سیاست نړۍ

سریلنکا: په کلیساو او هوټلونو کې شپږ چاودنې شوي، مرګ ژوبله په لوړیدو ده

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

یادونه: دلته له پیله تر اوسه ټول جزیات لوستلی شئ.

د سریلنکا په مرکز کولمبو کې نن سهار په څو کلیساوو او میلمستونونو کې بمونه الوتي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې.

تر اوسه د ۲۰ کسانو د وژل کیدو او له ۲۰۰ پورته د ټپي کیدو خبر ورکړل شوې. ویره ده، چې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

عینې شاهدان وايي، په ښار کې د شپږو لویو چاودنو غږونه یې اوریدلي. پولیس وايي، درې چاودنې په دریو بیلابیلو کلیساګانو او درې چاودنې نورې په دریو هوټلونو کې شوي.

نن یکشنبه د عیسویانو مذهبي ورځ ده. په دې ورځ ګڼ شمیر خلک کلیساوو ته ټولیږي. په ټولنیزو رسنیو کې ځينې خپرو شويو تصویرونو کې د کلیساوو ځمکې په وینو لړلې ښکاري.

اټکل دی، چې په وژل شویو او ټپيانو کې بهرني سیلانیان هم وي.

پولیس اوس له کلیساو او هوټلونو څخه د مړیو او زخمیانو په ویستلو بوخت دي.

دویم تعقیب؛

ځايي رسنۍ وايي شپږ چاودنې شوي، دوه عصري هوټلونه او درې کلیسا ګانو کې دا چاودنې رامنځته شوي چې تر اوسه د ۴۹ د وژل کیدو او د ۳۰۰ تنو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي.

همداراز د سریلنکا لومړي وزیر همدا اوس بیړنۍ غونډه رابللې.

دریم تعقیب؛

تر اوسه پورې د ۹۹ کسانو د وژل کیدو او له ۳۰۰ ډيرو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.
ویره ده، چې دا شمیره ښايي لوړه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج وايي، حالت له نږدي څاري او په کولمبو کې خپلو استازو ته لارښوونه کړې، چې اماده اوسي. د هندي اتباعو لپاره د مرستې ټیلفوني شمیرې هم اعلان شوي.
په څو ورستیو لسیزو کې په سریکلنا کې دا تر ټولو لوې او وژونکې چاودنې وې
څلورم تعقیب:
سرلینکا کې یوه افغان محصل یاران ته وویل، بازارونه تړل شوي او ځايي خلک نږدې کلیساوو ته منډې وهي، چې خپل خپلوان ولټوي.
د هغه په ټکو، دا کلیساوې د اروپايي سیلانیانو لپاره هم مهمې وې او هر کال له نړۍ په سلګونو سیلانیان ورځي.
په باور يې د برید سره به سریلنکا خپل سیلانیان له لاسه ورکړي.
اسوشیټد پریس وايي، د سریلنکا د پولیسو مشر لا له وړاندې د نن ورځې د بمي چاودونو خبر ورکړی و. خو دا چې ولې يې په مخنیوي کې پاتې راغلل، لا هم بې ځوابه پوښتنه ده.
تازه راپورونه وايي چې د وژل شویو شمیر ۱۲۹ تنو ته پورته شو.
پنځم تعقیب:
د ځايي رسنیو په حواله، ۱۳۸ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ نور ټپيان دي. حکومت وايي، د پیښې د جزیاتو په اړه به ورسته معلومات ورکړي.
د سرلینکا د اقتصادي اصلاحاتو او عامه خدماتو وزیر دی هرشا ديسلوا په خپله تویټر پاڼه لیکلي: “دوه کلیساوو ته لاړم. مړي او ټپیان مې ولیدل. حالت بوږنوونکی دی. د بهرنیانو په ګډون ډیر وژل شوي. له کورونو مه راوځئ. ارام اوسئ.”

له برید وروسته، د سریلینکا د لومړي وزیر لومړنۍ بیانیه:
“په خپلو خلکو نننی بزدلانه بمي برید په کلکو ټکو غندم. له سریلنکایانو غواړم، چې د ویر په دې ډکو شیبو کې سره متحد او غښتلي اوسي.”

حکومت په دغه هیواد کې ښوونځي د دوه ورځو لپاره رخصت اعلان کړل.

پولیس وايي، د حالتو د عادي کولو لپاره ۲۰۰ تازه عسکر خواره شوي.

 

هوايي پروازونه محدود شوي او هغو چې بهر ته سفر لري، باید هوايي ډګر ۴ ساعته مخکې لاړ شي.
شپږم تعقیب؛
د هندوستان ټایمز ویب پاڼې لیکلي؛ په د سریلینکا په کولمبو کې ۱۵۶ تنه وژل شوي او تر ۴۰۰ پورې ټپيان دي.
د معلوماتو په ترلاسه کیدو سره به نور جزیات هم درکوو…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین