کلتور او هنر

شاه روخ خان د ( نوي سوچ) په نوم تلویزوني خپرونه پیلوي

 

د هندي سینما وتلی اکټر شاه روخ خان د ټید ټاک (Ted Talk ) په نوم د مشهورې ادارې د یو شمیر هغه خپرونو کوربه توب کوي چې په هندوستان کې یې د ( نوي سوچ) په نوم وړاندې کوي.

ټیډ ټاک په نړۍ کې د نويو نظریو او څیړنو په اړه د وتلو خلکو ویناوې خپروې او په همدې خاطر په بیلابیلو هیوادونو کې خلک د نويو او رغوونکو نظریو په اړه ویناوو او بحثونو ته رابولي. ټیډ ټاک په یو ټیوب څو مشهور چینلونه لري چې پرې خپرې کړې ویناوې یې په نړۍ کې میلونونه خلک اوري او ګوري.

دا اداره غواړي په هندوستان کې د سټارپلز ټلویزون په همکارۍ او د شاه روخ خان په کوربه توب د خپلو ویناوو لړۍ د( نوي سوچ) په نوم پیل کړي.

د هندي رسینو د راپورونو له مخې د بالیووډ بادشاه شا رخ خان وروسته له هغې ددې ټلویزیونې خپرونې پرمخ وړلو ته چمتو شوی چې تازه خپور شوی فلم يې په بازار کې له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

په وروستیو کې د شاه رخ خان او انوشکا شرما ګډ نوی فلم (جب هري میټ سیجل) نندارې ته وړاندې شو خو د پام وړ بازار يې ونه کړ.

راپورونه وايي، ددې فلم تر ناکامیدو وروسته شاه رخ خان د ټيډ ټاک د ( نوي فکر) په نوم د ددې ټلویزیونې خپرونې ثبتول پیل کړي دي. په دې خپرونه کې به د نړۍ بېلا بېل بریالي او کامیاب کسان میلمانه کیږي او د هغوی سره به شاه روخ خان په خپل ځانګړي انداز بحثونه کوي.

شاه رخ خان تېره اوونۍ ددې خپرونې د ثبتولو چارې پیل کړي او داسې ویل کیږي چې د خپرونې لومړنی میلمه يې د هندي سینما وتلی فلم جوړونکی کرن جوهر و.

کرن جوهر په انستاکرام پاڼه په توره دریشۍ کې خپل انځور خپور کړی ، له شاه رخ يې مننه کړې او د هغه خپرونه ټيډ ټاک يې هم یاد کړی دی.

د سټار پلز تلویزون لپاره د شاه روخ خان دا خپرونه به د سیپټمبر د میاشتې په ورستیو کې پیل شي.

د شاه رخ خان له خوا د یادې ټلویزونې خپرونې مخکې وړل څه نه وې خبره نه ده؛ تر ده وړاندې امیتابچن، عامر خان، کرن جوهر، سنیل شیټي او سلمان خان هم ټلویزوني خپرونې مخکې وړي دي.

شاه روخ خان خپله هم ( څوک غواړي میلونر شي) ټلویزوني خپرونې کوربه پاتې شوی .

نوموړی همدارنګه څو میاشتې مخکې د ټیډ ټاک د ویناوو د لړۍ یو ویناوال هم و.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */