ټولنیز ژوند روغه سټه

له سټريس او فشاره د خلاصون لاري چاري

ژباړه: نوراحمد فضلي

د سټريس پر مهال د لا زيات سکون ترلاسه کولو په موخه تر ۳ پوري حساب وکړئ، عضلات رامنقبض کړئ او د تخيل له قدرته مو استفاده وکړئ همدارنګه مُسېدل، حرکت، موسیقي اورېدل، مناسبه تغذیه، کافي خوب او خبري کول د انسان په آرامښت په ځانګړي ډول د سټریس او فشار پر وخت اغېزناک رول لري.

د رواني روغتيا ساتني څانګي متخصص نیروشک د احساساتو د کنټرول په باره کښي د ښاریانو د یوې پوښتني په ځواب کښي وويل: عصاب د مغز يوه برخه ده چي د فرد سره د هیجاناتو د مدیریت په برخه کښي مرسته کوي، د سټريس ددې موقع پر برابر پرېږدئ چي عصاب هغه ستاسو څخه لېري کړي. ددې کار له پاره کولای سئ چي له ځینو لارو چارو ګټه واخلئ.

– تر ۳ حساب وکړئ
نوموړي وويل: ستاسي مغز هغه اکسېجن ته چي تاسې تنفس کوئ اړتیا لري. هرکله چي په تشويش کښي ياست د پزي له لاري اوږده او کراره ساه واخلئ د ساه اخیستلو پر مهال تر ۳ حساب وکړئ وروسته خپله ساه ونيسئ او تر ۳ پوري حساب وکړئ بیا په کراره ساه دباندي راوباسئ او بیاځلي تر ۳ حساب وکړئ دا کار درې ځلي تکرار کړئ څو پوه سئ چي څومره تاسي ته د سکون احساس درکوي.

– عضلات منقبض کړئ
د رواني روغتيا څانګي نوموړي متخصص وويل: کله چي عصبي کېږئ شوني دي پرته له مخکینۍ خبرتیا خپل عضلات منقبض کړئ- تمرین وکړئ څو پوه سئ چي بېلابېل عضلې د انقباض (خلاصېدو) پر مهال څه احساس لري. ددې کار له پاره کولای سئ له پښو شروع او د بدن لوړي تنې خوا ته راسئ د عضلاتو هره نوع شخه کړئ تر ۱۰ حساب وکړئ او بيرته یې پرېږدئ.

– د خپل تخیل له توانه ګټه واخلئ
نیروشک پسي زیاته کړه: خپلي سترګي پټي کړئ او د خپلي خوښي، آرام او له شورماشوره خلاص ځای په فکر کي راولئ- داسي احساس وکړئ چي تاسي هملته ياست دا حس ستاسي سره مرسته کوي چي سکون حاصل کړئ.

– وخاندئ
یاد ارواپوه ددې تاکيد سره چي خندا بهترین درمل دي، داسي وويل: خندل د مغز سره مرسته کوي چي داسي کيمياوي مواد جوړ کړي چي درد له منځه یوسي او فرد ته ښه احساس ورکړي؛ په دې اساس خپلو ځینو کارونو ته وخاندئ، خندونکي فلمونه او تصویرونه وګورئ او داسي ټوکي زده کړئ چي په ویلو سره ئې وکولای سئ ځان او نور وخندوئ.

– حرکت وکړئ
نیروشک د هډوکو او عضلاتو د پياوړي کولو په منظور ورزش یوازینۍ لار په ګوته کړه او وې ويل: بدني تمرینونه سره له دې چي د وجود د استقامت لوړولو له پاره ښه دي، همدارنګه ذهن له ناخوښو افکارو او سټریس څخه د خلاصولو بهترینه لار هم ده. پلی تګ، منډي وهل او درانده ورزشونه ددې سبب کېږي چي د مغز په حکم کیمیاوي مواد ترشح سي او د فرد د حالت د بهبود سبب وګرځي.

– موسیقي واورئ
نوموړي زیاته کړه: له شعر او غزلي سره تړلې موسیقي کولای سي چي فرد آرام او پکښي شور راولاړ کړي، دا د فرد په علاقې پوري اړه لري چي غواړي څه ډول موسیقي واوري او يا وږغوي؛ ذهن نوموړی له ستونزو لېري کوي او فرد آراموي.

– مناسب خواړه او کافي خوب ولرئ
د رواني روغتیا ساتني څانګې دې متخصص د مناسبي تغذیې او کافی خوب په مرعاتولو سره د سالم ژوند ډول لرلو د تاکید سره، وويل: ځیني کسان چي کله ناراحته وي سالمه غذا نه خوري په داسي حال کښي چي دماغ له مغزي غذايي موادو څخه حاصلي انرژۍ ته اړتيا لري چي ښه کار وکړي او د فرد سره د ستونزو په حل کښي مرسته وکړي. ځيني کسان هم غذا د ذهني سکون او له ستونزو د خلاصېدو په منظور غذا یو عامل ګڼي او کله چي ناراحته وي نو کولچې، خواږه او حتا چربي لرونکي خواړه لري خو تر ددې هرڅه تر خوړولو وروسته لا هم ستونزي ورته په خپل ځای پاته وي.
کوم کسان چي دا طریقه غوره کوي چاغېږي خو د ستونزو اصلي حلچاري نه زده کوي چي په نتیجه کښې ستونزي هم نه حلېږي.

نوموړي لا پسي زیاته کړه: دماغ د ورځي په اوږدو کښي د ترلاسه کړو اطلاعاتو د تنظیم او ذخیره کولو په موخه کافي خوب ته اړتیا لري چي فکر او چُرت وهل د دماغ د اړتیا وړ کیمياوي مواد بدلوي – ځکه نو کافي خوب او استراحت دماغ ته لازم کیمياوي مواد تامینوي او فرد د نوي پیل له پاره چمتو کوي. که فرد په کافي اندازه خوب او استراحت ونکړي په زیات باور سره د ورځي په اوږدو کښي به د فرد سره د خستګۍ او بداخلاقۍ احساس مل وي. په همدې ورځ به د هري پيښي سره پازابېږي او ډېر بد غبرګون به ښيي- حتا امکان لري هر هغه څه چي فرد ناراحته کوي له هغه څه څخه چي دي – هم بدتر ورته مالومېږي.

– خبري وکړئ
نوموړي اظهار نظر وکړ: کله چي سټریس مو درباندي غالبه کېږي له ملګرو او دوستانو مو يوه ته د خبرو او مجلس کولو له پاره زنګ ووهئ او يا له خپل احساساتو د ږغېدو له پاره خپل تر ټولو زیات مهربان او زړه سواند مشر سره خبري وکړئ. له نورو سره د فرد موضوعات شریکول د نوموړي حال بهتر کوي- کله اړتیا وي چي د رواني روغتیا د څانګي له متخصص سره خبري وکړئ چي تاسو ته ګټوري مشورې درکړي. د نورو سره هم ځیني حللاري وي چي ممکن درته ګټوري ثابتي سي البته پام مو وي چي له څنګه کس سره خپل شخصي موضوعات شریکوئ- هغه باید داسي کس وي چي وسي کولای په هماغه وخت کښي ستاسي سره مرسته وکړي او د نوموړي زړه سوي او تخصص ته په کتلو سره چي لري ئې- تر ټولو ښې او مناسبي حللاري تاسي ته توصيه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي