اقتصاد بریا او پرمختګ مخکښان

د اپل شرکت مالک، سټيو جابز د برياليتوب ۶ رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د ټکنالوژۍ او ډيجيټلي نړۍ متفکر مغز، هغه څوک چې د ستونزو له دريابه راپورته شو او اوس په ټوله نړۍ کې دروند او ښه نوم لري.
هغه په ماشومتوب کې ډېرو ستونزو سره مخ و او وروسته له ۶ مياشتو له پوهنتون څخه وويستل شو. دا نو هغه وختونه و چې نوموړي په ډېرې سختۍ سره د خپلې ورځنۍ ډوډۍ مصارف پيدا کول؛ خو هغه وروسته له ډېرې مبارزې بريالی شو او په دې وتوانېده چې په ډيجيټلي نړۍ کې ستر بدلون رامنځ ته کړي او د يو لوی شرکت بنسټ کېږدي. هو! دا بل څوک نه، دا سټيو جابز دی، د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی او مالک. هغه څوک چې اوس يې په ټوله نړۍ کې خلک پېژني او د زحمتونو احسانمند يې دي. په دې ليکنه کې به د سټيو جابز د برياليتوب ۶ رازونه له تاسو سره شريک کړو.

۱) متفاوته واوسئ او متفاوت فکر وکړئ
په دې برخه کې د سټيو جابز وړانديز دا دی چې بايد متفاوته واوسو او له نورو مو توپير مالوم او څرګند وي. هغه ټولو هغو کسانو ته چې د سوداګرۍ نيت لري دا توصيه کوي چې مخکې د کار له پیل څخه متفاوت پاتې کېدل خپل لومړيتوب وګرځوي.

۲) راتلونکې ته هيله من اوسئ او اوږدمهالی ليد ولرئ
سټيو جابز وايي: تاسو بايد د تجارت او کار او بار په پيل کې د درامد يا عايد تمه ونلرئ او د دې پرځای هڅه وکړئ چې خلکو ته خپل مسلکي توب، رښتينولي او اعتماد ثابت کړئ. هغه په دې باور دی چې د لنډمهالي فکر پرځای بايد اوږدمهالي فکر ته مو پاملرنه جدي کړئ.

۳) له هغه کاره چې خوند اخلئ، ويې کړئ
جابز وايي، مخکې له دې چې يو کار، تحصيلي څانګه او مسلک ټاکئ؛ نو هرو مرو بايد خپل علايق، مينه او ذوق په پام کې ونيسئ. هغه تاکيد کوي چې بايد په خپله خوښه تحصيلي څانګه، مسلک او کار انتخاب کړئ او خپل مسلک سره بايد د زړه له تله مينه ولرئ.

۴) تل د نويو مالوماتو په لټه کې واوسئ
د جابز په نظر، تل په دې خاورينه نړۍ کې د زده کړې لپاره نوي څه شته. د بېلګې په توګه، حتی تاسو کولی شئ چې د پېرودونکو د خبرو اترو څخه هم نوي څه زده کړئ. مطلب دا چې د هغوی له خبرو د خپل تجارت د رونق او تنوع لپاره ډېر څه زده کولی شئ. نوي، کره او تازه مالومات مو له سيالانو څخه مخکې کولی شي.

۵) د تجارت روحيه بايد ولرئ
د سټيو جابز په باور بايد تل د تجارت او سوداګرۍ په نړۍ کې د نويو او لويو نظريو او ايډيو په لټه کې واوسئ. هغه ايډيې چې د تحقق او لاسته راوړو وړ وي. د تجارت په نړۍ کې معمولا لومړنی ګام اخېستل خورا سخت او دروند وي، نو په دې برخه کې شجاعت اړين دی.

۶) خپله وروستۍ هڅه مو وکړئ
جابز وايي: د سوداګرۍ او تجارت په نړۍ کې بايد د خپل کار د ښه والي لپاره خپله وروستۍ هڅه وکړئ. دا چې په کوم شغل يا مسلک کې بوخت ياست، مهمه نه ده؛ بلکې مهمه دا ده چې په خپل ټاکلي مسلک کې بريالي واوسئ او د راتلونکو برياليتوبونو ته مو هم لاره هواره کړی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی