ټولنیز ژوند روغه سټه

څنګه کولای شو چې د زړه له ناروغۍ ځان وژغورو؟

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

د زړه ناروغۍ يا کارډيوپاتي د هغو بېلابېلو راټوکېدلو ناروغيو، لپاره يوه کارېدونکې طبي اصطلاح ده چې زړه اغېزمن کوي. په ۲۰۰۷ . کال کې دا ناروغۍ د امريکا د متحده ايالتونو کې تر ټولو نورو ناروغيو ډېر د مړينې سبب شوېوه.

ډاکټران وايي په نړۍ کې زیات شمېر خلک د زړه په ناروغۍ اخته دي خو انسان کولی شي د ځینو عادتونو خپلولو سره د یادې ناروغۍ مخه ونیسي.

دا چې له دې ناروغۍ څنګه کولای شوي ځان وژغورو دلته مو د هغو عادتونو سره اشنا کوو چې د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې ډیره زیاته مرسته کوي:

‎۱- ذهني فشار د زړه د ناروغۍ لامل کیدای شي
له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ، یاد فشار یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان د زړه په ناروغۍ اخته کولی شي.

د زړه ناروغۍ سربیره ذهني فشار په انسان کې د کولیسټرول او د وینې لوړ فشار لامل هم ګرځي.

له ذهني فشار څخه د ځان وژغورنې لپاره تاسو کولای شي له خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړوسره مجلس وکړئ، هر ورځ له شنو ځاینو څخه لیدنه وکړئ، ګلانو ته اوبه ورکړئ، دې ورته بیلابیل اسانه کار کول د یاد فشار په مخنیوي کې له تاسو سره مرسته کوي.

۲- د خوړو مهالویش ته مو پام وکړئ
د زړه له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره خپلو خواړه ته ځانګړې پاملرنه وکړئ. باید کوښښ وکړئ چې حبوبات لرونکي خواړه، تازه او وچه میوه، سبزیجات او غوښې ته په خپل ورځني د خوړول په مهالویش کې په منظم ډول ځای ورکړئ.

۳- د سګریټ له څښلو څخه ډډه وکړئ
دا یو ثابت حقیقت دی چې سګریټ څښل د زړه د ناروغۍ خطر زیاتوي. یوې څیړنې ثابته کړې کوم کسان چې سګریټ څښل پریږدي د ۵ کلونو په موده کې ۴۰ سلنه د یادې ناروغۍ خطر کمولی شي. د زړه د ناروغۍ مخنیوي لپاره باید له سګریټ څښلو څخه ځان وژغورئ.

۴- په منظم ډول خوب وکړئ
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د زړه په ناروغیو اخته کسان او یا د یادې ناروغۍ د خطر کمولو لپاره کوښښ وکړئ هره شپه ۷ ساعته خوب وکړئ.
دوی وايي ډیر شمېر هغه خلک چې کمه اندازه خوب کوي د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.
کمه اندازه خوب کول د انسان وزن زیاتوالي سربیره انسان د شکر او وینې لوړ فشار په ناروغیو هم اخته کولی شي.

۵- ورزش مه هیروئ
هره ورځ په منظم ډول ورزش کول د ۲۵ ناروغیو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره درمل دي، د ورزش په مرسته انسان کولی شي د زړه له حملې او ناروغۍ ځان وژغوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي