اقتصاد

نن ورځ د خپلو ورځینو اهدافو پلان جوړونکي اوسئ

لیکوال: جان ادیسون
ژباړه: فرمان الله ناصری

زه به نن له پرون ورځې ښه شم
زه به نن د خپلو د موخو په لور ولاړ شم

پوهیږئ! مونږ وایوو چی موږ ټول انسانان یوو، خو مونږ په رښتیا د بشري کیدو په لور روان یو؟

ایا زموږ یوه ورځ له بلې ښه کیږي او که خرابیږي؟

موږ پرمخ روان یو او که وروسته؟

تاسو چې سهار وختي له خوبه پاڅیږئ او ووایئ، (دا څلور، پنځه، شپږ شیان دي، چې نن یی باید ترسره کړم،) او تاسو یی سرته رسوئ.

مخکې له دې چی تاسو ویده شئ، تاسو باید هغه د هغو اهدافو لیست وګورئ چې د ورځې په پیل کې مو ټاکلي وو او هغه کړنې نښه کړئ چې ترسره کړي مو دي.
ښه مسلک یا دنده مو د ښه کال سره پیلیږي. ښه کال د ښو میاشتو سره پیلیږي، او ښې میاشتې د ښو اونیو سره پیلیږي. او بالاخره ښې ورځې د ښو فکرونو سره پیلیږي .

پر ورځې برید وکړئ. خپلې موخې وټاکئ، تر شایی واوسئ تر څو دا ورځ وګټئ او خپله یې کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */