخه هم څیړنو ښودلې وه چې بستر ته له تللو دمخه په گرمو اوبو لامبا په جلد کې د وینې جریان زیاتوي او د بدن اضافي حرارت راکموي چې دغه د خوب د ښه کیدو سبب کیږي. د بیدیدو ستونزې د خپگان په گډون د روحي ناروغیو عوامل دي.

یاده دې وي چې د نارینه و په پرتله ښځې زیاتې د خپگان نه رنځیږي او رواني حالت له دې سره چې د نورو ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب کیږي د سختوالي په صورت کې حتا ناروغ شخص ځان وژنې ته اړ کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي