روغه سټه

د سترګو تورې حلقې څنګه ختمولی شو؟

لیکنه: ياران

د سترګو ګېر چاپېره تورې حلقې د نجونو د مخ پر ښکلا بده اغېزه پرېږدي، نن په همدې اړه نجونو ته یو څه لارښوونې لرو، خو لومړی باید پوه شو چې د سترګو ګېر چاپېره تورې حلقې ولې پیدا کېږي؟

عوامل:
• ناسم او نامتوازنه خواړه
• کم خوبي یا د شپې تر ډېره شوګیر کول
• بې ځایه فکر او تشویش کول
• په ملاسته یا هم تته رڼا کې مطالعه
• د سهار ناشته نه کول
• له ناروغۍ وروسته ګټور خواړه نه کارول
• د نظر د کمزورۍ سربېره هم د عینکو نه کارول
• انیمیا یا د وینې کموالی

مخنیوی:
• هر وخت تازه مېوه او د شنو پاڼو لرونکي خواړه زیات کړئ، ځکه دا شیان پوره منرالونه او وسپنه لري.
• ډېرې زیاتې اوبه وڅښئ.
• سهار یا د شپې مهال څو دانې بادام او د ګلابو پاڼې میده کړئ او د سترګو ګېر چاپېره یې په تورو حلقو ولګوئ، لږه شیبه یې پرېږدئ بیا مخ پریمنځئ.
• کوشش وکړئ چې که ځوانان یاست نو پوره خوب وکړئ.
• د کوپرې اوبه څښل هم ډېر ګټور دي، ځکه د کوپرې اوبه له بدن نه زهري مواد خارجوي او پوستکی ښایسته کوي.
• بادرنګ قلۍ – قلۍ کړۍ، څو شیبو لپاره یې یخو اوبو کې کېږدئ او بیا یې په سترګو کېږدئ.
• زیاتره خلک پاکټي چای څښي، تاسې د چایو کارول شوی پاکټ واخلئ، یخچال کې یې څو شیبو لپاره ښه یخ کړئ بیا یې د یوې ګړئ لپاره په سترګو کېږدئ.
• دې لپاره چې دایمي مخنیوی یې شوی وي، نو چیرته چې ځئ ګرمۍ کې تورې چشمې یا هم چترۍ وکاروئ.
• د ویټامن سي تېل هم نه یوازې د سترګو حلقو بلکې د مخ ګونځو ته هم فایده لري، خو د پوستکي د ډاکټر په مشوره که پوره خوب وکړئ، اوبه زیاتې وڅښئ او پورتني موارد عملي کړئ، نو ستاسې مخ به د ګل په شان تل غوړېدلی پاتې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران