سپورټ نړیوال کرکټ

سریلنکا له ماتو سره لوبغاړي هم بایلي؛ څلورم لوبغاړی یې هم ټپي شو

لیکنه: بهار سمسور

سریلنکا له افغانستان ،جنوبي افریقا او ویسټینډیز وروسته بله،هغه لوبډله ده، چې په روان نړیوال جام کې یې د لوبو مزه نشته.

دغې لوبډلې په دې ټورنمېنټ کې اووه لوبې کړې دي،چې یوازې دوه یې ګټلې،درۍ یې بایللې او دوه یې باران مساوي کړي دي.

دا لوبډله د نومرو په لېست کې اووم مقام او شپږ نومرې لري،چې دوهم پړاو ته د تګ چانس یې بیخي کم دی.

که د مخکې تګ خوب ویني، نو سریلنکا باید خپلو ټولو سیالانو ته په پاتې لوبو کې ماتې ورکړي.

دغه لوبډله د زخمي لوبغاړو په برخه کې ریکارډ لري،چې په روان نړیوال جام کې یې دا څلورم لوبغاړی نیون پرادیپ دی چې له لاسه یې ورکوي.

چټک توپ غورځونکی نیون پرادیپ د افغانستان خلاف لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه،چې څلور مهم افغان لوبغاړي یې په مهمو ځایونو کې وسوځول او دغه لوبه سریلنکا له افغانستان ځینې وګټله.

پرادیپ د سریلنکا لپاره دریو لوبو کې پنځه ویکټې تر لاسه کړې،چې لوبډلې ته یې مرال وربښلی و.

پرادیپ د بنګلادېش خلاف په لوبه کې ونه لوبیده،ځکه چې په تمرین کې یې ګوته خوږ کړې وه، خو دا ځل کریکټ نړیوالې شورا رسمي اعلان وکړ ،چې د سریلنکا دا پیاوړی لوبغاړی د ځینې صحي ستونزو له وجهې نه شي کولی روان نړیوال جام د سریلنکا په ګټه ولوبوي.

خبر وایي چې د پرادیپ پر ځای کاسن راجیتا لوبډلې ته راځي، چې د سریلنکا لپاره یوازې د پنځه یوه ورځینیو لوبو د لوبولو تجربه لري.

سریلنکا خپله راتلونکي لوبه د ویسټینډیز خلاف د جولۍ پر لومړۍ نیټه تر سره کوي،چې د پرادیپ نه شتون د ویسټینډیز لپاره زیری، خو د سریلنکا لپاره بد خبر دی.

سریلنکا تر پرادیپ مخکې دینیش چاندیمال، متیوز، ملینګا او کپتان کنراتنا زخمي کړي ول،چې بېرته روغ شول، خو لا هم سریلنکا له اړوند ستونزې سره لاس و ګریوان ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی