کلتور او هنر

چوپړا له خپل اوښي د بوټانو پټولو په رواج کې ۵ میلیونه ډالر غواړي

د بالیوډ مشهورې فلمې ستورې پرنیتې چوپړا د خپل اوښي او د پریانکا خاوند چې د انګلیسي ژبې مشهور سندرغاړی دی ورڅخه د هندوستان رواج کې د میلیونونو ډالر غوښتنه کړې.

د شا(د دواده له زلمي) څخه د بوټونو د پټولو رواج په پاکستان، هندوستان کې ډېر عام دی او حتh دغه رواج او لوبې په ودونو کې په افغانستان کې هم د خلکو له لورې د خوشحالۍ د لپاره کیږي.

په افغانستان کې کله چې په کوژدنه کې د واده زلمی د خپلې خسرګنۍ کور ته ولاړ شي نو هلته ترې بوټان پټیږي چې وروسته بیا د خپلو بوټانو ډېر لوړ قیمت هغه چاته ورکوي چې بوټان ورسره وي.

د بوټونو په مقابل کې ځینې خلک د ډېرو زیاتو پیسو غوښتنه کوي، چې د بوټانو له قیمت څخه دغه رقم ډېر لوړ وي خو دا چې یو رواج دی نو د واده زلمی ترې نشي په شاه کېدلی.

هندۍ رسنۍ وایي پرنیتي چوپړا د خپلې تره لور پریانکا چوپړا له خاوند نک جونز څخه د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

د رپوټ له مخې، پرنیتي د خپلې تره لور واده ډېره هېله منده ده، ویل کیږي نک جونز او پریانکا د واده لپاره په چمتوالي بوخت دي.

هندۍ رسنۍ وایي په ودونو کې د بوټانو پټول یې د مهمو رواجونو څخه دی چې په ډېرو زیاتو ودونو کې کیږي.

د هندي ویب پاڼې بالیوډ هنګامه سره په یوه مرکه کې پرنیتي چوپړا ویلي چې دوه ورځې وړاندې د اوښي نک جونز سره د واده لپاره د سامان پیردلو لپاره تللي وه.
وایې هلته یې ورسره د بوټانو د پټولو په رواج خبرې کولې چې نک ته یې ویلي چې د پټو شويو بوټانو په مقابل کې به ورڅخه پنځه میلیونه ډالر غواړي چې ځواب کې سندري غاړي نک جونز ویلي چې دا به ورته ۱۰ میلیونه ډالر ورکړي.

اټکل دی چې د بالیوډ ستورې او مشهوري امریکایي سندرغاړي نک جونز واده به د هندوستان جوده پور ایالت کې ترسره شي.

د دوې د واده نیټه د ډسمبر دویمه ټاکل شوي خو ویل کیږي چې د نومبر د میاشتې له ۳۰مې نیټې به یې مراسم پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی