کلتور او هنر

ستره محکمه: د پریا وريئر سترګک وهل، د کوم مذهب توهین نه دی

د انډیا سترې محکمې ځوانه فلمي لوبغاړي پریا وریئر په هغه قضیه کې بې ګناه بللې چې څو میاشتې وړاندې یې پر خلاف ثبت شوې وه.

نوموړې فلمی ستوري د یوه فلم کې په یوه صحنه کې سترګک وهي چې ځینو مسلمانو ډلو له لوري دغه سترګک د مذهب ته سپکاوی بلل شوی و او پر خلاف یې په محکمه کې عریضه کړې وه.

پریا وریئر په خپل لومړي فلم کې د یوې سندرې په دوران کې سترګک وهي، چې بیا دغه ویډیو کلیپ په هندوستان کې خپور شو او تر هندوستان وروسته همدغه لنډه صحنه په نورو بیلابیلو هېوادونو کې هم زیات مینوال پیدا کړل او د دغه فلم لپاره یې لیدونکي په تلوسه کې واچول.

په دغه فلم کې د دغې صحني سره سره د مذهبي شاعرۍ پر استعمال هم نیوکه شوې وه او تور لګوونکو وګړو ویل چې دغه شعر د پیغمبر ص او د هغه د مېرمني په صفت کې ویل شوی او زیاته کړې یې ده چې سترګک وهلو ته په اسلام کې اجازه نشته او دا یو ناروا عمل دی.

پریا وريئر د دغه تورونو په ځواب کې ویلي ول، چې اعتراض کوونکي د دغه سندرې په پوهیدو کې ناسم پوه شوي.

ویډیو؛

د پولیسو له لوري د اعتراض کوونکو هغه عریضه منل شوې وه چې په کې له دغه فلم څخه د سترګک وهلو صحنه او هغه سندره چې مذهبي شاعري ورسره وه لرې کېدل غوښتل.

د سترې محکمې مشر ديپک مشرا د پریا وريئر سره د فلم لارښود او پروډیوسر هم بې ګناه بللي او ویلي دي چې په فلم کې کوم مذهب ته توهین نه دی شوی، نوموړي ویلي چې په فلم کې چې کومه سندره ځایه شوي پر خلاف یې یوازې د عریضې نه بغیر بل هیڅ نه شته.

په ۳۰ ثانیې ویډیو کې د ښوونځي یوه زده کوونکي خپل یو بل ټولګیوال ته لومړی اشارې کوي او وروسته سترګک وهي، اعتراض کوونکي په همدې صحني اعتراض لري او وایي سترګک وهل په اسلام کې ناروا دي او کله چې دغه صحنه د یوې مقدسې سندرې سره یوځای کیږي دغه مذهب ته توهین دی.

د دغه سندرې څو صحني تر ریلیز کېدو وړاندې پر ټولنیزه ميډیا خپرې شوې.

د یاد ویډیو کلیپ له خپرېدو وروسته په انسټاګرام کې د پریا وریئر د مینوالو شمېر له سلګونو څخه تر ۳۵ لکو پورې ورسیده او په فیسبوک کې هم فالورز لکونو څخه زیات شول او د همدغه کلیپ خپرېدو سره په ټويټر کې په لسګونه اکونټونه د پریا وريئر په نوم جعلي جوړ شول.

دغه فلم (اورو ادار لو) د همدغه مخالفت له امله تر اوسه نه دی ریلیز شوی، خو دا چې محکمې اوس اجازه ورکړه نو په روانه میاشت کې به د سینما په پرده روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی